د مطالعې کلتور، څنګه پیاوړی کړو!؟/ محمد نبي قربان

0 791

کوم مخ باید د نه مطالعې په څپېړه ونه وهل شي او کوم مخ باید د فکر او دید په شونډو ښکل او مچي شي!؟

د دې لپاره چې مطالعه مو په ټولنه کې دود شي، موږ اول باید مطالعه وپېژنو؛ چې مطالعه څه ده!؟

مطالعه د خبریدلو، پوهولو او د نوي څه لیدلو په مانا ده، یا د کتاب په دقت او ځیرکتیا سره لوستلو ته مطالعه وايي!

ګټې!

*مطالعه انسان اول له خپل ځان او بیا یې له نړۍ، ارزښتونو او د ژوند له کلیدي اصولو خبروي.

* کتاب انسان ته انساني حرکات ورپیژني!

*چټک پر مختګونه، بریالیتوبونه، خوښ ژوند او پیاوړی شخصیت د مطالعې له برکته تر لاسه کیږي!

مطالعه مو په هغه څه پوهوي، چې موږ ورباندې نه پوهیږو، همداشان مو له هغه څه څخه خبروي، چې موږ ترې نه خبره یو!

*مطالعه مو د بېلا، بیلو مالوماتو د زیرمې سبب کیږي او د خبرو کولو مهارتونه مو پیاوړي کوي!

* مطالعه مو د ژوند هغه اړخونه پوره کولای شي، چې نیمګړي دي!

مطالعه په خپله غېږه کې دېته ورته نورې اړینې ګټې هم لري، چې په معنوي لحاظ مو بډایه ساتي!

هر هغه څه چې د ورځیني ژوند اړتیا پکې منعکسیږي، د کتاب مخ دی او دغه مخ باید د نه مطالعې په څپېړه ونه وهل شي دا مخ باید د فکر او دید په شونډو ښکل او مچي شي!

اوس دېته راځو، چې څه ډول کولای شو، چې د مطالعې سره ځانونه عادت او مطالعه مو د ورځینیو چارو یوه برخه وګرځو؟

که وغواړو، چې مطالعه مو په ټولنه کې دود او عامه کړو!

نو موږ ته په کار ده، چې دا لړۍ له کوره پېل کړو!

موږ باید په کورونو کې د ماشومانو سره  کیسۍ او داستانونه ووایو!

د کیسۍ او داستان په مېنځ کې د ماشومانو د زېرکتیا او دقت لپاره، ځای پر ځای له ماشومانو نه  پوښتنې وکړو، چې ماشومان درک او لوست ته مجبور کړو.

مثال ــ له دېنه مخکې څه شوي ؤ؟

یا له دېنه وروسته به څه وشي؟

نو له دې سره به ماشومان د کیسۍ او داستان لپاره زیرک اوسیږي، تر څو چې د پوښتنو لپاره په سم ډول ځوابونه ووایي!

خو کیسۍ یا داستان باید په داسې موضوع سره وي، چې له کومې موضوع سره ماشومان زیاته مینه ولري!

په همدې ډول په کورکې مور، پلار باید له کتاب سره زیاته مینه وښيي، ځکه ماشومان عموما د والدینو په قدم قدم ږدي او کور کې باید کتابونه په څرګند ځای کې کیښودل شي، چې په اول دید دوی ولیدل شي!

د یادولو وړ ده، چې ماشومانو ته د مطالعې په برخه کې د انګیزې انتقال، هڅونه، یوازې د کورنۍ له لارې شوني نه ده، په دې برخه کې ډېره ملتیا باید د ښوونې او روزنې په نظام او ښونځی کې ور سره وشي، ځکه چې ښونځی د ماشوم دوهم کور دی او ټول تمرکز یې کتاب دی او د ژوند زیاته برخه یې په ښونځی کې تیریږي.

که موږ په کور او ښوونځي کې بډایه او مناسب کتابتون ولرو، نو ماشومان به مو له کتابونو سره مینه و ښیي، او ورو، ورو  به په مطالعه اعتیاد شي.

نو موږ ته په کار ده، چې په کور او په هره اداره کې  ازاد کتابتون ولرو او دا کتابتون باید په داسې ځای کې وي، چې د کور او د ادارې ودانۍ ته څوګ داخلیږي، نو د داخلولو سره سم یې سترګې په کتابونو ولګیږي!

خاصتاً د مکتبونو په اداروکې چې هلته مو شاګردان له کوچنیوالي نه په مطالعه بلد شي او د مکتب په ټولګي کې د یوه داسې ساعت شتون چې په هغه کې زده کوونکي او ښوونکي په ګډه سره ازاده مطالعه وکړي، د دې ازادې مطالعې لپاره ډول، ډول کتابونو ته ضرورت دی، چې دا د لېسې د مدیر او نورو غړو په فعالیت پورې تړاو لري!

په دې کتابتون کې باید بېلا بېل کتابونه موجود وي، چې د هر زده کوونکي د ذوق برابر وي!

لکه ــ مجلې، اخبار، ټوکې، خاطرې، کېسۍ، ارواپوهنې، روان پوهنې، اسلامیات، فرهنګي و کلتوري …

چې د ذوق سره برابرو کتابونونه خوند اخلي او په خوند یې مطالعه کوي!

کله چې هر څوک د خپلې خوښې کتاب مطالعه کوي، نو په مینه سره یې هره موضوع په ذهن کې پاتې کیدای شي او په دې باندې مسؤل کسان باید ټینګار وکړي، چې هر یو کس باید له ورځنۍ مطالعې څخه د خپلې خوښې موضوع خوښه کړي او نورو ته یې له دریځه سمینار کړي.

نو له دغه ډول مطالعې څخه به مو زیاتې ګټې کړي وي، هم به مو زده کوونکو او هم به د نورو ادارو غړو زیات څه زده کړي وي، په هغه څه به پوه شوي وي وي، چې نه به پرې پوهیدل، هغه ماشومان او زده کوونکي چې د مطالعې له نوم سره یې بلد هم نه وي؛ نو په دې تګلاره سره کولای شي، چې د مطالعې له نوم سره بلدتیا خو پرېږده، چې دوی به په مطالعه داسې عادت شي، چې مطالعه به دوی ته د یوې لوبې او ساعترۍ په ډول وي، په دې تګلارې سره به هره ورځ دوی مطالعې ته ځانګړی وخت ور کوي، کوم وخت چې دوی یې مطالعې ته ور کوي، که دغه وخت حد اقل په ورځ کې (۴۰) دقیقې وي، په دې څلوېښتو دقیقو کې به څومره مطالعه وشي!؟

کم تر کمه پنځلس ( ۱۵) صفحې مطالعه خو کیږي، نو په میاشت کې (۴۵۰ ) صفحې شوې، یعنې په میاشت کې څو وړه کتابونه شول!

چې له دې درشل څخه په سلګونه فکرونه تولیدیږي، په وجداني لحاظ ارامتیا محسوسیږي او د ټولنیز ژوند ماهیت تدریجي زده کیږي او دا کړنه د ټولنیزو ستونزو غلا، چور، قتل، جنګ او … ګراف رو، رو را ټیټوي.

او په دې لاره کې د سیاسیون او دولت همکاري، د زمینې مساعدت او د امکاناتو مهیه کول مهم او اساسي دي او د ذهنیت ورکونې په پار مهمه ده له دولتي امکاناتو ستراتیژيکه ګټه پورته شي.

وړاندیز: د چاروکو، سیاسیونونو او پوهاندانو څخه مې هیله ده، چې په دې لاره کې خپله هلې ځلې ونه سپموي!

د ازاد، اباد او ښاد افغانستان په هیله!

محمد نبي قربان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply