سوله / هدايت فريد 

0 736

سوله ژوند دی سوله خوښي ده سوله د ژوند اصل دی. سوله د نېکمـرغۍ پر لاره  پرمختګ ته ځان رسول دي، د هېوادونو لپاره اړينه ده هغه هېوادونه چې د سولې له ستر نعمت څخه برخمن  دي د مينې، ورورلۍ، پرمخـتګ او هوسا ژوند څښتنان دي. زمونږد ګران هــــېواد له اوښکو ډکې سترګې سولې پسې ړندې شوې د درې لسيزو جـګړو، ناخوالو، او بدبختيو له امله د سولې (کوترې) تاندې او نازکــې پښې ماتې شوې دي. هيڅ نه پوهېږم چې دغه تاندې او نازکې پښې به بېرته کله او څنګه روغې رمټې شي؟ کله به د سولې ځلانده لمر د اسـیا په زړه راوخېژي؟ کـله به دغه غم ځپلی، رنځ ځپلی ملت د سولې په ارامه فضاء کې ژوند وکړي؟ دا او دې ډول ته ورته نورې ډېرې هـــغه پوښتنې دي چې د کړيدلي، ځورېدلي هېواد د هر وګړي په خولو زمزمه کېږي. د سولې په اړه د سپېڅلي کــتاب (قران) يو آيـت دی چې [والصلح خير] په سوله کې خير دي يانې سوله د خوښ، سوکاله او هوسـا ژونـد نـښه ده.مونږ چې کله د لومړنـيو زده کـړو (ابـتداييه) ښوونځي زده کوونکي وو، په ټولګي کې به چې کله د دوو ټولګيوالو شخړه شوه نو دا په څرګند ډول څرګنده وه چې يو به غښـتلی او بل به کمزوری و په ټولګي کې به يې جنګ نـشو کولای، ويل به يې چې دباندې به ګورو اوس چې د هېــواد اوســني اکر ( حالت) ته ګورم اندېښمن شم او د ډېـرو بهرنيو هېوادونو د جنګ ډګر ګرځېدلی، د بهرنيو هېوادونو ترمنځ چې کوچنۍ شخړه هم رامنځته شـي نو د اسيا په زړه کې يې سره مالوموي يانې د جنګ مرکز يې ګران افغانســــتان شي.

لنډه دا چې سوله د هغې کيسې نوم دی چې مونږ ته به مو انا (نيا) کيسه کوله مونږ به يې په اورېدلو او انا ( نيا) به یې په ویلو ستړې شوه. نو هيله مې داده چې نورې دغه تاوجنې، وېرجنې او غمجنې شېبې ختمې شي،  د سـولې ځلانده لمر دې راوخېژي او ټول هېوادوال یو له بـل سره  رنګينې او ګلورينې شېبې تېرې کړي د خپل قلم څـوکه مې پر همدې ځای بسنه کوي، لیکنه د ښاغلي دروېش دراني صــيب په دې شعر پای ته رسوم.            ‏

 

 

 

چې نه توره شي راپورته، او نه سر په وينو رنګ شي

باداره ! دغه جنګ دې د وطن اخري جنــګ شـي

 

چـــې زړونه سره یو کړو،  او لاسونه سره ورکړو

 دا کــاڼي به لالــونه شي دا بوټي به لونګ شي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply