د قطر غونډې طالبان افغانستان ته راوګرځول

0 679

له هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو اترو د څرنګوالي پر سر دې خبرې اترې په ناندریو واوښتې، د دواړو لوریو تر منځ یو ځل بیا د قطر په دوحه کې خبرې اترې پیل او شپږ ورځې یې دوام وکړ.
هاغه مهال دواړو لوریو یو د بل پر وړاندې نه یوازې دریځونه بدل کړل، بلکې ګواښونه یې هم وکړل، خو وروسته پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته دا بهیر بیا پیل شو.
د راپورونو له مخې، د دوحې وروستۍ غونډه د تېرو هغو په پرتله هیله‌ښوونکې او له لاس‌ته‌راوړنو سره مل وه.
د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د دواړو لوریو تر منځ د شپږ ورځنۍ غونډې پایله او لاس‌ته‌راوړنه د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل هوکړه وه چې تر دې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.
که څه هم افغانان په هېواد کې روانې ۱۷کلنې جګړې ستړي کړي او تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتیا لري، خو دا سوله باید د افغانانو تر منځ، تلپاتې او رښتینې وي.
سره له دې چې ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه هڅه کوي چې د افغان سولې په روانه پروسه کې خپلې ګټې خوندي کړي، خو افغان حکومت او امریکا باید د هغوی د ګټو پر ځای، د افغانانو اړتیاوې، ګټې او ارزښتونه په پام کې ونیسي او له مخې یې په خپلو کې سره جوړ شي.
طالبان خو هسې هم د هېواد او افغانانو ګټو ته ژمن نه دي او د افغانانو د ګټو پر ځای هڅه کوي چې له پاکستانیانو، ایرانیانو، روسانو، عربانو او ان چینایانو سره یو ځای د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو ګټې خوندي کړي او همدا لامل دی چې ځینې وخت د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.
د مالوماتو له مخې، د افغان سولې په اړه د قطر په شپږ ورځنۍ غونډې کې په هېواد کې د روانې ۱۷کلنې جګړې پر پای ته رسېدو، دغه راز پر اوربند او د اوربند پر مهال د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل هوکړه شوې ده.
خو په دې غونډه کې د طالبانو یوه غوښتنه دا ده چې تر سولې وروسته په افغانستان کې جوړېدونکی دولت باید د پاکستان لپاره ګواښ پېښ نه کړي.
که څه هم مخکې هم روښانه وه چې طالبان د پاکستان په ریموټ چلېږي او څنګه چې د پاکستان پوځ او استخبارات وغواړي، تر فکر او ځنډ پرته پر هماغې لار منډې وهي او همدا لامل و چې پر اسلام‌اباد د نړېوالې ټولنې، په تېره بیا د امریکا تر فشار وروسته پاکستان اړ شو چې طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي، که نه افغان حکومت کلونه مخکې دا وړاندیزونه ورته کړي وو.
اوس هم پاکستان د افغان سولې په پروسه کې پوره ونډه لري او له خپلو موخو او ګټو سره سم یې پر هر لوري بیايي. د مالوماتو له مخې، د قطر په غونډه کې هم د دغه هېواد استازیو ګډون درلود او له نږدې یې دا پروسه څارلې ده.
اوس چې د افغان سولې پروسه تر یوې کچې وړاندې تللې او زلمی خلیلزاد د قطر له غونډې وروسته کابل ته راغلی او غواړي دلته له افغان چارواکیو سره د دې غونډې جزیات شریک کړي؛ نو افغان حکومت ته په کار ده چې په بشپړ احتیاط او ځیرکۍ له دې پروسې سره چلند وکړي او د افغانانو له هیلو او غوښتنو سره سم پر مخ ولاړ شي.
حکومت باید له پوره ځواک او غوڅ دریځ سره په دې پروسه کې ور ګډ شي او اجازه ور نه کړي چې په دې مهمه ملي پروسه کې د هېواد او هېوادوالو د ګټو او غوښتنو پر ځای، د ګاونډیانو، د سیمې او نړۍ هېوادونو هغه وپالل شي.
سوله د افغانانو یوازېنۍ هیله، غوښتنه او اړتیا ده، خو دا سوله باید په هېواد کې د روانې جګړې او د افغانانو د وینو تویولو پای او د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لامل شي او دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې دا ملي او مهمه پروسه بالاخره له دغو مسایلو سره سمه تر بریا ورسوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply