مذاکرات د افغان دولت صلاحیت دی

0 653

محمدروښان ښاد

 

د قطر په دوحه کې د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ خبرې او مذاکرات د توقع خلاف تر شپږ ورځو پورې وغځېدل، مګر بیا هم بې پایلې پایته ورسېدل، ځکه چې د مذاکراتو اصلي او قانوني صلاحیت د افغانستان د دولت دی.

سره له دې چې امریکا متحده ایالت، د افغانستان نور بین المللي شریکان او په خپله افغانان هم د ستونزې اساسي حل یوازې او یوازې بین الافغاني مذاکرات بولي، مګر طالب وسله وال تر دې مهاله هڅه کوي چې د افغان حکومت پرځای د سولې خبرې له امریکا سره وکړي او امریکایانو بار بار هغوی ته ویلي دي چې د مذاکراتو قانوني صلاحیت له دوی نه، بلکې له افغان دولت سره دی.

کله چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له یوې ورځې څخه بلې ورځې ته اوږدېدې، نو یو شمېر طالب پلوه او پردیپالو رسنیو په افغانستان کې د عامه اذهانو د مغشوشولو او په لوی لاس د افغان دولت او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابولو په موخه ډول ډول اوازې او ګونګوسې خورې کړې. دوی کوښښ وکړو چې د دغو اوازو په خورولو سره عامه اذهان مغشوش کړي، افغانانو ته اندېښنې او پوښتنې ور پیدا کړي.

افغانان له دې وېره لري چې د موقت حکومت له راتګ او له افغان دولت سره له مذاکراتو پرته سوله به د نویمو کلونو غوندې پایله ولري، هیواد به یو ځل بیا داخلي بحران ته لاړ شي او د تېرو اولسو کالو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

مګر پرون شپه ناوخته زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په کتنه کې د دوحې د مذاکراتو ټول جزئیات له جمهوررئیس غني سره شریک کړل او هغه ته یې وویل چې دوی نه د موقت حکومت په اړه بحث کړی او نه دا هم د دوی د صلاحیتونو څخه دی او نه یې هم د امریکایانو د وتلو په اړه له طالبانو سره کومه هوکړه کړې ده. ښاغلي خلیلزاد وویل چې که د امریکایانو د وتلو په اړه بحث او خبره کېږي، نو دا به له افغان دولت سره په تفصیلي او اصولي توګه مطرح کېږي.

هغه وویل ، له طالبانو سره یې یوازې د بین الافغاني مذاکراتو او د اوربند په اړه بحث کړی، خو په دې اړه لا هم واضح پرېکړې ته نه دي رسېدلي . نوموړي وویل د ده د ماموریت برخه د مذاکراتو ترسره کول نه، بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابرول دي، تر څو افغان دولت او طالبان مخامخ خبرې سره وکړي. د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې یوازې د اسانچاري رول ترسره کوي، د پرېکړو اصلي صلاحیت له افغان دولت سره دی.

هر ځل چې د سولې مسایل رامخې ته کېږي، نو ځینې بهرني او داخلي لاسونه په لوی لاس د ابهام او شکونو د رامنځته کولو لپاره بېلابېلې اوازې خوروي او کوښښ کوي چې زموږ هیوادوال یو ځل بیا د نهیلۍ او مایوسۍ له څپې سره مخ کړي، مګر خلک باید هوښیار واوسي او په اوازو او ګونګوسو باور ونه کړي، ځکه چې د سولې مذاکرات او وروستۍ پرېکړه د افغان دولت صلاحیت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply