د حامد کرزي کمزوری دریځ/ محمدروښان ښاد

0 898

حامد کرزی دیارلس کاله د افغانستان ولسمشر و، له نوموړي څخه د عامو افغانانو هیله او توقع داو ه چې لومړی به د افغان دولت له مشورې پرته د مسکو غونډې ته نه ورځي، خو کله چې لاړ، نو بیا باور دا وو چې هلته به د افغانانو د ښې استازولي په موخه د افغانستان د نظام، ملي ګټو، ملي ارزښتونو، د تېرو اولسو کالو د لاسته راوړنو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او نورو لاسته راوړنو او پرمختګونو ټینګه دفاع وکړي.

مګر برعکس حامد کرزي په ډېر پڅ دریځ او مړاوي انداز خپله وینا پیل کړه. هغه د وینا په پیل کې زیات مکث په هدیرو او مړو وکړ. وې ویل زموږ په هدیرو کې څنګ په څنګ دوه قبرونه وي، یو یې د طالب او بل یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېري وي. په دغه موضوع یې له اړتیا پرته اوږدې او عاطفي خبرې وکړې.

بیا یې له اسلامي امارت او جهادي ګوندونو سره خپلو اوږدو اړیکو ته اشاره وکړه او دا یې د ویاړ ځای وباله چې له هغوی سره اړیکې لري. پاکستان ته په دعاو، عذرونو او سپارښتنو یې خپله وینا پایته ورسوله.

د حامد کرزي له وینا څخه داسې انګېرل کېږي لکه په افغانستان کې چې هیڅ نه وي، لکه افغانستان چې کوم منافع، ارزښتونه او ګټې نه لري. ځکه که داسې څه وای، نو کرزي به یې یادونه کړې وای. نوموړي د تل په څېر بیا هم له محافظه کارۍ ډکه وینا وکړه. هغه حتی له طالبانو څخه دا هم ونه غوښتل چې د افغانستان او د اسلامي نړۍ د علماو د فتوا مطابق ستاسو جګړه ناروا ده، نو لطفاً دغه ناروا او بې مانا جګړه ودروئ.

حامد کرزي د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ پرمهال هم همدغسې فرصتونه ضایع کړل، په حقیقي مانا یې د افغانانو استازیتوب ونه کړ. د جنګي ډلو او په ځانګړي ډول د مارشال فهیم له وېرې یې د ولس په غوښتنو او ارمانونو پښه کېښوده. نوموړی باید مسکو ته د تلو او د دغې بې مانا وینا له امله له افغان ولس څخه بښنه وغواړي.

د سولې مذاکرات باید له قوي دریځه ترسره شي. له هغه دریځه چې اوسنی ولسمشر غني ورباندې بیا بیا ټینګار کوي. جمهوررئیس غني وایي، افغان دولت باید له قوي دریځه د سولې مذاکراتو ته داخل شي، ځکه څومره چې دریځ قوي وي، نو همغومره به یې پایلې هم ګټورې وي.

دغه تش په نوم سیاسیون چې مسکو ته تللي دوی باید ومني چې د افغانانو استازیتوب نشي کولی، دوی له هغه موقف، دریځ او په هغه قوت خبرې نشي کولی څنګه یې چې اړتیا لیدل کېږي. مسکو ته د دغو افرادو او اشخاصو تګ نه یوازې د افغان ملت لپاره کومه لاسته راوړنه نه لرله، بلکې دوی په لوی لاس وسله والو طالبانو ته قوت وروباښه ، هغوی ته یې مشروعیت ورکړ، ځکه طالب استازي په ډېر قوت او وضاحت خپلې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل، مګر برعکس د حامد کرزي په خبرو کې داسې څه نه و چې افغان ولس یې د بېلګې په توګه یاد کړي او یا ورباندې حداقل وویاړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply