د مسکو غونډه؛ د درېيم قدرت رامنځته کول

0 542

فرهاد داوري  –

د افغان جګړې اړخونه په جنوبي اسيا کي د امريکا د ستراتيژۍ سره سم د سولي لپاره چمتوالی نيسي، پدې کي مهم اړخ افغان حکومت دی چي د تېرو ۱۸ کالو راهيسي امريکا او نړۍ پانګونه پر کړې ده او نړيواله اراده هم ددې حکومت پر تقويت ولاړه ده، د سولي پروسه چي د امريکا جدي غوښتنه ده، نو ځکه د سیمي دولتونه هڅه کوي چي ځانونه پکښې ځای کړي او پدې پروسه کي ګټه واخلي، ددې پروسې مهم لوبغاړی افغان حکومت دی چي د ۷ ميليونو رايو له مخي جوړ دی او نړيوال مشروعيت لري، د افغان حکومت ولسمشر محمد اشرف غني په سیاسي او اقتصادي مسايلو کي د سيمي د هيوادونو تر حدس مخکي روان دی نو ځکه د افغان حکومت په هلو ځلو کي د ګاونډيانو ګټه نه ځايږي، هر څه به يوازي د افغانستان په ګټه پايته رسيږي.

د افغان سولي د شکل نيوني لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د امريکا د ستراتيژۍ د تطبیق په موخه ګام پر ګام روان دی، د افغان حکومت په استازيتوب ښاغلی اشرف غني د تاريخي واقعيتونو او تجربو په پام کي نیولو سره په سنګر کي چمتو ورته ناست دی، نو ځکه مسايل د افغان حکومت په ګټه تمامېدونکي دي، ددې حالت څخه ګاونډيان پوره ګټه نسي پورته کولای، نو ځکه سوال پيداکېږي چي ګاونډيان بايد څه وکړي چي پدې پروسه کي ور ګډ سي او ګټه ځيني پورته کړي؟

د افغانستان په چارو کي ايران، پاکستان، روسيې، ترکيه او عربستان زيات دخيل دي، نو ځکه دې خلکو هڅه وکړه چي د مجاهد ميليونرانو په مرسته په افغان سولي کي داخل سی، پدې هيوادونو کي عربستان په ښکاره د امريکا په ستراتيژۍ کي داخل دی، پاکستان د طالبانو سرپرست دی او طالب دده له ادرسه خبري مخته وړي، خو ایران، روسيه او ترکيه ممکن په زياتو مسايلو کي څنګته سي. په افغان جګړه کي ښکيل دولتونه هڅه کوي چي د متقاعد ولسمشر حامد کرزي په هلو ځلو ميليونر مجاهدين او د دې هيوادونو په استخباراتي چينلونو کي لوبېدلي لوبغاړي منسجم کړي، تر څو د طالب او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پر مهال درېيم قدرت جوړ کړي، د مسکو په غونډه کي ټول هغه کسان بلل سوي وه چي مخکي استخباراتي خادمان وه او د کرزي په وخت کي يې د ولس وينه وزبېښل او ځانونه يې ميليونران کړه، دا کسان د سيمي د استخباراتي کړيو لپاره اسانه لوبېدای سي، د مسکو غونډه يو پټ استخباراتي تنظيم و چي د ګډي اعلاميې په خپرولو سره ميليونر مجاهدين دې پروسې ته ور ګډ سي او د افغان حکومت تر څنګ دا ډله هم خپل اغېز ولري، د سولي په پروسه کي د مسکو ډله يو ډول اپوزيسيون کېږي، که چيري ولسمشر اشرف غني د سيمي د هيوادونو ګټي په پام کي نه نيولې او يوازي يې د افغانستان د ګټو لپاره کار کاوه، دا ډله به پر ولسمشر فشار راوړي، تر څو د سيمي استخباراتي پلانونه په سمه توګه تطبيق سي.

دا ميلیونر مجاهدین به د ايران، روسيې او ترکيه څخه د پيسو اخيستلو نوي پروپوزلونه جوړوي او دوی به د استخباراتي کړيو لخوا پوره حمايت کېږي تر څو په خپل کور کي د دوی لپاره جګړه وکړي، دا په حقيقت کی سپين ږيري ايجنټان دي چي د سيمي د هيوادونو لپاره به د خپل حکومت پر وړاندي جګړه کوي.

په افغانستان کي د را روانو ولسمشريزو ټاکنو او لويې جرګې لپاره هم دوی چمتوالی نيسي، که چيري ولسمشر اشرف غني د دوی ګټي په پام کي ونه نيسي، دوی به پوره توان هڅه کوي چي حنيف اتمر تر ارګه ورسوي، ځکه دا هغه کس دی چي د قدرت لپاره هر څه کوي، ولسمشر اشرف غني په دوهمه کاري ورځ د امريکا سره تړون په لاسليک کړ او که دا ځل دی خپله ولسمشر سي، د سيمي او ګاونډيانو هره غوښتنه به ومني، نيمه استخباراتي حکومت به وي، خو که چيري د ولسمشريزو ټاکنو مخکي د سولي پروسه ختمېدل، نو د مسکو ډله به کوښښ وکړي چي د لويې جرګې د راغوښتلو فشار له امله به د موقت حکومت پر طرحي کار وکړي، تر څو اشرف غني له منځه وباسي او هر څه ددوی لاس ته ولوېږي، ياني دا ډله هڅه کوي چي  په هر قيمت وي د ګاونډيانو او سيمي د هيوادونو ګټي خوندي کړي، ددې کړنو په مقابل کي د استخباراتي کڅوړو د لاري خپلي پاليسۍ تمويل کړي. اوس پوښتنه داده چي کومه لاره موږ ولسي خلکو ته په کار ده او په ګټه مو ده؟

په افغان سوله کي د ډېري ګټي د لاسته راوړلو لپاره د ولس په استازيتوب د منتخب حکومت مخامخ مذاکره ده، که چيري افغان حکومت ددې ملت په استازيتوب د مذاکراتو پر مېز کښېني د ولس په ګټه به وي، خو که خپلسري ډلي لکه د مسکو ډله، بېله کوم قانوني او اجرايوي مسؤليت څخه ور داخليږي، د ملت حق به د ګاونډيانو د ګټو لپاره قرباني کېږي او هڅه به کېږي چي دا ملت نور هم په جګړه کي وساتل سي. د افغان ملت لپاره په کار ده چي په ټول توان هڅه وکړي چي دا خپلسري ډلي د مدني فشارونو له لاري ددې پروسې څخه وباسي او يوازي زموږ منتخب حکومت پدې پروسه کي هر څه په لاس کي واخلي، د روشنفکرانو او ځوانانو لپآره لازمه ده چي پدې برخه کي د عامه افکارو په جوړولو کي پوره رول ادا کړي، تر څو پدې پروسه کي زيآته ګټه کورته راوړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply