د نړۍ پراخوالی/ شیلر

0 626

د فارسي ادبیاتو څخه د شیلر د یو ادبی پارچی

ژباړن : سید عبیدالله نادر

 

زړه می غواړي چي د باد په وزرونو کښینم ، او هغه څه چي څښتن تعا لی د تاریکۍ او سر ګردانۍ له مینځه څخه پیدا کړي ،هغه تر خپو لاندي پی کړم ، تر څو مګر یوه ورځ ددي پراخه او بیکرانه سمندر پای ته ورسیږم .  او هغه سر زمین ته ورسیږم ، چی د عالمیانو خالق هغه د خپل خلقت آخري سرحد ټاکلی ، زه له همدا اوسه ،  په دي اوږود او بی انتها سفر کې، ستوري په خپل تلپاتي ځلیدو کې وینم ، او وینم چي د کایيناتو په زړه کې د زرګونو کلنو لیاره پی کوي ، تر څو خپلي ټاکلي نهایي سر زمین ته ورسیږي ، زه تر دي حده بسنه نه کوم او لا هم مخ په وړاندی ځم ، تر هغه ځایه ځم چي نور د فلک ستورو ته په کې لیار نشته، په دیره زړورتیا د خاموشۍ او چوپتیا په دنیا ګي کي خپه ږدم . نا څاپه په یوي نوي دنیاګي کې ور داخلیږم ، چي ددي دنیا ګي په آسمان کې وریځي په حرکت کې دي ، او پر ځمکه یي دریابونه او سمندرونه بهیږي .  په یو ډیره نرۍ چپه او د سکوت نه ډکه لاره کې په ژور سوچ کې روان یم .  چي ناببره یو لاروی زما خواته نژدي کیږي او راباندی ږِغ کوي .

اي مسافره! و دریږه په دي بیړه کوم ځای ته روان یي ؟ زه ورته وایم هغه دنیا ته چی آخر او پایان نه لري . هغه ځای ته ځم چي د عالمیانو خالق هغه د خپل خلقت آخري سرحد ټا کلی ، او هلته نور ذیحیات سا نه وباسي ، یعني ذیروح نه شته ، هغه راته وایي : اوه ……….. ودریږه بی ځایه پر ځان دومره لوی تکلیف او د سفر رنځ مه قبلوه ، مګر ته نه پوهیږې چی غواړي په پراخه او بی پایانه عالم کې قدم کیږدې ……….په دي پوه شه چي تر دي پورته تا ته اجازت د سفر نشته ، ………… ای زما تند پروازه خیا له نور دي خپل پولادین وزرونه وټړه ، او ته ! ای زما د خیال ګړندۍ بیړۍ نور دي ،په همدي ځای دروند لنګر واچوه ، ځکه تر دي پورته تا ته د سفر اجازت نشته

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply