له ټاکنو اوسولې ولې یو باید وټاکل شي؟

0 468

په افغانستان کې د سولې د خبرو له تودېدو سره د خلکو تر منځ هیلې او اندېښنې زیاتې شوې دي. هر افغان د خپل فکر پر اساس په دغه موضوع نظر ورکوي او د خپل لید لوري پر اساس سوله او ټاکنې شونې ګڼي.
ډېر افغان سیاستوال د خپلو ګټو پر اساس د دواړو موضوعاتو په اړه نظر وړاندې کوي او تر ډېره مخلوع شوي پخواني چارواکي اوس سوله او ټاکنې له یوه او بل سره په ټکر کې مسالې ګڼي.
ولسمشر اشرف غني وايي چې ټاکنې او سوله باید له یوه او بل سره و نه تړل شي او د اوبو او خوړو غوندې دواړو ته هم‌مهاله افغانستان او ولس اړتیا لري. په کور دننه یو شمیر کړۍ چې په سیاسي ډګر کې یې ماته خوړلې د سولې سریندې ته د موقت حکومت ډانګي ور اچوي او تمه یې دا ده چې له سیاسته څنډې ته شويو ته به په نوې سیاسي جوړجاړي کې یو څه غوښنه برخه ور ورسیږي. د سیاست څپېړې ته برابر شوي فکر کوي چې دغه را ګرځېدونکی شمال به بیا دوی د ارګ دروازو ته نږدې کړي.
د همدغه کشمکش په منځ منځ کې حکومت ټاکنو او امریکا او طالبان د سولې په خبرو کې مخ پر وړاندې ګامونه پورته کوي او داسې هیلې ورسره را ټوکېدلې چې تر ټاکنو پورې د افغانستان سوله‌یز راتلونکی په ډاګه او دغه ځورېدلی ولس خپل نوی ژوند پیل کړي. له دې سره جوخت یو اړخ ته یو شمېر کورنيو تیت پرک شويو لېوانو خولې وازې کړي، بل خوا بهرني ښاماران د داسې ښکار په لټه کې دي چې افغانستان له خپل اصلي لوري چې د موجود نظام دوام دې بېرته د صفر نقطې ته ور وګرځوي.
دغو دواړو کړیو په ګډه داسې تبلیغات پیل کړي چې افغانانو ته د سولې په مقابل کې د نظام د اصلاح پر ځای د بنسټونو د ړنګېدو یا بشپړ بدلېدو انګېزه ورکړې او داسې ورته ښيي چې دواړه چارې هم‌مهاله پر مخ نه‌شې تلای.
دا خبره له ننه دېرش کاله وړاندې د ډاکټر نجیب الله حکومت ته هم په ورته ډول زمزمه کېده او د وخت چارواکيو ته داسې تر غوږه ور تېرېده چې د نظام ساتل د سولې له بهیر سره هم‌مهاله نه‌شې کېدای.
ولسمشر محمد اشرف غني هڅې کوي چې دغه ستره مخامخ ننګونه په یوه داسې فرصت بدله کړي چې افغانستان د تل لپاره د سولې او ټیکاو خاوند شي. موخه یې دا ده چې د نظام د پایښت لپاره دې ټاکنې په ټاکل شوي وخت له ټاکل شوي معیار او جوړښت سره سمې وشي او د سولې بهیر دې د افغانستان د ملي ګټو او خوندیتوب په موخه هم‌مهاله د افغان حکومت، امریکا او طالبانو له خوا په ګډه بري ته ورسول شي. د حکومت دننه چارواکيو ټول تمرکز په پلان کړو کارونو او د ټاکنو په کېدو ور ټول دی او په خپله ښاغلي غني په خورا صریحه لهجه ویلي چې په هر وضعيت کې د ولسمشري ټاکنې پر خپل وخت کوي او په مشروع ډول د افغانستان راتلونکي حکومت را منځ ته کېدو ته لار هواروي.
په مخالفو کاندیدانو کې یې یو شمېر ټاکنو ته لیواله دي او نور یې سهار او ماښام دا چورتونه وهي چې که د سولې په روان جوړجاړي کې ټاکنې د کمېسیون په تاقچه کې کېښودل شي او یو لنډمهالی حکومت را منځ ته شي، دوی به له مخامخ کېدونکې ماتې بچ شي او بېرته به د دولت په لمن پورې نښلېدلي وي.
د ولسمشر غني له څو اوونۍ مخکې تصور او د ماسکو د ناستې د برخه‌والو له نظرونو داسې جوتېږي چې یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په برخه کې د اوس لپاره له ټاکنو د لاس پر سر کېدو خبرې په سیاسي کړیو کې په لویه کچه مطرح شوې او ځینې یې د طالبانو د پخلا کولو لپاره مناسب انتخاب ګڼي.
د امریکا په ګډون یو شمېر لوی هېوادونه هم له طالبانو سره د سیاسي حل په موخه د ټاکنو د ځنډېدو پلوي ګڼي، خو په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې له ټاکنو د خپل مالي ملاتړ اعلان وکړ او د سولې د خبرو لپاره یې ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان پر را تلونکي ټاکنو او حکومت یې له هیچا سره خبره نه ده کړې. د سولې او ټاکنو د تودو بحثونو په منځ کې د بلخ پخواني والي چې په ماسکو کې یې طالبانو ته د موقت حکومت وړاندیز را مخې ته کړ اوس وايي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته ورته ښاغلی غني د منلو نه دی او د حکومت دوام یې د هغه په باور مشروعیت نه لري. دا ډول نظر د ولسمشري د ځینو کاندیدانو له خوا هم را مخې ته شوی او ښکاره ویل کېږي چې را تلونکې ټاکنې دې یوه سرپرسته اداره وکړي چې په باور یې د ښاغلي غني واکمني پای ته رسېدلې وي، خو ځینې نور استدلال کوي چې د نوي انتخابي ولسمشر تر راتلو پورې واکمن ولسمشر بل هیچا ته د اساسي قانون پر اساس واک نه‌شې سپارلای او د ۲۰۱۴ کال په څېر به د ولسمشر کار د نوي ولسمشر تر ټاکنې دوام کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply