د هند او پاکستان اوسنی کړکېچ له بلې زاويې

0 666

محمدکریم نوښتګر

سره له دې چې د هند او پاکستان شخړه د کشمير پر سر يوه اوږده شخړه ده ، خو د هند او پاکستان اوسنی کړکېچ ډېر د کشمېر د اوږدې شخړې تابع  نه دی.

پاکستان له  تېرو دوو کلونو راهيسې له نړيوالو فشارونو سره مخ دی او د دې تر څنګ له نږدې يو کال راهیسې داخلي ننګونو په تېره بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ خوځښتونو، غونډو، لاريونونو او په ټول کې د پښتون وېښېدني او په پښتونخوا کې د پاکستان ضد مفکورې پياوړتيا، د پاکستان پوځي اداره اندېښمنه کړې چې ښايي د پښتون ژغورنې دا سوله ييز خوځښتونه په نږدې راتلونکي کې له تاوتريخوالي په ډکو خوځښتونو واوړي چې بيا به يې د پاکستان حکومت د مهارولو توان نلري.

د پاکستان دواړه پوځي او ملکې ادارې د پښتون ژغورنې خوځښت غوښتونو او پوښتنو ته ځواب نلري چې روان خوځښت قانع او ارام کړي،بلکې د ياد خوځښت د سرلاريو د ګواښنې، نيونې او وژنې له لارې غواړي دا غورځنګ ووېروي او وځپي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لا پسې لويېږي او پراخېږي.

د پاکستان حکومت اوس په دې باوري شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت څومره غڅېږي، هومره يې د مبارزې شکل تغېرېدونکی دی. له بلې خوا په پاکستان کې تر بل هر څه ګرمه موضوع د پښتون ژغورنې غورڅنګ دی او هرې بلې ورځې ته په کور د ننه او بهرنۍ توجه خپلوي.

د دې لپاره چې د پښتون ژغورنې روان غورځنګ نه په کور د ننه او نه بهرنۍ توجه خپله کړي ، نو تحليل داسې دی چې پاکستان د روان غورځنګ بې اهميته کولو  لپاره بله لاره نه درلوده بې له دې چې په هندي کشمير کې د هندي عسکرو په وړاندې بريد چمتو کړي او په دې توګه هند اړ کړي د پاکستان په خاوره د ننه هدفونه په نښه کړي او خبره جنګي حالت ته ولاړه شي.

په دې سره به د خلکو توجه د  پښتون ژغورنې غورځنګ څخه بلې خواته واړوي او د پاکستان په اړه  وېشلی فکر د هند پر وړاندې يووالي ته بوخي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په دې ځای کې پيکه او کمزوری کړي. ځکه چې د بهرني يرغل پر وړاندې کورنۍ ستونزې په طبعي ډول له لومړيتوبه وځي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ خبره يواځې د هند او پاکستان د څو ورځو جنګي حالت د خلکو له ياده نه شي وېستلی بلکې داسې اټکل کېږي چې د پاکستان پوځي اداره به بيا مارشلا  او بېړنی حالت اعلانوي او ملکي حکومت به بې واکه کوي. په بېړني حالت کې پوځي اداره کولی شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حرکت او نورو خوځښتونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي او په دې توګه يې چپ کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر خودجوشه حرکتونه که د څو مياشتو لپاره ساړه شي، بيرته بيا نه شي ګرمېدلی او په دې توګه له منځه ځي.  نو تحليل کېږي چې د پاکستان او هند اوسنی کړکېچ ډېر د کشمير پر سر د شخړې تابع نه بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هېرولو ، بې اهميته کولو او له منځه وړلو لپاره  هڅه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply