د سولې ابعاد/ سباوون حقیار

0 623

د سولې مساله اساسه ده او د خلکو احساسات د هېواد په داخل او بهر کی را پارولای شي. رښتیا سوله یوه اوږده مبارزه ده چې په اوس وخت کې ډېره ستونزمنه او پېچلې شوې ده او مهارول یې ساده او اسانه کار نه دی، ځکه زموږ اکثره همسایه هېوادونه تر ډېره بریده کوښښ کوي چې سوله داسې را شي چې د دوی ګټې پکې خوندي پاتې شي او بل خوا د هېواد په داخل کې اکثره سیاسون ځان ته د موقف او یا هم د بل په لمسون څرګندونی کوي چې په یوه طریقه سوله سبوتاژ کړي، خو دا باید ومنو چې سوله راتلونکې ده.
زه د افغانستان د خاورې د یو رښتني بچي په صفت، او د سولې د یوه ارمانجن ځوان او ملاتړي په توګه د هېواد د خواخوږي او خلکو ته د خیر په نیت ځان مسوول ګڼم او لیکنې مې يوازې د افغانستان د راتلونکي نسل او ځوانانو عمومي پوهې ده، په هیڅ ګوند او ټولنه پورې تړاو نه لرم. د چا طرف نه نيسم او نه یې سپکاوی کوم، مګر هو حق ته حق وایم.
راځو اصلي موضوع ته، سوله تر یوه ځايه رسېدلې ده او د ډېرو سترګې ورته په لاره دي، که څوک وایي موږ سوله غواړو او بل لور بیا وایې موږ يې نه غواړو؛ نو طبعې خبره ده چې له سولې د منکر مخالفين په ډېر وي، مګر د افغانستان ملت اوس نه غولېږي او په دې ښه پوه شوی چې هر هغه لوری چې د سولې مخالفت کوي هغه د قدرت تږي دي.
یوه مهمه خبره باید دلته د ولسمشر غني په تړاو په ډاګه کړم چې په اوسنۍ دوره کې هغه ۴۵ زره سرتېري چې په شهادت رسېدلي دي، دغو شهیدانو د غني او د هغه د اولادونو لپاره ځانونه نه دې قربان کړي، بلکې هغوی د هېواد او ارزښتونو لپاره خپل سرونه نذرانه کړې دي.
د سولې په تړاو له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو بله ناسته د فبروري په ۲۵ نېټه ده. بل خوا د امریکا متحده ایالاتو د سعودي عربستان نوم د هغو هېوادونو په لیسټ کې شامل کړی چې باید د افغانستان د سولې په پروسه کی همکاري وکړي. اوس په کار ده چې د سولې ستر هدف ته د رسېدو په موخه ځينې مرحلې په پام کې ونیول شي؛

لومړی؛ د افغانستان سیاسونو ته په کار ده چې له شخصي ګټو، مخالفتونو، او دښمنيو اوس مهال تېر شي او تدبیرانه سولې ته کار وکړي. د امکان تر حده باید مشورې یو له بل سره وکړي، ځکه په مشورو کې خیر او برکت دی او همدارنګه باید هڅه وشي چې د ای‌اس‌ای د هر فرېب مخنيوی وکړي.
د یاودنې وړ ده چې پاکستان د اغزن تار کارونه نور هم چټک کړی دی، ځکه په اوسني وخت کې د ټولو افغانانو پام د سولې اړخ ته دی؛ نو هر څومره چې کار ژر خلاص شي د پنجاب په ګټه ده، او له بل لوري پاکستان لومړۍ هڅې به د سولې په راوستو کې دا هم وي چې باید عباس ستانکزی ولسمشري ته ورسوي، یا یې د موقتي ادارې له لاری او یا یې د ټاکنو له لاري.
موږ او زموږ سیاستوال باید د پاکستان هر چل او فرېب ته متوجه واوسو. که اتمر دی، که کرزی، که عبدالله او که غني زموږ د هېواد لویه او ستره سرمایه ده، باید درناوی یې وکړو او په ژوند یې قدر وکړو، ځکه زموږ اکثره افغانانو هيڅکله په ژوند د چا قدر نه دی کړی او نه یې هم کوي، کله چې مړ شي، بیا نو مرده پرستي شروع کړي.

دويم؛ دلته د لویې جرګې مساله ډېره حیاتي ده چې په ترڅ کې باید بین‌ الافغاني مذاکرات منځ ته راوړي او په پای کې یو داسې متحد او ټول شموله ملي ټیم جوړ کړي چې هم عام ولس پکې وي او هم سیاسیون او افغان حکومت.

درېیم؛ څرنګه چې طالبان هر وخت د ای‌اس‌ای تر فشار لاندې راغلي دي؛ نو هغه قوماندانان چې مذاکراتي ټیم غړي دي باید له پاکستانه د کورنیو سره قطر او یا سعودي عربستان ته انتقال کړي چې ازاد او له کوم فشاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.
څلورم؛ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اسیايي هېوادونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له پاکستانه وروسته هند ته تللی و چې له دې داسې مالومېږي چې سعودي هم خپل کوښښونه پیل کړي دي. اړینه ده چې لومړی د سولې ناستې د افغانستان په داخل کي وشي، که د امنيتي ګواښونو وېره وي؛ نو ښه به دا وي چې سعودي عربستان په سپېڅلې او له برکت ډکه مکه کې سوله وشي چې د خیر او د برکت ځای دی.

پنځم؛ د سولې د راوستولو لپاره لوی قدرته هېوادونه د باور او کافي ضمانت وروسته باید د سولې شرطونه مخ ته یوسي چې ښه پایله او د عقدو د نه ماتولو تضمین وشي. بله خبره دا چې د امریکا د متحده ایالاتو نظامي اډې تر ډېره بریده کېدای شي چې ښې پایلې ولري، یو خو به مو خپل منځي جنجالونه ژر حل وي، بل به د سیال سره سیال یو او هم به د پاکستان له وحشته په امن یو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply