له طالب مه ډاريږئ / خوشحال آصفي

0 522

په داسې حال کې چې له يوې خوا د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته د خلکو هيله مندي زياته شوې؛ بل لور ته يو شمېر خلک د سولې له روانو خبرو اندېښمن دي. خلک دوه ډوله اندېښنې لري. يوه اندېښنه د سولې د روانو خبرو د جريان په اړه او بله يې يې بيا له سولې وروسته په حکومتي او سياسي نظام کې د طالبانو د راڅرګندېدو په اړه ده.

يوه ډله خلک اندېښنه لري چې د حکومت له استازو پرته د امريکا او طالب تر منځ رښتيا هم د سولې لپاره صادقانه خبرې روانې دي او که د د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې په نوم معامله روانه ده. د دوی اندېښنه له دې امله ده چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د ټولو پړاونو د ترسره شويو خبرو پوره جزيات نه رسنيو او نه هم افغان حکومت ته معلوم دي. دغې چارې خلک د سولې په روانو خبرو شکمن کړي چې ګويا خدای مه کړه چې د سولې په نوم کومه معامله ترسره شي.

دويمه ډله خلک بيا له طالب سره له سولې وروسته د افغانستان په سياسي او حکومتي نظام کې د طالبانو له ورګډېدو او د دغې ډلې له حکمرانۍ څخه اندېښنه لري. دوی وايې که چيري له طالبانو سره سوله کيږي نو آیا افغانستان به يو ځل بيا اوولس کاله پخوا وختونو ته ځي او که طالبان به له خپل پخواني شريعيته تېر شوي وي؟

دغه ډله خلک ټول له افغانستانه د امریکا له وتلو او په واک کې د طالبانو له شريکولو سره مخالف دي. دوی وېره لري چې ګويا طالبان به له خپل پخواني دريځه چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د خلکو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ميرمنو پر وړاندې درلود؛ نه وي تېر شوي. که څه هم طالب سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې له سولې وروسته د خپل اوسني او پخواني دریځ د بدلون خبره کړې خو بيا هم هغوی چې د طالبانو د نظام خونړی انځور يې په ذهن کې دی؛ د طالبانو د مفکورې او ذهنيت په بدلون باوري نه دي.

څه بايد وکړو؟

که څه هم پورته دواړه یادې شوې اندېښنې پر ځای دي خو د حل لار هم دا نه ده چې يا د سولې د روانو هڅو په  اړه منفي فکر وکړو او یا هم له سولې وروسته له طالبه وډار شو او اوس له امریکا پورې کلک ونښلو چې له افغانستانه دې نه وځي. ځکه تر څو به مونږ په بل چا باندې متکي اوسو. تر څو له یوې ډلې د ډار له امله بل چا ته محتاج اوسو، تر څو به خپل ځانونه په نورو ساتو؟

راشئ چې نوره په خپل منځونو کې لاس په کار شو. نه بايد له سولې وروسته له طالبه وډار شو او نه له افغانستانه د امریکا په وتلو. نه مو بهرنيان سرنوشت ټاکلی شي او نه مو طالبانو د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي. طالبان که ځانونه افغانان بولي نو بايد د تېرو کلونو ترلاسه شوې لاسته راوړنې چې د زده کړې، بيا رغاونې، تجارت، سياست، حکومتولۍ، بيان آزادي، د ښځو حقونو او رسنيو د فعاليت برخه کې ترلاسه کړي؛ وساتي. دوی بايد نور ځانونه د نورو هيوادونو او استخباراتو له کړيو راخلاص کړي. نور بايد خپل افغان په غيږ کې ونيسي او دښمن ته له ولس سره په ګډه ځواب ورکړي چې نور نو د دوی په خبرو نه دوکه کيږي.

ولسونه هم بايد د طالبانو لخوا تېر ترسره شوي کارونه معاف او طالبان وبخښي. مدني بنسټونه او د بشر حقونو کميسيون هم بايد له طالب سره له سولې وروسته د هغه جنګي ډلو پر وړاندې قضيې راونه سپړي چې په تېر کې يې د جهالت او مجبوريت پر مهال له دې ولس سره ترسره کړي دي. ولس دې دوی وبخښي او دوی (طالبان) دې هم ځانونه ثابت کړي چې نور يې د پرديو د غلامۍ ځنځير له غاړې ويستلی دی.

افغانستان بايد له ټولې نړۍ سره د يو آزاد او قوي دولت په توګه خپلې اقتصادي، سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې ولري. هیڅ هيواد ته بايد د افغانستان په کورني سياست کې له حده ډير او کم ځای ورنکړل شي. یعنې له هيوادونو سره دې د افغانستان د ولسونو او ملي ګټو پر اساس دولت په دولت اړيکې جوړې شي څو نورو هيوادونو ته دلته د نيابتي جګړې لپاره بهانه پاتې نه شي.

د يو سرتاسري او با وقاره سولې په هيله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply