سبزي او پر مغز یې اغېز!/ حمیدالله حمیدي

0 590

که غواړی چې سالم مغز ولری، نو مېوې او سبزۍ وخورئ. یا په بل عبارت، څومره چې په زیاته کچه مېوې او سبزۍ خوری، په هماغه کچه به مو مغز هم سالم او تازه وي. په څېړنو کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورّځ مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري. څېړونکو په لندن کې پر ۱۴۰۰۰ کسانو چې ۴۴ سلنه یې نارینه او ۵۶ سلنه یې ښځې وې، د ۱۶ کلونو په موده کې څېړنه کړې ده، چې پایلې یې د BMJ Open مجلې خپرې کړې دي. دې څېړنې ثابته کړې چې په لندن کې ۸۴ سلنه خلک سبزي او مېوه کاروي.

څېړنې دغه راز په ګوته کړې چې د المان ۶۶ سلنه خلک له ښې روغتیا برخمن دي او عمده لامل یې هم د مېوې او سبزۍ ډېر خوراک دی. څېړنو ښودلې، هغه کسان چې له مېوې او سبزۍ څخه په کافي اندازه ګټه نه اخلي، د مغز فعاليتونه يې هم ډېر ښه نه دي او پر الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. په ټوله کې سبزي او سابه د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي. دغه راز هغه کسان چې غواړي مناسب اندام ولري، نو سابه یې تر ټولو ښه نسخه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply