مشورتي لویه جرګه، د غني نوې ډرامه

خوشحال آصفي

0 859

یو ځل بیا نوې ډرامه، نندارې ته وړاندې کېږي او دا ځل د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په نوم د عامه اذهانو د اغفال غولوونکی حرکت، چې د دې ترڅنګ بله موخه یې له بهره د څو راغلیو ټامیانو د جېبونو له ډکولو بل څه نشي کېدای.

ډېره عجیبه ده، چې د ۴۶۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په پار، چې ځینې رپوټونه یې له ۴۰۰ مطلوبو بندیانو پرته، شمېر۵۱۰۰ تنه ښيي، ولې له خلکو سره سلا مشوره ونشوه؟

آیا هغوی هم ستاسو د سرې کرښې یوه برخه نه جوړوله؟

ټول پوهېږو، چې جرم، جرم دی زیات او کم یا ښه او بد نلري.

تاسې وایاست، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نلرئ او دا پرېکړه باید “مشورتي لویه جرګه” وکړي.

دا ډېره خندوونکي نده، چې مشورتي جرګه دې د پرېکړې صلاحیت ولري؟

ټول پوهېږو، چې په هېواد کې درې قوې لرو او یوه یې قضاییه قوه ده؛ آیا تاسو په خپل دې کار سره د خپلې وعدې خلاف، د عدلي او قضايي بنسټونو په کار کې لاسوهنه نه کوئ؟

که هره پرېکړه پر مشورتي لویې جرګې کوئ، نو بیا د “سترې محکمې” او “لویې څارنوالۍ” شتون ته څه اړتیا ده؟

 په دې کې هېڅ شک نشته، چې ولس په رښتیا هم سوله غواړي، خو د خلکو استازیتوب همداسې کېږي؟

آیا په پلمو، بې ځایه او تش په نوم لویو جرګو کولای شو د خلکو دې رښتینې هیلې ته مثبت ځواب ووایو او معقوله لاره ورته پیدا کړو؟

دا او دېته ورته نورې مهمې پوښتنې هم مطرح کېږي، چې:

تاسو ولې د ډېرو نورو مهمو مسئلو پر سر ولې لویه جرګه را و نه عوښته؟

 ټول شاهدان یو، چې د خلکو پر رایو معامله وشوه، واک مو یو ځل بیا وویشلو؛ ولې مو هفه وخت د خلکو نظر وا نه ورېد او لویه جرګه مو را و نه بلله؟

بل مهمه مسئله د “حق العبد” موضوع ده، آیا “مشورتي لویه جرګه” کولای شي د خلکو د حق استازیتوب وکړي او ویې بخښي؟

ولې باید هسې وخت تېر کړو او د ۴۰۰ پاتې بندیانو لپاره پلمې او لوې جرګې جوړې او لور په لوټه تېره کړو؟

 هېڅ د شک ځای نه پاتې کېږي، چې تاسې غواړئ په دا ډول غولوونکیو حرکتونو او د پیسو او یوې مړۍ غوړې ډوډۍ ورکولو پر مټ، د ټولو طالب بندیانو د خوشې کېدو مسوولیت د ولس تش په نامه استازو په غاړه واچوئ او بیا وروسته که د دوی خوشې کېدل د بلې جګړې لامل شي، پلمه مو جوړه وي او ووایئ، چې ما خو دا کار نه کاوه، خو لویې جرګې وکړ، په داسې حال کې، چې عام ولس اصلاً نپوهېږي، چې د دوی پر سر څه معاملې روانې دي؟

وروستۍ مسئله دا، چې:

په یاد ولرئ، که لویه جرګه دایره شي که نه، پاتې طالب بندیان به نن یا سبا خوشې کېږي او هېڅ سره کرښه به یې مخه و نه نیسي، ځکه دا مسئله د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه برخه ده، چې باید بشپړه شي او همداسې به کېږي.پخوا هم تاسو ولیدل، چې څنګه سرې کرښې په نارنجي او نورو رنګونو واوښتې.

ټولو چلونو او غولوونکیو کړنو ته مو په کتو ویلای شم، چې په اوسنیو شرایطو کې هر ډول لویه جرګه، یوازې د پلمو لټولو او ستونزو جوړولو په مانا دي او بس.

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply