د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې ښې شوي

0 777

محمد روښان ښاد

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه که د سیمې هېوادونو او همدارنګه عراق، سوریې، لیبیا یمن او نورو هېوادونو سره پرتله شي او دغه پرتلنه او قضاوت بې طرفانه وي، نو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي محاربوي وړتیا، مقاومت او استقامت او وطنپالنه به په اساسي توګه درک کړئ، ځکه دوی له یوې خوا توانېدلي چې د ۱۳۰ زره بین المللي وسله والو ځواکونو له وتلو وروسته د مبصرینو د سقوط وړاندوینه ناسمه ثابته کړي او  د دښمنانو د شوم پلان او ارادې مخنیوی وکړي او له بلې خوا په عالي مورال د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او اتلولیو پر افغانستان او خپل راتلونکي د هېوادوالو باور زیات کړی او نړیوال چې له افغانستان څخه د وتلو او تېښتې په حال کې وو، هغوی یې یو ځل بیا د افغانستان په اړه فکر کولو ته اړ کړل او دېته یې وهڅول چې له افغانستان سره خپلې منځمهاله ژمنې تازه کړي، ځکه هغوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې درک کړې.

د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان د ځانګړې پاملرنې له برکته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات غښتلي شوي،  د عمل او جنګ ابتکار یې په لاس کې اخیستی، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي. په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې یو تحرک ایجاد شوی او د دغو ټولو ښېګڼو له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا، مبارزې او سرښندنو د هېوادوالو تر څنګ د نړیوالو پام هم ور اړولی.

د ۱۳۹۵ کال په وروستیو کې لومړی د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او ورپسې نورو هېوادونو په وارسا کنفرانس کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې خپلې منځمهاله ژمنې تازه کړې او له همدې امله د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۱۳۹۵ل کال کې د دښمنانو ټول بریدونه په منظمه توګه په شا وتمبول.. همدارنګه له ولسمشر غني سره په وروستۍ کتنه کې په نیویارک ښار کې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او مبارزه وستایله.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو کلونو کې نه یوازې جنګ ښه مدیریت کړ، بلکې د دې ترڅنګ یې خپلې وړتیاوې هم وروزلې. یانې هغه کار چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه کاله یا کال وړاندې په میاشت یا دوه میاشتو کې کولای شو، سږکال همغه ځای او پېښو ته څو ساعتونو کې رسیدګي کولی شي.

د وسله وال پوځ د سراعلی قوماندان د ځانګړې پاملرنې او هلو ځلو له امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې ښې شوي. په وسلو سنبال شوي. د دوی خوړو او درملو ته پاملرنه ډېره شوې. د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته فوق العاده پاملرنه شوې. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شته فساد کم شوی. د دوی تر منځ همغږي او همکاري زیاته شوې. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبري کې بدلون او ښه والی راغلی، په ښه روحیه او عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply