امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو بهیر

0 573

محمد روښان ښاد-

 

په روان کال کې زموږ دفاعي ـ امنیتي ادارې په دې وتوانېدې چې هم  د افغانستان له دښمنانو سره په مېړانه جنګ او مبارزه وکړي او هم  په خپلو اړوندو ادارو کې اصلاحات راولي. په نړۍ کې داسې مثالونه ډېر کم دي چې په یو وخت کې دې د جنګ په حالت کې په اړوندو ادارو کې عمیق اصلاحات راشي، خو زموږ اړوندې ادارې د ځوانې رهبرۍ له برکته په دې وتوانېدې چې حتی د جنرالانو په سویه کسان هم چې په فساد کې یې لاس و، عدلي، قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

۱۳۹۷ کال هم د تمویل او تجهیز او هم د تحرک او د جنګ په جبهه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د بریاوو او پرمختګونو کال وو. که تېر کال دا وخت له اوس سره مقایسه شي، نو په اطمینان سره ویلای شو چې د افغانستان دفاعي ـ امنیتي قوتونه په ډېر بهتره حالت کې دي، ځکه موږ او تاسو وینو چې په ننګرهار کې یې د ولسونو په ملاتړ د داعش ملا ور ماته کړه، سیمې یې ورنه تصفیه او بېرته ونیولې.

 تېر کال دا وخت د دښمن فشار زیات و او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېدل، خو اوس خبره برعکس ده، ځکه چې د افغانستان دښمنان، ترهګرې ډلې، ګروپونه او د هغوی ملاتړي تر سخت فشار لاندې دي او دا مثبت تغییر به تر هغو ادامه  ولري چې طالبان سولې ته غاړه کېږدي او د هغوی ملاتړي د تروریستانو له روزنې، پالنې او ملاتړ څخه لاس واخلي.

افغانستان په روان کال کې په امنیتي ادارو کې ډېر مهم ساختاري اصلاحات هم لرل، ځکه ځینې جنرالان په باعزته توګه تقاعد ته سوق شول، ځینو ترفیعات وکړل، ځینې نوي او ژمن کسان استخدام شول.

د جنګ د لا ښه مدیریت او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په موخه واحده قومنده او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شوه. ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ په ښه ډول تطبیق شوه او دغه بهیر به په کورنیو چارو وزارت کې هم ډېره ژر مثبت نتیجه ورکړي.  په دې ډول به داخله وزارت او پولیس په خپل اصلي کار چې د قانون حاکمیت دی، متمرکز شي.

لنډه دا چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې له مسلکي پلوه غښتلي او په نویو وسلو سنبالېږي. پیاوړي امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع، د دښمنانو د ځپلو، د قانون د حاکمیت او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي. سږکال د هیواد په بېلابېلو برخو کې د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو پر ضد جدي مبارزې ښې پایلې لرلې او ولس یې هم پراخ هرکلی وکړ، ځکه دوی غواړي چې د قوې مشروع انحصار دې یوازې او یوازې تر امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې محدود وي.

زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا د خلکو پام ور اړولی او پر هغوی د خلکو باور زیات شوی دی، څومره چې د خلکو باور او ملاتړ زیاتېږي، نو همغومره امنیتي او دفاعي ځواکونه لا پیاوړي او غښتلي کېږي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply