جرګې سولې ته د ولسمشر ژمنتیا ثابته کړه

0 561

محمد روښان ښاد _

په دې کې شک نشته چې ولسمشر غني له لومړۍ ورځې سولې ته نه یوازې ژمن دی، بلکې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې بېدرغه عملي هڅې کړي او د ده د دغو ارزښتناکو کوښښونو له برکته سوله اوسني پړاو ته را رسېدلې او تر بل هر وخت د افغان سولې د تامین لپاره فرصتونه او زمینې برابرې شوې دي.

ولسمشر غني د سیاسیونو په ګډون د بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي ناستو ترڅنګ دا ځل د سولې په برخه کې یو بل مهم ګام هم واخیست. دغه مهم ګام د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول و. په لومړیو کې په ملي او بین المللي کچه د دغې جرګې د جوړولو پراخ هرکلی وشو، خو کرار کرار یې د ولسمشر کرزي په شمول ځینو سیاسیونو نرم مخالفت پیل کړ.

دلیل یې دا وو چې دوی په لومړیو کې هیڅ باور نه درلود چې دغه جرګه دې په دغو حساسو شرایطو کې جوړه شي او یا دې ولسمشر غني د هغې په جوړېدو وتوانېږي، مګر کله چې دوی پوه شول چې جرګه حتمي جوړېدونکې ده، نو بیا یې خپل مخالفت په ډاګه کړ. دوی غوښتل چې له جرګې سره په پرېکړون هم جرګه کم رنګه وښیي او هم د خلکو اذهان مغشوش کړي، د همدې لپاره یې اوازې خپرې کړېو اعلامیې یې ورکړې او وې ویل، چې دا جرګه نه یوازې ګټوره نه ده، بلکې د وخت او پیسو بې وخته ضیاع ده.

ولس د دوی خبرو او څرګندونو ته ځکه ارزښت ورنه کړ چې ولس اوس هوښیار شوی دی او دوی دې نتیجې ته رسېدلي د افغانستان سیاسیون عموماً د هغوی مسایلو مخالفت کوي چې د ولس او وطن په خیر وي او د دوی شخصي ګټې له لاسه وتونکې وي، خو کله چې کیسه برعکس وي، یانې ولس په سختۍ کې وي او د دوی شخصي ګټې تامین وي، نو دوی بیا سخت خوشاله وي. کله چې ولس له جرګې سره د سیاسیونو مخالفت ولیده، نو دوی پوه شول چې دا جرګه حتماً د افغان ولس او وطن په ګټه ده او له همدې امله یې هم د جرګې پراخ ملاتړ وکړ او هم یې خپل منتخب استازي د سولې مشورتي لویې جرګې ته را واستول.

د سولې مشورتي لویې جرګې بریالي ترسره کېدو د سولې په برخه کې د ولسمشر غني ژمنتیا ولس ته لا نوره هم په ډاګه کړه او له همدې امله ټول ولس د ولسمشر غني د دغه دریځ، کوښښونو او هلو ځلو قدرداني وکړه او ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چې د سولې په هره هڅه او اقدام کې افغان ملت په غوڅ اکثریت د خپل ولسمشر او نظام ترڅنګ ولاړ دی او ټینګ ملاتړ یې کوي.

بل لورته د سولې مشورتي لویې جرګې بریالي ترسره کېدو د ولس پر وړاندې افغان سیاسیون خصوصاً هغوی چې له یادې جرګې سره یې خپل پرېکون او مخالفت په ډاګه کړی و، سخته پیکه شول او لا هم د ملامتۍ او خجالتۍ احساس کوي. ولس د دوی په شومو نیتونو لا ډېر پوه شول.    

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply