جمعیت ګوند او زما کرکه/ صالح خان مومند

0 1,101

 په افغانستان کې د جمعیت ګوند تر څنګ یو شمېر نورو ګوندونو هم ښه او د ستایلو کارونه نه دي کړي؛ خو د جمعیت ګوند او غړو یې د پښتون قام او پښتو ژبې ستر دښمنان پاتې شوي.

دوی اوس هم په ډېرې بې شرمۍ سره خپلې شومې او ناوړه سمتي او ژبنیزې موخې د پښتون قام پر وړاندې پر مخ بیایي. کله چې مونږ د لوی افغانستان د ژمنيۍ پلازمینې (پېښور ) څخه بلخ ولایت ته راغلو زما دري ژبه هیڅ نه وه زده هغه مهال په ښوونځي کې زما په څیر یو شمیر ځوانان نور هم وه چې په دري ژبه نه پوهېدل او د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وه کوښښ مو ډېر کاوه، چې دري ژبه زده کړو .

 په ټولګي کې مو ۹۰ سلنه زده کوونکي پښتانه وه؛ خو بیا هم تدریس په دري ژبه و، د دغو ستونزو لامل او مسوول همدا جمعیت پلوه پښتانه دي .

په دغه وخت کې مې شوق ډېر زیات درلود چې زه باید په یوه رسنۍ کې هم کار وکړم؛ خو د بده مرغه چې دلته بلخ کې ټولې رسنۍ د یاد ګوند تر ولکې او تاثیر لاندې وې که د پښتنو رسنۍ وې او که د نورو قومونو دوی د جمعیت منفور ګوند په چوپړ کې وې؛ خو د ډېرو هلو ځلو وروسته بریالی شوم چې په یوه سیمیزه راډیو کې یوه ادبې خپرونه وچلوم د یو کال ورسته د خپلې وړتیا په اساس په همدغه راډیو کې راته رسمي دنده راکړل شوه .

په لومړیو وختونو کې مې د تعصب په نوم کوم څه نه پېژندل؛ خو له ما سره به دغو د یاد ګوند خلکو نا سم چلند کاوه د وخت په تېرېدو پوه شوم، چې نور هیڅ هم نشته یوازې د پښتو او پښتنو خبره ده بیا پوه شوم چې تعصب همدغې ته وایې، چې دوی یې له پښتو ژبې او پښتنو سره کوي .

دا چې زه مجبوره وم او اقتصادي حالات مې ښه نه و، ډېر څوک مې په مزار ښار کې نه پېژندل د دې هر څه سر بیره د یو لوي قام او ژبې خبره وه نو دا ستونزې او د دوی کرکه او بې ځایه خبرې به مې زغملې.

غوښتل مې چې د دې خلکو په هدف پوه شم کله به چې کوم پښتون دفتر ته راغی؛ نو ما به ورسره په پښتو خبرې کولې؛ دوی به بیا راباندې ملنډې وهلې او ویل به یې  مسلماني ګپ بزن ) هدف به یې دا و چې ته ولې په دري ژبه خبرې نه کوې؟ د وخت په تېرېدو ما هم د خپلو تجربو څخه کار واخیست او یو شمېر فکري ځوانان مې هلته ځای پر ځای کړل تر څو زما مټې قوي شي. بیا به هم د ګڼو ستونزو سره مخ وم نه یوازي خپل غربت ، مجبوریت بلکي خپلې ژبې او قام پالنې احساس دې ته اړ کړم چې باید ستونزې وګالم او پر وړاندې یې مبارزه وکړم.

یوه ورځ مې سهار د قرآن کریم تلاوت وروسته یو پښتو نعت شریف نشر کړو چې هماغه شېبه د رئیس له خوا راته زنګ ووهل شو چې څه کوې زما له راډیو څخه دې د طالبانو راډیو جوړه کړې ده . خو د ۳ کاله ستونزو او کړاونو وروسته یوه شپه زه او یو بل همکار مې هم راسره و په ژوندۍ بڼه مو خپرونه چلوله چې رئیس راته زنګ ووهلو او وې ویل: څه کوې دا په پښتو ولې خبرې کوي؟ دا خو څه شمشاد او ژوندون نه دی. د همدې خبرو په اورېدو سره مې خپرونه هم په نیمایی کې پای ته ورسوله او سهار مې خپله استعفاء وړاندې کړه . بیا مې یو بل ځای کې د کار لپاره خپله سي وي ورکړه له څو ورځو وروسته یې مرکز(کابل )ته د ازموینې لپاره وغوښتلم زما په شمول ۶ ځوانان نور هم و ه. په دغو ۶ کسانو کې زه بریالی شوم  .

زه یې مزار شریف ته راواستولم دلته په مزار شریف کې په نن او سبا دا اسناد او هغه اسنادو په پلمه یې راباندې پوره دوه میاشتې تېرې کړې تر څو چې زه خپله ستړی شوم او له دغې دندې لاس په سر شوم نوره هیڅ خبره هم نه وه خو زما ګناه دا وه چې پښتون وم او د جمعیت پلوه خلکو څخه نه وم؛ نو کله چې کوم څوک د جمعیت د ګوند څخه نه وي  بیا خو د دوی لپاره کافر وي .

دغو ستونزو ، کړاوونو او د دوی دغه نفرت او تعصب د پښتنو او پښتو ژبې پر وړاندې راته یوه ګټه ورسوله چې زه یې د خپلو خلکو او ژبې په ارزښت پوه کړم او په ټوله کې یې راڅخه یو مبارز ځوان جوړ کړ او زما اراده یې نوره هم قوي کړه  د دوی پر وړاندې مې ورځ تر بلې نفرت او کرکه زیاته شوه . که څه هم په یاد ګوند کې پښتانه هم شتون لري خو د بده مرغه چې جمعیتي پښتانه دلته یوازې خپلې څوکۍ او ځان ساتي نه د ژبې ورسره غم شته او نه هم د قام، دوی یوازې دا خبره اورېدلې چې مونږ تعصب نه کوو؛ خو د دوی ټوله ورځ همدا کار دی تر څو پښتانه څنګه او په کوم ډول وځپې؟ دلته مېشت پښتانه چې کمزوري شوي اصلي لامل یې هم دا جمعیتي پښتانه دي خپله خو په خیاطۍ عادت شوي بیا هم کوښښ کوي تر څو نور پښتانه هم د دغو خلکو غلامان کړي . جمعیت په افغانستان کې له اقلیتو څخه جوړ شوی ګوند دی د دې ګوند موخه او مرام اقلیتونو ته د اکثریتو رول ورکول دي دوی تل ژبنیزو، سمتي او قومي مسلو ته لمن وهلې هغه پښتانه چې په یاد ګوند کې غړیتوب لري دوی غولېدلي یا یې هم پښتني احساس مړ شوی. دې خلکو ته مادیات مهم دي نه د خپل پښتون قام بې وسي، یا د خپلې مورنۍ ژبې ارزښت.

د پښتون قام د بېدارۍ په هیله!

2019/3/5

مزار شریف

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply