د بلخ په ادارو کې پښتانه یوازي خپلې څوکۍ ساتې/ صالح خان مومند

0 754

دا څه نوې خبره نه ده د تیرو ۱۷ کلونو راهستې په بلخ ولایت کې په هره اداره کې د پښتنو سره د مور او میرې چلند کیږي . کله چې د یو پښتون په یوه اداره کې کار بند وي د هغه کار به په ورځو ورځو ځنډیږي په نن او سبا په پرې ورځي تیریږي ترڅو چې یوه واسطه یا هم پیسي ور نه کړي نو امکان نه لري چې کار یې وشي. د بلخ په ادارو کې ۹۰ سلنه کار کوونکي د نورو قومونو څخه دي او هغه ۱۰ سلنه کسانو چې پښتانه دي هغه هم ډیري د حزبي اړیکو له مخې راغلي او کار کوي . ډیر ځلي له ما سره په دغو ادارو کې د مور او میرې چلند شوي داسي حالات سره هم مخ شوي یم چې کله مې په یوه اداره کې یو پښتون کار کوونکی لیدلي لږ غوندي مې زړه ښه شوي چې ځه دغه کس خو زمونږ خپل پښتون دی کار خو به مې لږ ژر خلاص کړي خو له بده مرغه چې هغه ته مو مخه کړي هغه غوړه مال اند دا چې په پښتو ژبه راسره خبرې نه کوي. وجه یې دا ده چې هغه ډاریږي چې که زه په پښتو خبرې وکړم داسي نه وي چې خپله دنده د لاسه ورکړم او یوازي خپله چوکۍ ساتي خو داسي فکر نه کوي چې دا وطن زمونږ د پلار او نیکه څخه راته راپاتې او وزیر محمد خان بابا  مونږ له دي لپاره شمال ته نه یو راوستي چې د خلکو غلامي او غوړه مالي وکړو . دا زمونږ حق دی چې په دغه ادارو کې کار وکړو او په بدل کې یې معاش واخلو دا مونږ ته څوک خیرات نه راکوي دا مې د بابا وطن او خاوره ده هیڅ څوک دي پر مونږ احسان نه کوي

کله چې دغه ډول پښتنو سره په کلي او کور کې مخ شی نو بیا به درته دومره غټې غټې خبرې کوي ته به فکر کوي چې له ده بل ښه او بااحساسه انسان نه شته درته وایې به زه په پلانکي ځای کې کار کوم هر وخت چې دي کار بند شوه غږ راباندي وکړه په پنځو دقیقو کې به یې درته خلاص کړم خو چې کله هلته ورشي نو بیا به درڅخه پټیږي او که پټ هم نه شي نو درته وایې به ( بګو چه است ) ورقه به درته په میز ټیله کړي . کله چې ورته ته ووایې چې هغه بل کس ته وغلی وم راته یې ویل ستا کار کې خو داسي ستونزه ده نو بیا به درته مخ درواړوي او په بی شرمې به درته وایې  هو والله هغه خو درته سمه خبره کړي ستا کار خو نن نه کیږي داسي دي او هغه سي دي سړی به ورته حیران پاتي شي چې دي سړي خو هغه بله ورځ په کلي ،کور کې څه ویل او اوس څه وایې . دلته په بلخ کې داسي کسان هم شته چې په یوه اداره کې به کار کوي . او هغه ټوله اداره به د پردیو ګوډاګیان او پردی فرهنګ به پلي کول کوښښ کوي خو بیا به دغه ډول کسان ورسره سم د هغو په لاره روان وي ( د روغتون ، ستره محمکې، ولسوالۍ، پوهنتون ) پر ځای به ( بیمارستان، دانشګاه ، دادستان او شهرستان) به درته وایي. او داسي نور …

کله چې ورته ته ووایې چې ته ولي داسي کوي له هغو خو ګیله نه شته هغوي خو افغانیت او افغانستان هم نه مني نو دی به په دومره بی شرمانه خوله به ویته ویته کوي وایې به زه تعصب نه کوم او نه له چا سره تعصب لرم که تر سهاره ورسره بحث وکړي نو دي به قانع نه کړي هغه ځکه چې دی د چوکۍ او پیسو تږی او وږی دی .

دا منم چې دلته مونږ په بیلابیلو نومونو وژل شوي او رټل شوي یو خو نه باید نور هم هر څه د لاسه ورکړو نور باید راویښ شوه او د خپل حق غوښتنه وکړو حق ورکول کیږي نه بلکی اخیستل کیږي .

دا حق باید مونږ تر لاسته کړو چې په هر قیمت کیږي په چپه خوله هیڅ هم نه کیږي که نور مو هیڅ په وسه نه وي غږ خو باید اوچت کړو تر څو مرکزي حکومت زمونږ غږ  واوري ځکه چې د مرکز څخه زمونږ په نوم هر څه اخیستل کیږي دا چې مونږ سره دلته خیانت کیږي دا زمونږ بی همتی او بی پروایې  ده .

نور نو باید د مشرانو په تمه پاتې نه شوه هر وګړی هر ځوان باید راویښ شي او د خپل حق غوښتنه وکړي . او که د تیرو ۱۷ کلونو په څیر همداسي ویده پاتې شوه نو په دي هم باید پوه شوه چې نور نو مونږ د دي خاورې بچیان نه یو او نه هم پرې حق لرو تل به د نور د تاثیر لاندې او په راتلوونکي کې به زمونږ هر ځوان په ادارو کې یوازي صفا کار او ګارد وي .

د پښتون ولس د ويښتیا په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply