د بینظیر بوتو څرګندونۍ د دې په یوه مرکه کې

سیدعبیدالله نادر

1,150

د بینظیر بوتو د پاکستان پخوانۍ صدراعظمی څرګندونۍ د ده په یوه مرکه کې

( دا موضوع د ۱۹۸۹ کلنو خبره ده، چې اسامه بن لادن زمونږ یو فوجی جنرال ته چې نوم یې نه اخلم لس ملیونه ډالره رالیږلي وي او ورکړې یې وي، او هغه فوجی او استخباراتی جنرل اسامه بن لادن یې ،نواز شریف ته معرفی کړی وو ، او نواز شریف ته یې وییلي وو: چې اسامه مونږ سره ډیره مرسته کوی ،د جهاد د ختم څخه اسامه بن لادن دوباره عربستان سعودی ته ولاړ ، او وروسته هماغه نظامی جنرل چې د اسامه څخه یې پیسي اخیستی وي، د اسامه څخه یې غوښتنه وکړه ، چې بیا دي د جهاد د پاره راشي ،اسامه ورته وییلي وو: (چې اوس خو جهاد ختم شو نو د څه د پاره راشي) نو پاکستانی فوجی جنرل ورته وییلي وو ، چې جهاد خو اوس جاري دي، ځکه یوه مسلمانه ښخه په پاکستان کې وزیر اعظمه ده ، او مسلمانه ښځه حکومت کوي، ( یعنی د بینظیری) حکومت وو ،وختی چې یوه مسلمانه ښځه حکومت وکړي، نو جهاد ته ضرورت دی، او د ښځي د حکومت د چپه کولو او له مینځه وړلو له پاره زیاتي پیسو ته ضرورت دی ، او هماغه نظامی جنرل په کال ۱۹۹۰ا ۱۹۹۳کې چې اسامه بن لادی یې راغوښتی وو ،چې زه نه غواړم د هغه جنرال نوم افشا کړم ، او اسامه بن لادن ته یې دا هم وییلي وو ، چې د عربستان پادشاه ته دي ووایي ، چې د عربستان سعودی د حراست او نګهبانی د پاره دي ،د آمریکا څخه قوا ونه غواړي، د عربستان د دفاع له پاره دي د افغانی جنګیالیو څخه کار واخلي ، په کال ۱۹۹۰ کې وختی چې پر کویت حمله وشوه ، په دې وخت کې د اسامه بن لادن اړیکي د عربستان د پادشاه سره ترنګلي وي ، یانی سره خفه ول ، او اسامه بن لادن عربستان سعودی ته نشو تلای ، هماغه وو چې دا پلان وشو ، چې مونږ نور برخلاف د آمریکا کار کوو ، او وروسته د هغي نه پاکستان ته هم ډیر خطرات متوجه شول ، کله چې پاکستان د ترهګر پال ملکونو په ردیف کې حساب شو.

( په دې مختصری تبصری کې یو خو دا ښکاري چې پاکستانی جنرالان څومره مادي پرسته خلک دي ، چې د جهاد په نوم په چل او دوکې د اسامه بن لادن څخه پیسي شکوي ،بل د جهاد حیثیت ته هم ضربه وهي یعنی دوی په جهاد باندی ریشخند هم وهی ،چې دوی ته جهاد نه وو ،صرف د مادیاتو او پیسو د پیدا کولو بازار ګرم وو) ،د پاکستان پخوانی ولسمشرپرویزمشرف په خپل کتاب د اور په لیکه کې لیکلي :

(د پاکستان د بقا او نجات له پاره مو د افغانانو پر وینه تویونه دریغ نه کاوه، او په افغانانو کې مو د ورور وژنې افکار ځکه روزل، چې پاکستان با ثباته پاتي شي، که څه هم د افغانانو په زړه کې د جنتونو ارمانونه او وسوسې وي ،خو مونږ ته د خپل هیواد پاکستان بقا مهمه وه )، په  فارسی کې متل دی چې وایي (اګر درخانه کس است یک حرف بس است) په دې مختصر کې د طالبانو د پاره ډیر لوی پیام شته ،خصوصأ هغوي ته چې لږ استقلال لري ، او په تیره فکری استقلال  ،ځکه د ډیرو فکرونه زنداني دي ،چې په دې کې  ډیر یو لوي ریشخند وهل هم د دوی په ږیره باندی دي، که دوی پرې پوه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.