حکومت د تعلیق خوا ته روان ښکاري

0 501

د افغانستان د اساسي قانون پر اساس باید نن د ولسي جرګې پرانیسته شوې وای، خو ظاهراً داسې برېښي چې د یو شمېر ولایتونو د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د نه اعلان له کبله د ولسي جرګې د نوې دورې پرانیسته ځنډېدلې، خو د پردې تر شا داسې ښکاري چې لوبه بلې خواته روانه ده او د سولې خبرو ته هر څه برابرېدونکي برېښي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشري د ټاکنو لپاره د رایي ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شي، خو له دغه تاریخه شپږ ورځې تېرې شوې او هیڅوک هم پرې غوږ نه ګروي. همدارنګه د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو لپاره هم د نوم لیکنې بهیر ځنډېدلی او پر دې مسالې هم د ټولو شونډو ته قلفونه اچول شوې دي.
د ښاروالیو ټاکنې هسې هم له خلکو هېرې دي او داسې نه برېښي چې په راتلونکو میاشتو کې دې ورته پام وشي. سره له دې چې دغه ټاکنې باید لا کلونه مخکې ترسره شوې او یا پلان شوې وای، خو داسې برېښي چې د ښاروالیو د ټاکنو لپاره لا هم د حکومت له خوا څه نه دې روښانه شوي.
د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د تیاریو مهالوېش هم ګډ وډ شوی ښکاري او ټاکل شوې وه چې ۶ ورځې وړاندې په دغه ولایت کې هم د ولسي جرګې د ځنډېدلو ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوې وای، خو تر اوسه کیسه خرابه برېښي.
د دغو ټولو کیسو د ځنډ لامل ظاهراً د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو بدلېدل او په کمېسیون کې د مشرتابه را منځ ته شوې خلا بلل کېږي چې تازه بېرته ډکه شوه. سره له دې چې نویو کمېشنرانو ته ننګونکی ماموریت ورله غاړې دی، خو ښکاري چې یو لړ نور مسایل هم د دغو ځنډېدلو کارونو تر شا موجود دي. د بېلګې په توګه د ولسمشري، غزني، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو لپاره د رایي ورکونکو د نوم لیکنې بهیر څو میاشتې وړاندې پلان شوی وو او کار یې د کمېشنرانو پر ځای د کمېسیون په عملیاتي برخې او دارالانشا پورې اړه لري. په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون نه دی توانېدلی دغه عملیاتي چاره پر خپل وخت پیل کړي چې له کبله یې د ټاکنو په بهیر کې ګڼې برخې له ننګونو سره مخامخ کوي.
دا په تېره یوه نیمه لسیزه کې لومړی ځل دی چې افغانستان د پارلمان ټاکنو له درې کلن ځنډ وروسته د شویو ټاکنو پایلې د څلورو میاشتو په تېرېدو سره هم نه‌شې اعلانولای او له کبله یې د نوې ملي شورا د کار پیل له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی. په تېرو دریو کلونو کې ولسي جرګې د ولسمشر د فرمان پر اساس تر خپلې کارې دورې درې کاله ډېر کار وکړ چې د ډېرو قانون پوهانو په وینا دغه موده کې شوی کار مشروعیت نه لري، خو د شورا غړي وايي چې د حکومت له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو د نه ترسره کېدو له کبله جرګې په نیم ژواندي ډول خپل کار ته دوام ورکړی او د دوی په باور څه ستونزه پکې نشته.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنې په مېزان کې شوې او کیدای شي له یو شمېر خلکو به هېر وي چې چاته یې رایه ورکړې، خو ولسمشر محمد اشرف غني د نویو کمېشنرانو د لوړې د مراسمو په ترڅ کې سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره د ولسي جرګې د ټاکنو ټغر ور ټول کړي. اوس مالومه نه ده چې دغه چاره به کله ترسره او او یا له راتلونکي لمریز کال وړاندې به شورا پرانیستل شي که نه، خو داسې ښکاري چې د مشرانو جرګې د غړو رخصتي هم غزېدلې چې درېیمه برخه غړي یې له تېرو دریو کلونو راهیسې نا مالوم دي.
په بله مانا د ولایتي او ولسوالیو شورا ګانو له ټاکنو وروسته به د مشرانو جرګې درې پر دوه برخې هم نوي کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي شورا له رخصتیو پرته ورځو کې هم په نا مالوم وضعيت کې شپې سبا کوي.
د دې ټولو پرمختیاوو په رڼا کې د افغانستان د سولې لپاره د لویي مشورتي جرګې د ځنډېدو خبر هم ورکړل شو چې لامل یې تخنیکي مسالې بلل کېږي. دغه جرګه د حکومت او سیاسي ډلو له خوا د سولې په موخه د رادبره کېدونکي وضعيت په تړاو د مشورې لپاره را بلل کېږي.
اوس د دولت دننه روان وضعيت ته په کتو برېښې چې د ټاکنو پر کمېسیون سربېره په خپله ولسمشر غني او ټول حکومتي ملګري یې په یو لړ مهمو برخو کې له پېچلو ننګونو سره مخامخ دي او ډېر کسان داسې فکر کوي چې ممکن دا ټول ځنډېدلي کارونه د یوې لویي او ځینو ته د پټې سیاسي لوبې برخه ښکاري چې ممکن د سولې لپاره د زمینې د برابرېدو یو ډول وي، خو دټاکنو په اړه د ولسمشر غني هوډ ته په کتو سره ویل کېږي چې د سولې د منډو ترړو په خوا کې د ټاکنو ترسره کېدو ته لیواله دی او له نویو ټاکنیزو چارواکيو یې غوښتنه دا وه چې په راتلونکو څه باندې څلورو میاشتو کې هر څه سمبال کړي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply