سيک دین کې د ښځو مقام/ همایون دوست

0 875

سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه

سيک دین کې د ښځو مقام

مسیحیان ښځې نیمګړې، … انګیروی، ان له ژوند څخه پس په هغې دنیا کې د ژوند برخه‌لیک په لړو پوښي، د دوی په توپیر سیکان یې د عقلي او ذهني پلوه د ناریناو سره همکچه ګڼی او د ژوند په ټولو مادی او معنوی برخو کې کټ مټ لکه د ناریناو په شان د مساوی حقوقو نه برخمنې کړی دي.
-«نانک بابا» به پرته له امتیازه په ټوله کې، انساني کرامت اصل ته په درنده سترګه کتل او د بشری ټولنې انډوال خوندی ساتلو له پاره یی ښځې او نارینه یو د بل اړ او اړین (لازم او ملزم) په توګه تاهل ته ژمنول؛ هغه ټولنه کې زاهد او راهب ته ځای نه پیرزو کیده، په وینا یی د پیغلې او ځلمي تر منځ واده انساني ژوند ژغورنی سپیڅلې رسالت تر سره کول ؤ. هغه د ښځې او میړه يو د بل په وړاندی د اړیکو څرنګوالی په اړوند اخلاقي پولی وټاکلی او په مذهبي روحیه یی ورڅخه په سرغړونی باندی ستوغ بندیز ولګاوه.
– د سیکانو دریم خلیفه ګورو رامداس د ښځو ریښتنۍ خواخوږی په شان د ښځو او نارینه حقوقو د انډول برابرولو په برخه کې غښتلي او پریکنده ګامونه اوچت ګړل، ده میرمنه د بچو مور په نامه یادول د ښځو حرمت ته سپکاوی ګڼله او ویل به یې چې د جوارو ګودۍ نه دی، نوم لری، پس له خدایه سپیڅلی ژوند بخښونکې ملایکه ده، نوم شرم نه بلکې د انسان زیور دی، په ویاړ سره یی په نامه یادوئ. بله دا چې هندوستان د بوکرو او حجابونو ټاټوبې او وطن ګڼل کیده، ده لا ان شا او خوا پنځسوه کاله وړاندی، خپلی ټولنې په غړو د بوکری اغوستل وغندل، یوه ورځ چې د ده په مجلس کې د هیریپور ملکې مخپوښلی ؤ او په پټولو یی ټینګار لرود، نو ده له غونډی ویستله. برسیره په دی چې نوموړی ګورو ګڼ شمیر اقتصادی او مذهبی اداری مدیریتونه ښځو ته وسپارل په څنګ ګې یی د ده په مهال ۱۴۶ کسان د نانک بابا ښوونو تبلیغ په موخه وروزل شو، له دی ډلی نه یی ۵۲ تنه ښځي وی، دوی ته د ګورو په سپارښتنه د تبلیغ رسالت پرته، کلیوالو ښځو ته د لیک، لوست او ریاضي زده کولو دنده هم ورپه غاړه وه؛ په دی نووښت ګورو وتوانیده چې د سیک په ټولنه کې د بیسوادی په جهالت بری ومومی.
(ناویلی دی نه وی چې افغانستان ته امیر دوست محمد خان د امارت په مهال د انګیس ـ افغان لومړی جګړی په ترڅ کې، د انګریزانو له خوا د څارګری فیتنی په موخه، بوکری واردی او رو، رو مروجی شوی).
– سیکانو په ټولنه کې لنګرونو او ګوروادورنو ام د ښځینه او نارنینه حقوقو په برابرولو کې مهمه او رغنده ونډه لوبولی ده، دوی به په دی ځایینو کې پرته د مذهبي، طبقاتی او جنسي توپیره، ګډوډ څنګ په ځنګ کیناستل؛ په لنګرونو کې چې پخلنځي او میلمه پالنې دندی د ښځو په غاړه وی، ټولو په یوځای خواړه خوړل او همدا ډول په ګوروادرنو چې ځانګړی امامان نه لرود هرسړی او ښځې کولای شو چې امامت وکړی، په دی مانا هلته مذهبي کتاب ایښودل کیده څوک به چې مخته شول د کتاب له مخې یی په جګ غږ ټاکلی سرود زمزمه کاوه. په دی برخه کې هم ډیره موده ښځو ونډه اخیستله.
شپږم خلیفه ګورو ګوبند په پیره کله چې خالصه رامنځ ته شو، د مذهبی فریضی ادا کولو ورسته نارینه د سینګ (زمری) او ښځو د کاور (شهزادګۍ) اصطلاحات د نومونو سره پیوند شول.
وسمهال سیک میرمنې په نړیوالۍ کچی پیژندل شوی لوړپوړی سیاستوالی، بډاې سوداګری، پیاوړې ډاکټرانی، نامتو هنرمندانې او نورو برخو کې ماهرې متخصصینې لري چې ټولنه کې د قدر او عزت خاوندی دې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply