انقلاب او په ديني علومو يې اغيزې!! / مطيع الله هدايت

0 602
ګاونډي مو در وازه ټک ټک کړه، ماويل راځه کورته چې چای وڅښو ويل يې نخير، لس بجې راځه زموږ ختم دی له مدرسې څخه قاري صاحبان هم راغلي هغوی ختم کوي، ماويل ښه ده درځم.
لس بجې د ګاونډي کورته لاړم، ميلمانه د قران کريم ختم ته ناست وو، ختم د مدرسې قاري صاحبانو کولو، دا چې زه پخپله د قران حافظ يم زه هم د دوی په څنګ کې کيناستم، ختم خلاص او ډوډی را غله، د ډوډۍ په خوړلو مو پيل وکړ، زما سره د کاسې ملګری هم د قاري صاحبانو له جملې څخه وو، پوښتنه مې ترې وکړه، راته يې وويل: (د غوربنديم، ماويل پلار دژوندی دی، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې ويل يې نه هغه شهيد شوی ، زه دلته په دغه مدرسه کې درس وايم، دپلار پوښتنه مې ځکه ترې وکړه چې همداسې مې له څو نورو دديني علم محصلينو څخه کړې وه هغوی هم همداسې ځواب راکړی وو، چې پلرونه يې شهيدان يا غريبکاره وو.
له دې مخکې زما ذهن ته دغه پوښتنه را ولاړېده: (په افغانستان کې ولې پياوړي او حق پرست علما ډېر کم دي؟)
دلته زما دغه پوښتنه ځواب شوه، زه پوه شوم چې دا دانقلاب اغيز دی چې په اسلامي علومو يې کړی دی اوس اسلامي علوم يوازې يتيمان تر هغه وخت پورې کوي چې د پلار د انتقام د اخيستو شي، کله چې ددې جوګه شي بيا اسلامي علوم پريږدي او د خپل شهيد پلار په انتقام اخيستو پسې لاسونه بډوهي تردې چې، کله هدف ته ورسيږي او کله دی هم قرباني شي، همدارنګه د مسکينانو زامن هم تر هغه وخته پورې د اسلامي علومو په زده کړه مصروف وي چې بلوغ ته ورسيږي، کله چې، بلوغ ته ورسيږي، که څه هم اسلامي  علوم يې نه وي بشپړ کړي نور يې پريږدي او دپای ټکی ورته ږدي، په  امامت او خپله غريبی پسې ځي تر څو د خپلې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړي، همدارنګه ځينې مالدار خلک بيا خپل هغه زامن چې د بل کار نه وي يا په سترګو معذور وي، يا داسې کور مغزه وي چې په الف  او با نه پوهيږي ، په کور کې ټول ورسره پتنګ وي هغه دديني زده کړو په موخه مدارسو ته استوي،  نو ځکه  اسلامي / دينی علوم همداسې نيمګړي پاتې شي، دضرورت په وخت به دولايت په کچه د علم ميراث عالم نه پيدا کيږي چې د خلکو مالونه تقسيم کړي، ……………… قاضي نه پيداکيږي چې خلکو ته خپل حقوق ور وښايي تردې چې اکثريت خلک د همدې امله په دښمنيو او قتلونو سره اخته شي، يو عالم  د خپل نيمګړي علم له امله يوڅه بل عالم بل څه ورته وايي چې عوام پکې قرباني کيږي.
= اې سرمايه دارو مسلمانو  وروڼو!
ا الله جل جلاله په تاسو باندې لوی احسان کړی دی، مال او دولت يې درکړی، صحمتمند زامن يې درکړي، راځی د الله جل جلاله شکر ادا کړی پخپل هغه زوی چې ښه استعداد لري ديني علم زده کړئ، ځکه تاسو ته معلومه ده چې د علم زده کړه فرض ده، اکثريت علما وايي: د علم نه مراد ديني علم دی،  او که ته وايې چې هسې نه د تره زوی مې انجينير او زما زوی به ملا وي عوائد به يې کم وي نو په دې پوهه شه چې ستا عالم زوی دديني علم له حصول وروسته په ډېر کم وخت کې  يو ښه انجينير او ډاکټر هم کيدای شي، ځکه د هغه حافظه قوي کېږي هغه په کوم وخت کې بيا ډير څه زده کوي،  دا تشويش مه کوه له ديني علم وروسته پخپل زوی انجينيري او ډاکټري هم لوستلای شې، دا کار حتمي وکړه تر څو ستا او افغانانو ددنيا او آخرت د نيکمرغۍ سبب شي.
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply