د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت باندې د «لارجوردو» لارې اغېزې

0 734

د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت باندې

د «لارجوردو» لارې اغېزې

فهیم بهیر-

د لاجوردو لاره د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو باندې پوره اِغېزه لري، دا لاره  کولای شي د هېواد امنیتي، سیاسي ستونزې هم راکمې کړي په اقتصادي برخه کې نه یوازې د افغانستان له پاره؛ بلکې د سیمې د هېوادونو له پاره هم ګټوره ده، چې د دې لارې په اساس سیمه ییزې اړیکې رامنځته کېږي او په پای کې د  سیمې د هېوادونو په منځ کې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې رغول کېږي. د دې لارې د شننې په هدف لاندې برخو ته پاملرنه کوو:

افغانستان د وچې او اوبو تر منځ: افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت په اساس په وچه کې را ګیر هېواد دی، چې د  بحري څنډو او بندرونو نه لرې دي، خو د وچې د لارې کولای شي چې د اسیا د قفقاز، د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا  تر منځ د څلور لارې رول ولوبوي. همدا ډول د لاجوردو لارې کولای شي د یو شمېر بحري لارو سره د اروپا او افریقا سره هم ځان ونښلوي. افغانستان د همدې ستراتيژیک موقعیت په اساس  اوسمهال د سیمې د مهمو اقتصادي هېوادونو دهند، چین، فارس او بخارا تر منځ د څلور لارې حیثیت لري، چې د همدې لارې په اساس کولای شي نورو هېوادونو سره د تجارت د تګ او راتګ اړیکې وپالي. اوسمهال نه یوازې  بحري هېوادونه د اوبو دلارې د نورو هېوادونو سره خپل لېږد او رالېږد پالي؛ بلکې اوس اړ دي، چې هغه هېوادونه چې په وچه کې پراته دي هغوی سره هم د وچې د لارې ځان ونښلوي. افغانستان د خپل موقعیت په اساس د منځنۍ او جنوبي اسیا سره ښه نښلولی شي. همدا ډول اوسمهال د سیمې لوی اقتصادي هېواد چين هم له اروپا سره او د سپینې بحیرې هېوادونه د هند پاکستان او نورو هېوادونو سره ونښلوي. نو همدې ارزښتونو ته په کتو اوسمهال چین  هڅه کوي چې د وریښمو لویه تاریخ لار بیا را تازه کړي او په دې اړه د ۱۷ میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي.

د هېواد نومیالي تاریخ لیکونکی میر غلام محمد غبار د افغانستان موقعیت ته داسې اشاره کوي: « افغانستان په جنوبي اسیا کې واقیع دی، د جیحون سیند اوبه چې د خزر په بحیره کې توېږي اففانستان یې له مرکزي اسیا څخه بېل کړي دی. د جنوب له خوا له بلوچستان په اساس د عرب بحر سره وصل شوی دی،… د افغانستان جغرافیو موقعیت په اساس د منځنۍ اسیا په څلور لارې کې واقعی دی د سیاسي  او اقتصادي اړخ له پلوه ډېر مهم دی ځکه چې د درېېو حوزو( ایران، هند او مرکزي اسیا) نښلونکی دی»« غبار،۱۳۸۸: ۸».

افغانستان په منځنۍ اسیا کې یوازیني هېواد دی، چې د اوبو سره پرانیستي څنډې نه لري همدا ډول  د اوسپنې پټلۍ نه لري، چې د دې نشتوالي یې اقتصادي اړخ زیانمن کړی دی پخوا یانې په ۱۹۶۱ کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۶۰ میلونه ډالر و، چې د دې لس فیصده یې د افغانستان له خالصو تولیداتو څخه جوړېدل چې هر وګړي ته ۴۰ ډالره رسیدل او یوې بهرنۍ سرچینې څېړنه کړې وه چې د نړۍ په کچه تر ټولو تیټ عاید دی«غبار،۱۳۸۸: ۲۸».

افغانستان د نړۍ په کچه لویې معدنې زیرمې لري، چې یوازې د دې زیرمو کیندنې هم  کولای شي د افغانستان په پرمختګ او اقتصاد کې لوی بدلونونه رامنځته کړي . د افغانستان د کانې زېرمو په اړه په ۱۹۵۸ او ۱۹۵۹، ۱۹۷۴ او ۱۹۷۶ او ۱۹۷۷ کې نقشې او عکسونه واخیستل شول تر څو د دې زیرمو اندازه را څرګنده کړي. په دې وروستیو لسیزو کې د امریکا د جیولوژیک ادارې وویل چې افغانستان یو تریلیون شتمنۍ د خمکې لاندې لري، چې کولای شي د افغانستان څېره بدله کړي. چې هغه مهال د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر وحید الله شهراني د دې کانې شتمنۍ ارزښت درې تریلیونه ښودلی و، چې دا شتمني به  افغانستان د پرمختګ په لور بوځي«ارینزی،۱۳۸۹: ۶».

افغانستان کرنیز هېواد دی، د  ځمکې لاندې قیمتي ډبري او کانونه  هم لري، چې د خپلو طبیعي سرچینو په اساس ګڼې اقتصادي سرچینې رامنځته کولای شي او د خپل ستراتيژیک موقعیت په اساس د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، د چين اروپا او نورو هېوادونو تر منځ ګڼې پروژې پلي کېدای شي، چې د هرې پروژې په پلي کېدو سره افغانستان ګن شمېر عواید تر لاسه کوي او د خپل موقعیت په اساس په اقتصادي اړخ کې هم ځلیدلی شي، نو په دې اساس د هېواد ولسمشر د چین، افغانستان، د ترکمنستان او نورو هېوادونو تر منخ لویې سیمه ییزو پروژو د پلي کېدو په اړه هڅې ګړندۍ کړې دي. کله کله دا تړونونو د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا د بیلابیلو سازمانونو په غونډو کې د سیمې د هېوادونو پاملرنه هم  جلب کړې ده.

لرغونۍ سوداګرۍ او د افغانستان ونډه:  اوسمهال چې د لاجوردو لاره د افغانستان د ولسمشر له خوا په ۱۳۹۷ کې د قوس په  ۲۲ په هرات کې پرانیستل شوه د دې لارې طرحه هم په ۱۳۹۳ کې د افغانستان له خوا د دې پروژې ګډو هېوادونو ته وړاندې شوې وه .

د پخوانیو تاریخ پوهانو په اند لاجورد یوازې د اریانان د شمال ختیځ څخه پرته د ځمکې په هیڅ ځای کې نه پیدا کېدل، چې یو طبیعي محصول دی. دا ارزښتمن کان د هېواد د بدخشان په یمکان دره کې موندل کېږي. د تاریخ پوهانو په اند د نړۍ به نورو سیمو کې که لاجورد لیدل کېږي نو دا په دې معنا ده چې د دې سیمې خلکو د تجارتي اړیکو په اساس د اریانا د شمال ختیځ  څخه تر لاسه کړي دي.د بدخشان لاجور ۶زره کاله مخکې د غربي اسیا هېوادونو کې لیدل شوې دي.«کهزاد،۱۳۸۷: ۱۹».

د تاریخپوهانو په اند د افغانستان د تاریخي دورې یوه ځانګړنه دا ده چې د نړۍ د مهمو مدنیتونو سره بلد تیا لري په دې معنا هغه تمدنونو چې د بین النهرین، د مدیتراني بحیرې ختیځې څنډې، مصر، ایران، یونان او روم کې و ځینې ګډ اړخونه یې  درلودل ځینې بېل. همدا ډول د دوی په اند د هند او چین تمدن دوه جلا ځانګړنې درلودې او بېل و؛ مګر افغانستان هغه هېواد چې د مدیتراني د څنډو او هم د هند او چین د مدنیتونو سره یې ډېرې اړیکې وې«غبار،۱۳۸۸: ۳۶».

همدا ډول د سیمه ییزو مطالعاتو په ۳۶ ګڼه کې لیکل شوې دي: « افغانستان د هند د نیمې وچې، چین، ایران او د مرکزي اسیا د نیمې قارې په منځ کې پروت، یو داسې لرغونی ـ تاریخي ژوندی هېواد دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو تمدنونو سرچینه ګرځېدلې او یا له نورو هېوادونو څخه، بېلابېل تمدنونه ورته راغلي. خپل او پر دی کلتور یې سره اغږلی، د خپلې ټولنې او کلتور رنګ یې ورکړی، نوښتونونه یې په کې رامنځته کړي، له نوي رنګ او نویو افکارو سره په وار وارد سیالۍ ډګر ته راوتلی دی… کوشانیان چې د ورېښمو د لارې ناظمان و د دوی د واکمنۍ په دوران کې ، د لرغوني افغانستان او پخواني هند تر منځ د اړیکو ټینګښت او د دغو اړیکو ژورتیا، پراختیا او پایښت، په لوړه کچه، د سوداګریزو او تجارتي لارو د پرانستلو، ودې او تکامل ورکولو چارو تر اغېز لاندې پاتې شوې او راغلي دي: په ختیځ کې هندي ادویه جات او چیني ورېښمین ټوکران، د لوېدیخو هېوادونو  له پاره د نورو تجارتي مالونو تر څنګ د زیات ارزښت او پاملرنې وړ وو. د سوداګرۍ دا دوه ستر توکې په هند او چین کې جوړېدل او لوېدیخو هېوادونو ته یې د لېږلو لار د منځنۍ اسیا او په ځانګړي توګه، له لرغوني افغانستان څخه تېرېده او د ورېښمو د لارې پر سر د پرتو هېوادونو تر ټولو ارزښتمن ټاټوبي، لرغونی افغانستان و . د همدې ارزښت له مخې، د کوشاني امپراتورۍ په دوران کې د پوره امن او د لارو د ساتنې چارو ته ځانګړې پاملرنه، هغه څرګند لاملونه دي، چې هم د ختیځې امپراتورۍ واکمنانو او هم د لویديخې امپراتورۍ واکمنانو، د کوشاني امپراتورۍ پوره درناوی کاوه او له کوشاني امپراتورۍ سره یې دوستي ځان ته ویاړ ګاڼه» «صلاحي،۱۳۹۳: ۱۴۰».

د لاجوردو لار د  هغې لرغونې تاریخي لارې یو مسیر دی، چې پخوا د ورېښمو په نوم یادېده. د ورېښمو لار د افغانستان څخه تېره شوې وه او د هند، روم، فارس، عربي هېوادونو یونان بخار او چین تر منځ یې اړیکې رامنځته کړې وې.  یانې له نن نه دوزه زره کاله پخوا یا مخکې له میلاد څخه د یادو هېوادونو یا سیمو تر منځ د سوداګرۍ اړیکې وي او افغانستان په دې اړه اساسي ونډه درلوده. افغانستان د ورېښمو په سر پروت هېواد و چې د هند، ګاڼې، قیمتي تېږي، عطرونه، د چین ورېښم او لوښي به د افغانستان نه تېرېدل همدا ډول به د روم، فارس او تر یونانه رسېدل او له هغې خوا به عربي خرما، ترکي مصنوعات او رومي جامې راتلي.  دا تجارتي کاروانونه به د افغانستان له جنوب یا ختیځ یا لویدیځو څنډو څخه تګ او راتګ کاو، کله کله یې په افغانستان کې دا مالونه تبادله کېدل، دا ټولې تجارتي اړیکې به د آسونو او اوښانو په اساس سرته رسېدلي او افغانسان د دوی د تګ او راتګ لاره او دمه ځای و. نو له نن څخه دوه زره کاله پخوا چې د اسیايي یا اروپا يي هېوادونو تر منځ همدا ډول د سویلي او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ اړیکې ويګ نو افغانستان په کې فعاله ونډه اخیستې ده.  افغانستان د همدې ونډې ته په کتو اوسمهال هم کولای شي د لارجوردو لارې په اساس د تجارتي اړیکو په پیاوړتیا او پرمختګ کې د سیمې د هېوادونو په کچه ځانګړی رول ولوبوي. په تېره د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیاد هېوادونو تر منځ.

د منځنۍ اسیا هېوادونه عبارت دي له تاجکسستان، ازبکستان ، ترکمنستان، قزاقسان اوقرغیزستان څخه ، لویه ځانګړنه یې دا ده چې په وچه کې را ګیر دي او هیڅ ازادو اوبو ته لار نه لري. په روسي ادبیاتو کې د منخنۍ اسیا کلمه هغه سیمو ته کارول کېده چې د چین په لویدیځ او یا د پورته ذکر شو هېوادونو په اوږدو کې پراته وي. دا هېوادونه   سترکانونه لکه نفت، ګاز، طلا، یورانیم او خینې نور کاني موادو درلودلو له امله په نړۍ کې ځانګړی اقتصادي اړخ لري.

د منخنۍ اسیا د هېوادونو په اقتصادي اړخ کې د نفت او ګازو انرژي د لولو د نښلولو لړۍ اوسمهال د ځانګړي بحث وړ موضوع ده، چې اوسمهال د همدې ځانګړنې په اساس د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې رقابتونه روان دی چې د سیمې هر هېواد کوښښ کوي چې د خپلو ګټو په اساس دا لولې د نورو هېوادونو سره وصل شي. د منځنۍ اسیا  د انرژي د لېږد کرښې چې اوسمهال او په راتلونکې کې په کومو مسیرونو لېږدول کېږي په پنځو برخو ویشل شوې دي: « شمالي مسیرـ چې د سیمې نفت او ګاز د تورې بحیرې د لارې لېږدوي او د روسیې له خوا یې ملاتړ کېږي. لکه CPC.

جنوبي مسیرـ  د سیمې انرژې لېږد د فارس خلیج ته او له هغه ځایه نړیوالو بازرانونو ته چې ملاتړی ایران دی.

لویدیځ مسیرـ د ترکمستان او قزاقستان د نفت او ګازو لېږد د قفقاز له لارې ترکیې  او مدیترانې ته چې ملاتړ یي اروپا او امریکا متحده ایالات دي. لکه BTC.

جنوبي ختیځ مسیرـ  د مرکزي اسیا د انرژۍ لېږد د افغانستان  او پاکستان د لارې هند او عمان ته د امریکا د متحده ایالاتو په هڅونه لکه  TAPI پروژه.

ختیځ مسیرـ د منځنۍ اسیا د نفت او ګازو لېږد د چین ختیځ ته چې دا په منځنۍ اسیا کې د چين له عمده سیاستونو څخه ګڼل کېږي لکه CPC .«سالنګي، ۱۳۹۳: ۱۶۴».

د افغانستان اوسني مجبوریتونه او خلاصون: افغانستیان اوسمهال د نړۍ د ځینوهېوادونو د سیاسي رقابتونو په منځ کې قرباني هېواد دی. د  نړیوال تروریزم جګړې سره مخ دی، افغانان قرباني ورکوي، تر څو د ټولو هغو خنډونو او لاملونو مخنیوي وکړي، چې د افغانستان او د نړۍ د نورو هېوادونو امنیت ګواښوي، خو ځینې ګاونډي هېوادونه یا هغه هېوادونه چې په جګړه  کې د دوی ګټې نغښتې دي یا د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ هڅه کوي په افغانستان باندې د تلپاتې جګړې یا د جګړې د دوام له پاره هر اړخیزه فشارونه راوړي، دا فشارونه کله سیاسي، بڼه لري، کله قومي او مذهبي رنګ ورته ورکوي او کله بیا په اقتصادي اړخ کې ځینې هېوادونه موږ ته ستونزې جوړه وي. کله کله مو په میاشتو میاشتو ترانسپورتي سیستم غیر فعال وي، یا زموږ مالونو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي؛ نو په همدې اساس کله کله زموږ په هېواد باندې خینې هېوادونه د خپلو هدفونو د پلي کېدو په هدف یو ډول فشار راوړي. که چېرې موږ ستر مجبوریت ولرو؛ نو دوی بیا د همدې مجبوریت نه ګټه اخلي او خپلې غوښتنې پر موږ مني. خو د همدې مجبوریتونو نه د خلاصون په هدف د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د اقتصادي پروژو پلي کولو ته ملا وتړله او تر هرڅه یې  دلاجوردو په شان هغه لاره له اروپا سره رامنځته کړه، چې پرته د کوم مجبوریت او سیاسي یا نورو فشارونو څخه به زموږ تجارتي کاروانونه پرې تګ او راتګ کوي او داسې لاري کولای شي د افغانستان مجبوریتونه لري کړي او د خپلو داخلي عوایدو، یا د صادراتو او وراداتو د لارې په خپلو پښو ودرېږي.

د افغانستان سیاسي اړخ:  د لاجوردو مهمه لار کولای شي د افغانستان سیاسي ستونزې راکمې کړي په دې مانا چې زموږ د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو تر منځ له کلونو کلونو راهیسې ځینې ستونزې شته، چې کله کله د دوی سیاسي مداخلي په بل هېواد کې ګڼې نورې ستونزې رامنځته کوي. مثلا پاکستان هر مهال افغانستان ته ستونزې جوړه وي همدا ډول له هند سره ښې اړیکې نه لري. د چین او هند هم په خپل منځ کې ځینې رقابتونه لري له بل خوا په ایران باندې  نړیوال سیاسي فشارونه دا هغه ستونزې یا عوامل دي، چې کله کله په نورو هېوادونو کې سیاسي مداخلي رامنځته کوي او د سیاسي اړیکو په خرابوالي سره زموږ اقتصادي او نورې ټولنیزې اړیکې هم زیان منې کېږي.

له پاکستان سره زموږ اړیکې هم ډېرې نازکې دي او د دې هېواد له جوړېدو را پدیخوا هم له هند او افغانستان سره په سیمه کې ستونزې لري: « څرنګه چې د هند او افغانستان د غضب شوو سیمو د اوسېدونکو د دوامداره مبارزو او فشار په نتیجه کې انګلیس مجبور شو دا ټاټوبي پرېږدي، بیا یې نو د خپل دایمې استعماري خاصیت په سیوري کې په یوه بله لویه او تاریخي توطیه لاس پورې کړ، چې هغه د هند او افغانستان پر ځمکو باندې هغه هم د هند د نیمې وچې په ختیځ کې او لویدیځ کې د نوي حکومت جوړېدل و… د هند له مستعمرې نه د وتلو پر مهال هم انګلیس د بنګال، کشمیر او پښتو نستان پروبلمونه د هند ـ پاکستان او  افغانستان ـ پاکستان تر منځ د دایمي دښمنیو او جنګنو له پاره پرېښودل. په همدې اړوند هند او پاکستان تر منځ په ۱۹۶۵، ۱۹۴۷ او ۱۹۷۱ کلونو کې درې خونړي جنګونه وشول او اوس هم کشمیر کې اخ ډب روان دی« پاڅون،۱۳۹۳ : ۵۴».

که په لنډه توګه ووایو د نړۍ له تاریخي او جنجالي سرحدي شخړو څخه یوه هم د ډیورنډ کرښه ده، چې ۱۸۹۳ د افغانستان د امیر او د هند بریتانوي راج تر منځ د یوه قرارداد پر اساس رامنځته شوې وه. دا کرښه ځکه جنجالې ده چې دغه قرارداد اصلیت تحمیلي و. دا چې ولې برتانیوي هند هڅه کوله دا کرښه رامنځته کړې، ضیاوالحق ضیا ورته داسې اشاره کړې ده: « د هند د نیمې وچې بریتانوي مستعمره، چې انګریزانو یې سرحد په سلو کلونو کې له بنګال نه تر پنجاب پورې رسولی و، ساتل یې د بریتانویانو لپاره د تشویش خبره ګرخېدلې وه. دغه مستعمره چې په شمال کې یې د همالیا غرونه په ختیځ کې د برما بفر دولت او د اسام غیرې قابل رسوخ ځنګلونه او غونډۍ، په جنوب کې یې هند او په لویدیځ کې افغانستان پروت دی. بریتانیا له بهرني تیري څخه د دغې سیمې د ساتلو په برخه کې د همالیه د نه تسخیردونکو غرونو په شتوالي سره د چین له لوري ډاډه و، سمندر هم تر ډېره پورې په پراخه توګه د دوی په کنټرول کې و، خو له هره پلوه کله چې د هند تاریخ لولو داسې معلومېږي، چې له تېرو څلورو زرو کلونو راهیسې له شمال لوېدیځ نه پر همدې حملې شوې دي … د پورته ستونزو ته په کتو سره دوی د افغانستان له لوري د برتانوي هند مستعمرې ته د دفاعي سرحدونو په لټه کې شول، نظامي بریتانوي ماهران په بک ورډ او فاروډ پالیسیو ویشل شوي وو، د بک ورډ پلویانو د اباسین د سرحد پلوي کوله ، دلیل یې دا و چې د قبایلې خلکو جنګ او اداره زموږ لپاره زیاته قیمتي او ستونزمنه تمامېږي، تر څو له دوی سره په غرونو کې وجنګېږو. له بلې خوا د فاروډ پالیسۍ پلویانو د کابل، غزني او کندهار د سرحد دفاع کوله او ویل یې، چې د قبایلي جنګ زیان او قیمت موږ د دغه سیمو له منابعو څخه هم پوره کولای شو، خو بالاخره د دواړو لید لورو د جوړ جاړي په پایله کې ډیورنډ کرښه رامنځ ته شوه»«ضیا، ۱۳۹۳: ۱۲۱».

همداسې زموږ  او ایران اړیکې کله کله زیانمنېږي، چې د دواړو هېوادونو دا ستونزې له پخوا د سیستان او بلوچسستان پر سر او اوسمهال زیاتره د افغانستان د او بو پر سر هم خرابېږي. دواړو ګاونډیو هېوادونو ښه روابط درلودل خو د لویو هېوادونو د لاسوهنو په اساس د افغانستان ځینې برخې جدا شوې، چې تر نن ورځې پورې په یوه بڼه دا ستونزې ځان څرګندوي. همدا ډول  د انګلسیانو د یوې پریکړې په اساس سیستان په دوه برخو ایراني سیستان او افغاني سیستان باندې وویشل شو، د هېواد زیاته خاوره یې ایران پورې وتړله او پرته د هیڅ قانوني او تاریخي اړخه یې ایران د هلمند په اوبو کې شریک کړ«غوث،۱۳۹۳: ۷۴».

نو که چېرې  د یادو هېوادونو  تر منځ د اقتصادي راکړې ورکړې او د عواییدو یوه ښه لیکه موجوده وې؛ نو دا لیکه کولای شي د ټولو هېوادونو تر منځ ښې سیاسي اړیکې رامنځته کړي چې په پایله کې ټولې هغه افراطي ډلې، استخبارت، چریکې جګړې له منځه وړل کېږي چې د نورو له خوا یې ملاتړ کېږي؛ نو کله چې سیاسي اړیکې ښې شوې، په افغانستان کې ښه امنیت، سوله رامنځته کېږي او د جګړو او د وینو د تویدو مخنیوې هم  کېږي او په پایله کې د ګاونډیو او سیمو هېوادونو تر منځ هم ښې سیاسي اړیکې پخېږي هر هېواد ته په اقتصادي برخه کې هم ګڼې ګټې په لاس ورځي.

د افغانستان اقتصادي اړخ: د یو هېواد هر اړخیزه پرمختګ له اقتصادي پرمختګ سره تړلی دی، د لاجوردو لاره کولای شي په اقتصادي لحاظ افغانستان په پښو ودروي. په دې مانا چې موږ د تجارتي مواد د لېږد یا راکړې ورکړې زیاته پاملرنه د پاکستان په کراچۍ بندر او د ایران په بندر کوله، لکه مخکې کرښو کې چې مو ورته اشاره وکړه. زموږ او د دې هېوادونو سیاسي اړیکې کله کله پر اقتصادي اړیکو ډېر تاثیر کاوه، یادو هېوادونو زموږ له مجبوریت څخه ګټه اخیسته ، کله کله به یې زموږ سوداګرو ته د تګ او راتګ پر مهال ستونزې جوړولې، کله کله هغه تجارتي مالونه چې په ټاکلي وخت کې هېواد ته را ورسېږي په اونیو اومیاشتو به ځڼډیدل، ځینې خوراکي مواد چې به تر څو رارسېدل خرابیدل، په هېواد کې به د  ضرورت وړ توکي څو برابره نور هم لوړ شوې وي، د کمښت سره به مخ و. په مقابل کې به زموږ تازه میوې او کرنیز حاصلات هم د لارو د بندېدو په اساس خپل قیمت راکم کړ په لاره کې به د ځڼدوالي له امله زیانمن کېدل چې سوداګرو ته به مالي زیان اوښته ، نو د هېواد ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني د دې ټولو ستونزو د لرې کېدو په هدف د داسې یوې لارې په لټه کې شو تر څو د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې د یادو هېوادونو فشارونه کم کړي او په پایله کې هغوی اړ شي چې زمو د لارې خپل تجارتي اړیکې د منځنۍ اسیا د هېوادونوسره ټینګې کړي. د هېواد صنایعو او سوداګرۍ خونې هم تایید کړه، کومه ورځ چې له هېواد څخه تجارتي کاروان د لارجوردو په لار حرکت وکړ د پاکستان او د ایران د بندرونو په پرتله په کمو ورځو کې رسېدلی دي او هم په هر لارۍ موټر باندې د درې زرو ډالرو په شاو خوا کې کم لګښت راغلی دی.

مګر اوسمهال د دې لارې په جوړېدو سره کولای شو، چې د خپل هېواد تولیدات، تازه او وچې مېوي نور کرنیز محصولات  د لاجوردو د لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته واستوو. همدا ډول په راتلونکي کې پاکستان او هند، هم کولای شي، خپل تجارتي راکړې ورکړي د افغانستان د لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ، د لاجوردو لارې له ترکیې او د اروپا نورو هېوادونو سره همدا ډول ترکیه هم له افغانستان، چین ، هند او پاکستان سره د همدې لارې تجارتي اړیکې وپالي، چې د دې لارې زموږ هېواد ته ګڼ شمېر عواید په لاس راځي. دغه  تاریخي لار د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د روان کال (۱۳۹۷) د قوس په ۲۲ مه پرانستل شوه، چې هغه مهال له افغانستان څخه په لومړي ځل ۸۳ ټنه پخته، ۲۳ ټڼه کشمش، ۲۶ ټنه د هندوانې تخمونه او ۵،۲ ټنه کنځلې د هرات له لارې اروپا ته صادر شول.

د افغانستان فرهنګي اړخ: افغانستان د خپل موقعیت په اساس، د لویو امپراطوریو مرکز ګرځیدلی، د بېلابېلو ولسونو د تګ او راتګ په اساس د دوی فکرونه، فرهنګي ارزښتونه یو بل ته لېږدول شوي دي. د افغانستان یو شمېر ستراتیژیکې سیمې د مثال په توګه کاپیسا د یونانیانو او کوشانیانو ستر مرکز ګرځیدلی دی او له همدې ځایه په نورو سیمو باندې واکمنۍ کړې ده. د دوی د واکمنیو پر مهال په فرهنګي او ادبي لحاظ هم ستر خدمتونه شوي دي، چې اوسمهال د دوی اثار د لرغون پوهانو له خوا را څرګند شوې دي او زموږ د هېواد لویه فرهنګي شتمنۍ تشکېلوي. د هېواد  دا سیمه(کاپیسا ـ بګرام) ۶۲۰ کاله د لویو امپراطوریو پلازمینه وه، خو د کوشانیانو د کانیشکا پر مهال یې ځانګړی نوم درلوده په فرهنګي او اقتصادي لحاظ یې ځلیدونکې دوره طی کړې ده. کوشانیانو درې پېړۍ امپراطورۍ کړې ده چې په دې دوران کې ادب او صنعت ډېر پرمختګ کړی دی په ځانګړې توګه د کانیشکا پر مهال. کانیشکا د بودايي دین لوی خپرونکی و او د نوموړي هڅې وې چې د نقاشۍ، مجسمې جوړول، معمارې او موزیک د دې په امپراطورۍ کې ډېر پرمختګ کړی دی. د ده د واک پر مهال عالمان او روحانیون زیات شول، مذهبي کتابونه وژباړل شول او د هېواد نورو سیمو ته هم واستول شول، یوناني ـ کوشاني رسم الخط په سیکو کې وکارول شو، چې سانسګریت ، پراکریت او سیتي لهجه په اریانا کې د کوشانیانو مروجې ژبې وې. دوی د ونې د یو ډول نازکه پوستکي څخه چې د زیړ رنګه کاغذ سره شباهت درلوده په سور یا تور رنګ لیکل کول، همدا ډول یې د حیواناتو له پوستکې څخه د لیکلو له پاره کار اخیسته« کهزاد،۱۳۸۷: ۵۰۰».

د هېواد دغه فرهنګي میراثونه او شتمنۍ د چنګیز د جګړو پر مهال له منځه لاړل: ابن بطوطه مراکشي د بلخ په اړه لیکلي: « چنګیز خان په بشپړ توګه بلخ وران کړ او هغه ته ویل شوې و چې د بلخ جامع جومات په مټو او ستنو کې خزانه پټه شوې ده، نو ځکه هغه د خزانې د لاسته راوړلو په موخه جومات درې برخې ورانې کړې. دا جومات د دنیا له ښایسته جوماتونو څخه و او له پېښور نه د بېرته راستنېدو پر مهال یې د بلخ پاتې ابادۍ ورانې او اوسیدونکي یې ټول ووژل»« ځدران،۱۳۹۴: ۷۷».

د مغلوـ تیموریانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته ګڼ شمېر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي زیانونه اوښتي دي : « په فرهنګي برخه کې افغانستان د مغولو د یرغل او وحشت له لاسه نه جبران کېدونکي زیانونه ولیدل.مدرسې، جوماتونه، کتابونه او ښارونه وران شول، پوهان او شاعران، لیکوالان او فرهنګیان ووژل شول او یا یې هند او ایران ته مها جر کړل. د بېلګې په توګه منهاج السراج جوزجاني د غزنې د لارې هند ته وخوځېده او په لاره کې د مغلولو له تیري سره مخ شو او د غرونو او درو له لارې ملتان ته ورسېده او د ناصر الدین قباچه تر حمایت لاندې یې په تدریس پیل وکړ او د لښکر د قاضي په توګه وټاکل شو. دغه راز مولانا جلال الدین محمد بلخي، چې د بلخ اصلي اوسیدونکی و، له خپلې کورنۍ سره په قونیه کې هستوګن شو او هماغلته تر هغه اوسیده  څو په ۶۲۷ هجري کې ومړ او په همدغه ښار کې خاورته وسپارل شو. د چنګیز خان له یرغل څخه پنځه ـ شپږ کاله وړاندې د غوري او سوري د واکمنیو دوره د تهذیب، پوهنې او ادب دوره وه او د پښتو او دري ژبې مشهور شاعران لکه اسماعیل سړبنی، تایمنی، ملکیار غرشین، قطب الدین بختیار، خرښبون، ښکارندوی غوري، شیخ تیمن ولد کاکړ، شیخ متي، ابو الحسن احمد سمرقندي، قاضي منهاج السراج او مولانان جلال الدین بلخي په همدغه دوره کې اوسېدل. خو د مغلو د یرغل په نتېجه کې د هېواد معارف، تهذیب او ادب ښکلی او ودان بڼ ورژېده» «ځدران:۱۳۹۴: ۱۰۷».

کله چې د ځینو هېوادونو تر منځ د ګډو هڅو لړۍ پیل شي، نو  د دوی د ولسونو ترمنځ ګډې فرهنګي اړیکې هم پخېږي، د دې هېوادونو د تجارتي اړیکو په اساس زموږ تګ او راتګ د یو بل په فرهنګي حوزه باندې هم تاثیر کوي. او  په کومو هېوادونو کې چې فرهنګي اړیکې ولرو؛ نو ټول ولسونه لاسونه یو کوي تر څو دغه فرهنګي لړۍ تازه وساتي. هغه ګډو ارزښتونو د پیاوړتیا له پاره بیا کار کوي چې نورو ولسونو هیلو ته هم پاملرنه وشي.د دې تر څنګ زموږد مطبوعاتو، د ادبي او هنري اثارو ژبه کې هم د هغه ملک ګډ فرهنګي اړخونه تمثلېږي، چې دا اړیکه هم د دواړو ولسونو تر منځ مینه روزي او بل اخره د جګړې او ورانکاریو په پرتله د مینې تله درنېږي.

افغانستان او سیمه ییزې اړیکې: د لارجودولارې په اساس افغانسان د سیمې د هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګولی شي، کله چې موږ د سیمې د هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو، نو په پایله کې مو هېواد پرمختګ کوي، هوساینه په کې رامنځته کېږي، کله چې د سیمې په کچه هر ډول سیاسي یا نورې ستونزې ولرو، د خپلو همدې اړیکو په اساس یې حلولی شو او زموږ هېواد یا خلکو ته چې ګوم ګواښونه په دې اساس رامنځته کېږي هغه مهارېږي. سیمه ییزې اړیکې زموږ اړیکه د نورې نړۍ سره نښلوي او د همدې هڅو په اساس افغانستان په نړیواله توګه ځان څرګندولی شي. د سیمه ییزو  اړیکو په اساس افغانسان د بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي سازمانونو غړیتوب تر لاسه کوي او د دې سازمانونو د لارې خپلې ستونزې کمولی شي او په پرمختګ کې د هغوی پاملرنه راجلبولي شي.

عامه ذهنیت اونوی بدلون: کله چې افغانستان د لارجوردو لارې په اساس د بېلابېلو پرمختللو هېوادونو سره اړیکې ولري، تګ او راتګ وي، د دوی انعکاس زموږ په رسنیو کې وي او زموږ تولیدات هغوی ته او د هغوی مالونه موږ ته راځي؛ نو دا هر څه په عامه ذهنیت باندې اغېزه کوي په پایله کې یو لوی بدلون رامنځته کېږي.  دا بدلون د پرمختګ بدلون دی د جګړې او کرکې پر ځای د ټولنې د ګڼو خلکو په ذهنیت کې یو جلا فکر رامنځته کېږي تر څو افغانستان ته هغه څه وغواړي چې نور ممالک یې لري. په پایله کې یو لوی فکري بدلون رامځته کېږي، چې د جګړې او کرکې پر ځای د پرمختګ احساس په ځان کې روزي او دا ځانګړنه بیا زموږ ټولنه د پرمختګ تر درشله رسولی شي.

پایله

افغانستان د منځنۍ او  جنوبي اسیا په منځ کې پروت دی، چې د دې هېوادونو په منځ کې د څلور لارې رول لوبوي. افغانستان له بحري څڼدو لرې دي او کولای شي چې د منځنۍ او جنوبي اسیا دهېوادونو تر منځ د تګ او راتګ د لارې رول ښه ولوبوي. د خپل همدې ستراتېژیک موقعیت په اساس کولای شي اوسمهال د چین، هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ګرجستان، ترکیه او بلاخره د اروپا ازادو اوبو ته د تجارتي کاروانونو دا لړۍ په ښه ډول وپالي. اوسمهال چې د لارجوردو کرښه له افغانستان سره نښلول شوې ده، پورتني یاد هېوادونه کولای شي د همدې لارې په اساس د خپلو صادراتو او وارداتو بهیر وپالي. د لارجوردو کرښه کولای شي چې د یادوو هېوادونو په منځ کې نورو بنسټیزو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي او افغانستان  هم د دې لارې کولای شي د خپلو هغه ګاونډیو هېوادونو څخه چې د تجارت پر مهال ستونزې جوړه ولې او یا یې په افغاني تجارانو یو ډول فشار راوسته دا لړۍ هم را کمه کړي. د لاجوردو لار کولای شي د یادو هېوادونو تر منځ ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې رامنځته کړي چې د سیمې د هېوادونو تر منځ د ښه امنیت او د ډاډ وړ سیاسي فضاه رامنځته کړي.

د دې تر څنګ افغانستان کولا ی شي د دې لارې په اساس خپل صنایع او کرنیز محصولات په کمو ورځو او کم لګښت سره اروپايي هېوادونو ته واستوي چې دا لاره د واټن له پلوه هم د پآکستان او د ایران د بحري بندرونو په پرتله کمه ده اود لېږد د لګښت په اساس هم د یادو لارو په پرتله کم لګښت لري. بل دا چې دا لاره د امنیتي پلوه هم د ډاډ وړ ده چې دا ټولې انګیزې باعث د دې کېږي، چې زموږ په صنعت او کرنیزو حاصلاتو کې هڅې او پرمختګ رامنځته شي. د ا لار د هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې پوره اغېز لري او دا ټولې اغېزې  باعث د دې کېږي چې هېواد د پرمختګ او هوساینې په لور مخ کړي.

ماخذونه

۱ ـ ارینزی، احسان الله.(۱۳۸۹). ذخایرعظیم مواد معدنی افغانستان(ګنج اونیزه،۳۲ګڼه». کابل: مومند مطبعه.

۲ ـ پاڅون، عتیق.(۱۳۹۵).د ډیورنډ د تراژیدي قضیې تاریخي پس منظر(جرګه مجله، درېیمه دوره، ۹۳ ګڼه). کابل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت.

۳ ـ ځدران، محمد شریف.(۱۳۹۴). د مغلو او تیموریانو واکمنۍ او پښتانه. کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه.

۴ـ سالنګي، عبدالشکور.(۱۳۹۳). معرفي اسیا مرکزي( مقاله، سیمه ییز مطالعات، نهم کال، څلورمه ګڼه). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.

۵ ـ صلاحي، محمد نبي.(۱۳۹۳).د لرغوني افغانستان او پخوانی هند تر منځ د اړیکو څرنګوالی(سمه ییزمطالعات، نهم کال ،۳۶ ګڼه). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.

۶ ـ ضیا، ضیاوالحق.(۱۳۹۳). د جنوبي اسیا سرحدي شخړې(سیمه ییز مطالعات، نهم کال، دویمه ګڼه).کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.

۷ ـ غبار، میر غلام محمد.(۱۳۸۸). افغانستان در مسیر تاریخ. پېښور: خاوراڼټر پرایزيز.

۸ ـ غوث، راضیه.(۱۳۹۳). روابط سیاسي افغانستان و ایران از ۱۲۹۸ تا ۱۳۱۲ هـ ش (سیمه ییزمطالعات، نهم کال، څلورمه ګڼه). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.

۹ ـ کهزاد، احمد علي.(۱۳۸۷). تاریخ افغانستان. کابل: میوند انتشارات.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply