د شوراب او بالاکوټ بریدونه؛ پاکستان کومه لوبه کوي؟

0 519
-جمیل وقار
وسله والو طالبانو د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه هلمند کې د شوراب په پوځي مرکز چې میوند قول اردو هم په کې دېره ده بریدونه وکړل او د راپورونو له مخې لسګونه افغان سرتېري یې ووژل.
طالبانو د حملې مسوولیت واخیست او په خبره یې د داخلي عسکرو ترڅنګ یې ګڼ شمېر بهرني سرتېري هم وژلي.
له دې برید وروسته پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې برید په هغې غونډې شوی، چې د پاکستان په ضد روانه وه او د افغانستان سربېره پکې هندي، امریکايي، اسرایلي او ایراني استخباراتي ډلو ګډون کړی و.
په دې لیکنه کې د پاکستاني اړخ په ادعا، له دې ادعا څخه د دوی په موخو او له راتلونکي اقداماتو څخه د پاکستان په ویرې تم کېږو.

د پاکستان ادعا

د فبروري په ۱۴مه د پاکستان له ملاتړه برخمنې ډلې جیش محمد د هند په پلوامه کې د موټرو په هغه کاروان موټر بم برید وکړ، چې جمو او کشمیر ته روان و.
د راپورونو له مخې په برید کې ۴۷ نیمه پوځي سرتېري ووژل شول. له دې برید وروسته هندیانو په خپل حکومت فشار راوړ ترڅو په پاکستان کې د دې ډلې په پټنځایونو عملیات وکړي او په ورته بریدونو خپل فاطعیت وښيي.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې هند د پاکستان تر حاکمیت لاندې په ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل او په ورپسې اقدام کې پاکستان د هند یوه جیټ الوتکه را نسکوره او پیلوټ یې ژوندی ونیول.
د پاکستان او هند په روان کشمکش کې تر ډېره هند برلاسی ښکاري، په بالاکوټ او څو نقطو د هند هوايي ځواک بمباري، په دې هېواد نړیوال فشارونه او تر ټولو ورته بد خبرونه دا و چې په حاکمیت یې د هند تېری د چین، برطانیې، روسیې او سعودي په څېر متحدو هېوادونو نه یوازې ونه غندل، بلکې له پاکستان څخه یې غوښتنه وکړه چې د تروریزم په وړاندې له توپیر پرته اقدامات وکړي.
اوس پاکستان د خپل عیب پټولو او په لوبې د برلاسي ښودولو لپاره نوې ډرامه پیل کړي. له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې افغانستان، هند، امریکا، اسرایلو او تر یوه بریده ایران د منظم پلان له مخې هڅه کوي پاکستان را وپرزوي او په وړاندې دسیسې جوړې کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې کله چې هند په بالاکوټ هوايي بریدونه وکړل، همزمانه د هلمند په شوراب اډه کې د افغان، امریکايي، هندي او اسرایلي استخباراتو ترمنځ ناسته روانه وه، ترڅو د پاکستان غربي پولو له لارې په سیند، جنوبي او خیبر پښتونخوا کې بریدونه وکړي او هند به په شرقي سرحدونو کې خپلو حملو ته دوام ورکوي.
د پاکستاني رسنیو د ادعا له مخې په هماغه مهال پاکستان د دې پلان په شنډولو کار پیل کړ او په شوراب اډه یې بریدونه وکړل. پاکستان د خپلې ادعا د ثبوت لپاره وايي چې د هند دوه الوتکې یې ویشتې وې، چې د یوې پيلوټ یې اسرایلی و او د سعودي په ډېر تاکید یې خوشي کړی دی.

پاکستان د څه په لټه کې دی؟

پاکستان چې کور دننه او بهر تر سختو فشارونو لاندې دی د ځان ځواکمن ښودو اکټونه کوي.
د دې هېواد حکومت که څه هم د نورو هېوادونو په وساطت له هند سره روانه جګړه یو څه کنټرول او ظاهراً د سولې ډنډورې یې نسبي پایله هم ورکړي، خو لا یې هم په ملي او نړیواله کچه تصویر مخ په خپ کېدو روان دی.
پاکستاني چارواکي په دې پوهېږي چې څنګه په ملي کچه په ځان د خلکو باور رامنځ ته کړي او په نظامي او استخباراتي میدان کې هغه تېروتنې یا نیمګړتیاوې جبران یا خپل ولس پرې وغولوي، چې په تېره یوه میاشت کې د هند پر وړاندې په ګونډو شوی و.
د همدې اهدافو د تحقق لپاره د پاکستان بګراونډ ته په کتو دوی ډېر کله داسې ټریکونه په لاره اچوي چې ځان د ولس په ذهن کې ځواکمن او په نظامي او استخباراتي لحاظ جوړ ملک معرفي کړي.
د دې ترڅنګ پاکستان هڅه کوي نړیوالو ته هم ځان د نورو هېوادونو له ادرسه قرباني او د دسیسو ښکار هېواد معرفي کړي. دا هېواد چې همېشه یې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه هند، افغانستان او پاکستان ته تروریزم صادر کړی اوس ځان خپله تروریزم قرباني معرفي کول غواړي.
نن سبا د افغان سولې په اړه قطر کې مهمې غونډې روانې دي. د دا ډول ادعاو په مټ پاکستان غواړي د سولې پروسه یا له خنډ سره مخ کړي او یا د میز په سر زیاته ونډه ترلاسه کړي. دوی د هغو تهدیدونو مخه هم وار له مخه نیول غواړي چې سبا افغانستان او هند د تېرو مسایلو حساب و کتاب را مخې ته نکړي. پایله پاکستان اوسنی وضعیت په ځير څاري،
اقتصادي ستونزې، د تروریزم له ادرسه دوی ته متوجه ګواښونه، په نړیواله کچه بدنامي، کور دننه بې باوري او له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې هغه مسلې دي چې دا هېواد په کې خپله راتلونکي ښه نه ویني. دا هېواد په دوو اړخونو کې لوبه کوي؛ ځان مظلوم ښيي او همدارنګه په داسې بڼه ځان رغوي او تېرې تېروتنې ترمیموي چې له ترویزم او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې تګلاره هم مخ ته یوسي او د بدنامۍ بیلانس هم وساتلی شي، چې ډېر زیانمن نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply