د حکومت ضده نغاره‌چيانو نغری ګرم شوی

0 595

په افغانستان کې یو شمېر کسان او کړۍ خورا سیسټماټیک د سولې په خبرو اترو کې د حکومت منزوي کېدو ته د خوښي څڼې اړوي او په لوی لاس یې داسې تبلیغاتو ته زور ورکړی چې د نظام ماتې او شړېدنه نږدې وښيي. د دوی موخه د خلکو تر منځ پر حکومت د باور کمول، له اصلي لوري د خلکو د پام بل خوا کول او په مجموع کې د دوی په فکر د طالبانو د سیاسي بري لپاره ادعا ته زور ورکول دي.
تر ټولو ډېر دا رنګ کسان په کابل کې د ملي امنیت تر پوښښ لاندې خوندي سیمو کې بې‌غمه ژوند کوي او ډېر یې د حکومت معاشخواره او ان ځینې یې د دولتي پوهنتونونو استادان دي. دغه ډله په خپلو کې د یوې کړۍ په څېر تبلیغاتي فعالیت کوي او د هغو هېوادپاله ځوانانو پر وړاندې منظم په ټولنیزو رسنیو کې جبهه نیسي چې د پاکستان او امریکا د شر پر وړاندې خپله ناره پورته کوي. د سولې د خبرو د ملاتړ په نوم دغه فعال نکټايي‌داره طالب پلوي د ناسمو خبرونو «Fake News» او تحریفېدونکو تحلیلونو په خپرولو سره د یو شمېر سر ناخلاصو او نیم لوستو ځوانانو ذهنیتونه اړوي او د دغه ډول خلکو د مالوماتو تشه په ناسمو مالوماتو ور ډکوي.
سره له دې چې د افغانستان د تبلیغاتو په دفاعي سنګر کې اوس په هېواد د میینو ځوانانو شمېر تر میلیونونو اوړي، خو لا هم د طالب په جامه کې د پاکستان پلوو ځوانانو پروپاګنډا ته غاښ ماتوونکی ځواب نه دی ورکړل شوی. دوی هرې مسالې ته د افغان حکومت او په تېره بيا د ولسمشر غني او ورسره خواکې څو یارانو د سولې او جګړې هڅو ته د ماتې نوم ورکوي او کوښښ یې دا دی چې له رامنځ ته شوې ټاکنیزې فضا د طالبانو په ګټه کار واخلي.
دوی هم د هغو کسانو په تاوده تناره ډوډۍ پورې کوي چې له ولسمشر سره د ټاکنیز کمپاین له کبله مخالفت په ډاګه کوي. دوی ته خدای ورکړې چې د هر مخالف له ګرېوانه سر را وباسي او د هر سیاسي مخالف په اوږه خپل ټوپک ږدي او ولسمشر غني پرې ډزوي. دیوه خورا ځیرک پلان پر اساس د افغانستان د دفاع او د پاکستانۍ او لنډغرۍ لوبې مخالفینو ته د خیاط کلیمه کارول کېږي او په ارادي او غیر ارادي ډول د ټولو موخه دا ده چې د ولسمشر اشرف غني پلویان سپک او له ملاتړه لاس په سر کړي. همدغه د بهرنیو په لوبو کې را ګیر ځوانان په دې نه پوهېږي چې دا کار د دوی په پلرونو او نیکونو هم ترسره شوی دی چې سوچه ګټه یې د دې هېواد ازلي دوښمنانو ته رسېدلې او ورپاته میراث یې د دوی لمسیان هماغه پنجابۍ لوبه کوي.
دا رنګ ټاپې له ننه ۴۰ کاله وړاندې د پاکستان په اشاره د یو شمېر مجاهد پلوو له خوا د کمونسيټ، خلقي او پرچمي په نومونو په هغو افغانانو لګول کېدې چې په کابل کې مېشت وو. موخه هغه مهال هم دا وه چې په ټولنه کې فکري دړز جوړ کړي چې نتېجه کې یې نن ټول په خپلو سترګو ویني. د وخت حکومت بیا کلیوالو مجاهد پلوو ته د اشرارو صفات کاراوو چې په دې توګه د افغانانو تر منځ خپلمنځي کرکه پراخه او را منځ ته شوی دړز هیڅ خیاط و نه شو کنډلای. دا کیسه ان په پاکستان کې د کډوالو تر پنډغالو ورسېده او کابل ته یې د مجاهدینو د مشرانو له راتلو وروسته د حزبي، جمعیتي، ګېلم جم، نظاري او نورو نومونو وغزوله.
د طالبانو له خوا هم د شر او فساد صفتونه جهاديانو ته کارول کېدل او په دې نوم د شلمې پېړۍ په وروستیو څو کلونو کې د کابل فضا ډېره ککړه وه. پر هغوی هم له ۲۰۰۱ وروسته د القاعدې او پنجابي ټاپې ولګېدې او د پردې تر شا اصلي لوبغاړي د خپل کرل شوي تخم د حاصلاتو د ترلاسه کولو په خوښي کې ګوړه څټله. په وروستیو درې څلورو کلونو کې د پردي‌پالو په ژبه د پښتنو د عزت ساتنې یو ولسي ځواک اربکی هم سپک یاد شو او په حکومت کې کارکوونکيو ته په لویه کچه د توهین لپاره کارېده. همدارنګه ځینې داسې څېرې چې معاش یې له کابل پوهنتونه ورکول کېږي د اربکیانو، ټرامپیانو او خیاطانو صفتونو کارولو ته وړیا کار ووایه او د حکومت له پالیسیو پلوي کوونکيو ځوانانو ته په لویه کچه لاهم کارول کېږي. دا د پردیو ډول ته نڅېدونکي بې‌چاره ګان په دې نه پوهېږي چې د اسلام‌اباد او ورته نورو هېوادونو تر ټولو مهمه موخه همدا ده چې د دوی په څېر څو سر ناخلاصي کسان وګماري چې د خپل نظام هغو کارستایونکيو ته داسې توهینوونکي الفاظ وکاروي چې پر پاکستان او ایران اوبه بندول د افغان حق او دپردیو له احتياجه د افغانستان خلاصول کار ګڼي. په پردي اخور دغه ډول یو شمېر ولاړه باجوه او عمران خان سره په یوه مورچه کې د دې نظام د بقا خوښوونکو پر ضد جنګېږي.
هغوی هم د افغان حکومت پر ضد خوله پرانیستې او د را پرځولو شېبې یې شماري دوی هم د ارګ په شاوخوا کې د پاکستان موخو ته کار پیل کړی. هغوی هم دا چاره د طالب په جامه کې عملې بولي او د ښه حکومت د راتلو په نوم یې کاروي دوی هم امریکا ته د خیر په تمه خوله جینګه نیولې او د طالبانو راتګ ته د دې نظام د پای په موخه خوښي اظهاروي. د دوی او پاکستان موخه او وسایل له هر اړخه یو ډول برېښي دواړو ته لومړیتوب د افغان حکومت ضعیف ښوول او د داسې اړخ واک ته رسېدل دي چې کابل مېشتي طالب‌پلوي یې د سولې په جامه کې راتلونکي سپین چڼي بولي او پنجابی یې د ښه حکومت په صفت د پاکستان له ښارونو راتلونکي طالبان بولي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply