د محکمې او د بهرنیو چارو د وزارت د مامورینو د رشوت لاسونه بلجیم ته اوږده شول
محمد نقیب تره خیل
د محکمو چارواکو د اسلامي زدکړو په وجه د حکومت څوکۍ نیولي او صلاح الدین رباني له اسلام نه د دفاع په نامه وزیر شوی.څنګه چې دوی ځانونه د قران او احادیثو پوهان او د اسلام دفاع کونکي ګڼي،نو باید څه د حکومت د نورو مامورینو په پرتله په عدالت او ظلمت په رحمانیت او ابلیسیت د خداي په اطاعت او له خدایه په باغیت ښه پوهيدل. هغوی بذات په قران او احادیثو کې لوستي چې الله ج او د هغه رسول ص رشوت اخستل مطلق حرام کړي،نو باید څه په دواړو څانګو کې رشوت بیخي وه نه، خو برعکس د حکومت د ټولو ریاستو او وزارتو په کچه دلته رشوت بېحده ډېر دي.دوی پخپلو ویناوو کې د فتنو فساد او رشوت غندنه ډېره کوي .خو مامورینو یې په ادارو کې رشوت ته داسې مشروعیت ورکړي لکه رشوت اخستل چي ثواب او قانون وي.
د اسلامي مفکر عبدالقادر جیلاني له نظره وینا جسم او عمل روح ده ،د شیخ د عقیدې له مخې دا رشوتخواره مامورین د خپلو د ویناوو د ارواحو قاتلان دي،هاغه دا چې دوی هره ورځ د خپلو ویناوو ضد کړنه کوی.
دونیايي حب چې د ټولو فتنو تومنه ده.اوانسانان د حقیقیت په اړوند ړانده او کڼه وي. همدې دونیاوي حب د محکمو کارکونکي بې حده له چتې اېستلې،بې شرمه او لېوني کړې هم دی،ثبوت یې داده چې د محکمې حرامخور مامور د۲۰۱۹کال د فبروري په ۱۴ مه د افغان الاصله بلجمي له وکیل نه نکاح خط پدې پلمه قید ه کړی وه، چې د موکل پېژند پاڼه دې جعلي ده. ترهغه چې د بلجیم دولت یې د سپیناوي تصدیق ونکړي نکاح خط نه درکوم.محکمه مکتوب د رباني وزارت ته لېږی هغوي بیا مکتوب په بلجیم کې افغان سفارت ته استوي. د سفارت مامورین د بلجیم په رسمي ژبو نه پوهېږي ترڅو له آړوندو ادارو نه د استعلام یا مکتوب په ذریعه معلومات ترې وغواړي. او له شرمه ما خبره وي نه، پوره دوه اُونۍ مکتوب د قونسل په جبه کې قرنتین وه، بیا وکیل مې له کابله خبر راکوي چې محکمې دې د پېژند پاڼې د صحت تصدیق د بلجیم له حکومت نه غوښتي.
د قانون له مخې زه او ټول ولس محکمې ته وایو، څه ړومبی خو ته یو فیصد قانوناَّ اُصولاً او رواجن حق نلري چې د یو خپلواک هیواد پېژند پاڼه جعلي ونوموي.۲-د بلجیم حکومت خو د پېژند پاڼې اصل یا کاپي افغان حکومت ته نده ورلېږلې چې د هغې له مخۍ اصلې او جعلي معلوم کړې،نو په کوم دلیل مو پري شک وکړ.۳ د همدا تاسو رشوتخورو په لاس کې د ناکح وکالتنامه ده، چې هاغه په بلجیم کې افغان سفارت د دو شاهدانو، د ناکح د وکیل او د ناکح د پېژند پاڼو د کاپې له مخې ترتیب کړې،که رباني او د وزارت کارکونکي یې ورته رشوتخواره نه وي،نو باید د محکمې مکتوب یی پدې ټکو جواب کړي وه. آلف: په بلجیم کې زموږ سفارت د ناکح د پېژند پاڼې له تصدیق نه ورسته وکا لتنامه ورته ترتیب کړې. نوباید تاسو زموږ په کار کې شک او لاسوهنه نه وای کړې .ب: زموږ د سفارت او قونسلۍ مامورین د هغه هېواد په رسمي ژبو (هالندي،فرانسوي) لیکل نشې کولای،ترڅو د استعلام په ذریعه د صحت تصدیق ترې وغواړي، نو دا خو د تاسو او زموږ ناپوهي نااهلي او بډې خوري رسوا کوي چې هم د شخص حقیقي اسناد جعل وګڼو اوهم د کره توب د تصدیق سند پري ترتیب کړو، چې بیا همداسې یې تصدیق راباندې ترتیب هم کړ. ث:که دې شخص په افغانستان کې د اقامت غوښتنه کوله نو بیا موږ حق لره چې د اسنادو د حقیقیتوب تصدیق مو تري غوښتي واي لېکن برعکس هاغه له ۲۰ کالو راهېسې له هېواده وتلې او د بلجیم تبعه ده. فرضاُ که پېژند پاڼه يي جعلي هم وي بیا هم د افغانستان دولت حکومت او ملت ته يوه ذره زیان نلري .خبر درکؤ چې په راتلونکې کې داسې ځان شرمونکي مکتوب راونه لېږي.
دې د نفس غلامانو او د ماکیاولي مریدانو د رشوت اخستو لپاره زه لالهنده کړم،یوه میاشت یې کار را ته ټال کړ،او د دې تر څنګ يې د افغان حکومت نا پوهي او نا اهلي یې د بلجیم دولت ته تصدیق کړه. دېته وايي د عصر نړۍ وال نمک حرامیان چې هم ملت خوري او هم يې زوره وی ،هم داسلام او افغانستان محبان دی او هم قاتلان . الله ج ژر تر ژره د دوی اعمالو قاضی شي.
په درناوي محمد نقیب تره خیل ۶ ۲-۳-۲۰۱۹
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320