د رشوت پلمې دې له محکمو او … نه واخستل شي

0 756

 د رشوت پلمې دې له محکمو او له بهرنیو چارو له وزارت نه واخستل شي

محمد نقیب تره خیل

د محکمو او د بهرنیو چارو د وزارت مامورین،عارضانو ته د بډو آخستو پلمې داسې . قطاره وي:تذکره دې جعلي ده، په تذکره کې دې د زېږېدلو نېټه او زېږېدلو ځاي سهی نده، د زېږېدلو نېټه دې د تذکرې او پاسپورت سره سر نه خوريي، دوه تابعته ته وایی د دوهم ملک د تابېعت په پېژند پاڼه کې دې نوم د پلارنوم د زېږېدلو نېټه او ځای مو یو څه دي او په افغاني تذکري او پاسپورت کې بل څه دي، یا نوم دې په نکاح خط  کې له تذکرې او پاسپورت سره فرق لري.د بډې خورو واک پرېمانه، وخت بې بئې ژبه لمده او ذهن یې له پلمو ډک دی. هغوی ښه پوهېږي څه د بې هېڅه ګناهکاروعارضانو د بازخواست څوک نشته. نوعارضان مجبور دی چې د پرښتو په جامو کې د ناستو  شوکمارو پلمې د بډو په بنډلو ځواب کړي  رعایت بې ټوخه له حکومت سره منې چې په اسنادوکې يو څه ستونزي شته ،خو ملت له حکومته پوښتي چې دا پورتنې یادې ستونزې خو۴۱کاله پخوا نه وي.نو دا ولې؟ څنګه ؟ او چا وزېږولې؟ دعقلاني او منصفانه قضاوت له مخې به يې ځواب دا وي چې د ټولو ستونزو لږ سلنه ملت او ډېره سلنه همدغو سرو،شنو او د سپینو ډلګیو حکومتونو پخپله زېږولې،دا لږ سلنه هغه هم ملت، پرهمدې وسلوالو ډلګېو د خوشباورۍ او له هغونه د جاهلانه ملاتړ له وجې زېږه ولې دي،خو سرو،شنو اوسپینو سیاستوالو د دونیائې حب دغلامانه ذهنیت او په اجنبیو د وفادارۍ د پلور په وجه قصداَ زېږولي.

پر دوی دا خپله۴۱کلنه ترخه ماضي شاهدي وايې چې دا جنګ همدې ډلګیو پر ملت تپلي .همدا دوی دي چې د وخت شوروي پوځیان عرب جنګیالیان پنجابیان او د نړۍ د ۴۸ هېوادو پوځیان یی افغانستان ته را دننه کړل،همدې سرو،شنو او سپینو بیرغیانو په وار وار اساسي قانون وشلوله او نظامونه یې له بېخه ونړه ول،همدا د ډلګېو غټان وه چې د غرض او هوس د لذت او منفعت په تمه ګاونډ هېوادو ته په وار وار وروتښتېدل.همدا د نن ورځې وزیران رئیسان معینان اوغټان دي چې پرون ئې پخپله قلم په لاس کې ونیوه ذده کړې یې وکړې او ملت ته ئې توپک په لاس کې ورکړ پخپل منځ کې یې سره وجنګول او نا لوستې یې پرېښوول.همدا خدای صفته (علم)دښمنان دی چې له ۱۳۵۷ کال راهيسۍ ئې د شاګرد انو،محصلانو،استادانو انجینرانو ډاکترانو او د عبقریانو قتلول او دعام المنفعه شتمنېو د سېځلو او په بمونو الوزولو ته بسم ا لله کړې چې تر ننه ئې زور اخستی. همدا د وخت قارونان،فرعونیان دجلان اوابلیسان دي چې د هغوی د انتها د وحشت او بربریت له شدت نه، ملت ته کور کلې او هېواد هدیره شو،او د ملت حالت دې حد ته ورسېد چې د خپل د ژوند جنازه پر غیږ کې ونیسي،اروپا آسترلېا او امریکا ته وتښتي.

د ابلیسانو او دجلانو د حکومتو په وخت کې هر چا غرب ته د کراېي وس نلره،ځکه د نېچه مریدانو د خپلو ډلګیو د حاکمیت په وخت کې د خپل آرشد پیر دا حيوان خصلته  حکم (چې نړۍ هغه لوی لابراتوار ته ورته ده، چې څوټنه بې آرزښته مواد د دې لپاره کارول کېږي،تر څو یو مثقال سره زر تري حاصل شي.نو باید د معمولې وګړو پر رټنه ، لوټونه او وژنه ترحم ونشي .پدې چې دا ټول هغه مواد دي چې حالات یې د غوره شخصیت د جوړولو لپاره لابراتوار ته ورلیږي) سل په سلوکې عملې کړ. دا نن هم د هېواد کنډوالۍ د وژل شوو هدیرې دژوندیو فقر او سپېرې څېرې په بې روحه جسد او په تړلو شونډو نارې وهي چې موږ د ټولو ډلو،ټپلو دغټو او مطرحو کسانو د ودې او د هغو د مصنوعي شخصیتو د جوړېدو کره ثبوت یو، سربېره پردۍ د همدغو د لذت او شهرت په غرض په سلهاوو څه ان  په زرهاوو کسان هم بې عزته شوی اوهم لوټل شوی.دعبدالله ابن اُبې لارویانو د ملوک الطوایفي په وخت کې یوازې خپلو ملیشو ته د پوځیانو په نوم میاشتنې تنخواه ورکوله نور ټول دولتي آجیران او ماموران  يې له دندو شړلی وه،هغوی په روزمذدوري کراچوانې،او جوالېتوب د بخور و نمیر ژوند سبا کوه،نو په بېکارۍ او نېستۍ کې  أمنو ملکوته د تېښتې د لګښت د بئې پېداکول یوغم وه او په غرو، ځنګلو او بحرو تېرېدل بل غم وه.

افغان ملت د نړۍ والۍ کډوالۍ تجروبه نلرله. نو په ړومبي سر کې خاصو کسانو په خپل ژوند قمار ووهه،خپل زېورات او جاېداد پرهمدې لوټمارو په نیمه بیه وپلورل، شتمنو او آمنو هېوادو ته پرې وتېښتېدل، غرب ته د هغو د رسېدو،او په کې د مېشتېدو اوکار موندو اوازو بیا نورو اسیرو خوځنده مړو ته د تېښتې جرئت ورکړ،پدې ترتیب د تېښتې لړۍ پيل شوه او د هغوی په مڼډ وخوځېدل.هاغه وخت د جنس بیه ډېره کمه پدې وه څه        دجلانو بې پشتوانۍ کرنسۍ چاپولې، نو د کورنې د ټولو شتو د پلور په بیه به ایله د یوه کس د سفر کرایه جوړه شوه.بیا به کورنۍ د سفر د لېږد لپاره په هغه غړي آمنا کوله چې تر ټولو هوښیار، تجربه ناک او تکړه برېښېده.

تېښتېدونکو سره د ځان د ژوندي پاتې کېدو دغم په نسبت  ډېر د خپلو کوره نیو چې  په درده ونکي اومرګوني حالت کې ايسارې دي،د هغو د ژغورولو غم ورسره وه.نو له ېوې خوا د کورنیو مجبورېتیو او د بلېخوا د کډوالۍ جبر پر کډوالو باندې جبراً د بدل نومو د بدل د زېږدوځایو او د دوهم تابیعت د لرلو تخم له افعانستانه له وتو سره په کې شینده او شتمنو هېوادو کې د متفرقه حوادثو او پېښولامله په کې  زرغو ندې،څانګي یې کولی.او د سرو شنو اوسپينو ډلګیو اوږدو غمیزو په کې ډډ وګرځه ولي.

دوه نومونو او دوه ډلو اسنادو ته د کډوالو د تن د ورکو لوحقیقي حالت به د دې څلورو کډوالو په روایت کې چې له میاشتو او کالو له مزلو وروسته شرقې اروپا ته رسېږي او له هغه ځایه غربي اروپا ته پر اوښتو او هلته په کې د مېشتېدو حالات، رنګا رنګ پېښې  پرې قبلوي ولولو. ۱- آحمد غواړي څه د چک هېواد له پولې جرمنې ته ننوزي،د جرمن پولیس یې په پوله نیسي، آحمد ته ویل شوی که پولیس دې په سرحد کې ونیسي، هغوی دې هلته واپسه چې له هغه هېواده ورآوښتي یې.نو هاغه پوهیږي چې چک ته مې واپسه وي،او هلته نه سوسیال راکوی او نه په کې د مذدوري امکانات شته.نو ناچاره،څه یا به همدا شېبه  خپل نوم غلط  پولیسوته وايي او یا څه دوباره جرمني ته ننوزي او د کډوالۍ غوښتنه کوی،پدې څه د تېر ځل نیونه يي رسوا نشي.۲-محمود هالند کې د کډوالۍ غوښتنه کړې خو هغوي یې غوښتنه ونه منله او وې شړه،هاغه د هېواد جهنومي حالت،او یولمن مصرف شوې روپۍ او په مرګ کې آسیره کورني یې ګواښه وي، چې یا اروپا کې پاتې کېدل او یا مرګ، د زړه او د ذهن له جګړې وروسته تقدیر ئې ډنمارک ته ټېل وهي. نو له هالنده د شړلو د پټونې لپاره مجبوريږي چې هلته په بدل نوم ځان ونوموي ۳-محمد د دوه اولادو پلار دي.فرانسه کې کډوال شوي،دین،اخلاق او انساني مینه یی پرې مني، چې یا د خپل کوچنې ورونه  او یا  یتیمان ورېورونه یا  یتیمان خوریونه د اولادوپه جمع ورکړي،هاغه هم دا کړنه کوی ۴-الفت له واده نه یو کال ورسته په انګلیڼډ کې کډوال کېږي ،خو لا انترویو یې ورکړی نه وي څه خبریږي چې مېرمن مور پلار او مشر ورور یې د خدای او د رسول او له انسانیت نه د بېزاره ملیشو په ګولیو او که د هغو د مېلمنو په هوایی بمونو وژل شوي،د ورور د یتیمانو،د حال او راتلونکی دردونکی او تیاره حالت نه د ژغورنې په وجه په انترویو کې کوڼډه وریندار د ښځې په نوم،دوه-درې واړه ورېرونه د خپل اولادو په نوم ورته وایې،له وریندار سره یا دهغۍ د زړښت لامله او یا د هغې د مشرانو زامنو د خوابدۍ له وجې واده نکوی. ۵- په ۲۰۱۲کال کې اروپا ئي ټو لنۍ له افغان حکومت سره موافقت نامه لاسلیک کړې وه څه کابل او د شمال څو ولایتنونه امن دي،د سند له لاسلیک نه وروسته غربی هېوادونه په آمن د نومول شو ولایتو کډوال نه منی،نو دا خو د حکومت قصورده چې په اصطلاح د آمنو ولایتو کډوال یې په غرب کې د مېشتېدو لپاره اړ اېستل چې ځانونه د نا آمنو ولایتو اوسېدونکې وښئي، نو د دغسې ناببرواو تحمیلي ستونزو او حوادثو لامله د کډوالو د اصلي نومونو او د زېږېدلو ځایو تغیر وموند.

   نو ملت د رشوت د مخنوي لپاره حکومت ته دا درې وړانديزونه کوی، پدې کې دې  یو ومني؟۱ د متغیرو نوموعارضان به مکلف وي څه د خپل د افغانیت د اثبات لپاره د جومات ۱۰ مقتدیان د کلي ۳ سپین ږیري او د کلي ملک به د مربوطه څانګې مامور یا ریس ته حاضره  وي.۲-یا دې حکومت د دې تحمیل شوو حالاتو له جبره چې دا افغانان په دوه نومو نومول شوي د هغوي له افغانيت نه دې چورلټ منکر شي -۳ یا دې حکومت دعارضانو د نوم او د هغو د زېږېدو د ځای د نوم د اصلاح لپاره  یو مناسبه اندازه جریمه تعین کړي،پدې کار سره به په دواړو ادارو کې هم رشوتخو ري ورکه شي اوهم بیروکراسي.

 ۲۹/۳/۲۰۱۹

محمد نقیب تره خیل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply