په انټرنیټ کې په یوه دقیقه کې څه کیږي؟

0 538

ژباړه: رحمن الله لکڼوال-

په انټرنیټ کې د یوې دقیقې په جریان کې امکان لري چې ډیرې زیاتې پیښې وشي. هغه اشخاص چې فیسبوک یا خپل ایمیل ګوري کیدای شي 60 ثانیې یې د سترګو په رپ کې تیرې شي، خو که موږ دا ټولې کړنې په همغه دقیقه کې سره یو ځای کړو، نو موږ به په انټرنیټ کې له حیرانتیا ډکه یوه دقیقه ولرو.

د اقتصاد آنلاین د راپور او د Lori Lewise او Chadd د تحقیق په اساس، په انټیرنیټ کې په یوه دقیقه کې یو ملیون کاروونکي فیسبوک ته دننه کیږي، په یوټیوب کې 4.5 ملیونه ویډیوګاني لیدل کیږي، په مجموعي ډول 41.6 ملیونه پیغامونه د واټس اپ او فیسبوک له لارې لیږل کیږي او په همدې شمیر کاروونکي tinder ته دننه شوي دي، په همدې ترتیب 3.8 ملیون ځله په ګوګل کې پلټنه شوې ده، 347.222 سکرول په انسټاګرام کې او تقریباً د یو ملیون ډالرو په ارزښت په انلاین ډول پیرودنه شوې ده.

ترسره شوې څیړنې ښیي چې د انټرنیټ کارونې په کچه کې د تیر کال په نسبت ډیر بدلون نه دی راغلی. د فېسبوک کاروونکو او په ګوګل کې د پلټونکو شمیر په تیر یو کال کې تقریباً ثابت پاتې شوی دی،  په ګوګل کې په یوه دقیقه کې نږدې 100 زره پلټنې د تیر کال په نسبت اضافه شوي دي. په همدې ډول د فیسبوک کاروونکو په شمیر کې د نږدي 30 زرو په شاوخوا کې زیاتوالی راغلی دی.

له بلې خوا، د Netflix د منځپانګو د لیدونکو شمیر تقریباً درې برابره او په انسټاګرام کې د پوست کوونکو شمیر په 2019 کال کې د تیر کال په نسبت دوه برابره شوی دی.

په وړاندې شوي تصویر کې په عمومي ډول د انټرنیټ څخه د استفاده کوونکو شمیر په یو دقیقه کې په 2019 کې لیدلی شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply