د سولې مذاکراتو کې د حکومت ګډون حتمي دی

0 479

مطیع الله سحر_

 

د افغانستان د سولې تر ټولو هڅو وروسته طالب استازي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خليلزاد په خپل منځ کې د افغان سولې په اړه څو غونډې وکړې، خو لا هم کومې واضح پایلې ته نه دي سره رسېدلي او تر هغو چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې مذاکرات ونه کړي، نو ټولې غونډې به همدغسې بې ګټې او بې پایلې ترسره کېږي.

که څه هم د مسکو غونډې ته یو شمېر سیاسیون ورغلل او دوی د بین الافغاني مذاکراتو رنګ ورکړ، مګر دغه ورغلي کسان نه د افغان ولس په استازیتوب ورغلي او نه هم دوی دا صلاحیت لري چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه توافق یا مخالفت وکړي. دا صلاحیت د قانون په اساس یوازې او یوازې افغان دولت لري، ځکه دوی سره اجرائیوي صلاحیت دی. دوی چې هره پرېکړه وکړي، نو تطبیقولی یې شي، نو په دې خاطر دا حتمي ده چې مذاکرات باید له دولت سره ترسره شي.

دا ځل بیا هم دا هڅه کېږي چې یو څه افغان سیاسیون د دوحې غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو په نوم ور وبلل شي او حتی په دې منځ کې دا هم ویل کېږي چې افغان دولت پلاوی هم دې غونډې ته ورتللی شي، مګر دا په حقیقت کې د پاکستان اجنډا ده، ځکه دوی غواړي چې په همدې ډول افغان دولت کمزوری کړي او د دولت په توګه نه، بلکې د یو جهت په توګه یې هلته مطرح کړي او ولسمشر غني دغې باریکۍ ته متوجه دی او هغوی به هیڅ وخت هم له دغسې کمزوري دریځه د سولې مذاکراتو ته ور وړاندې نشي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د راتلونکې غونډې د برنامې او اجنډا په اړه د سولې له عالي شورا سره لازمې مشورې وشي. او د سولې شورا دا چمتوالی لري هغه فرصت چې کلونه پس مونږه ته په لاس راغلی دی او یا راځي باید پوره استفاده ترې وکړو. او د دې لپاره باید د ناستې اجنډا له افغان حکومت سره شریکه شي.

د دې ترڅنګ افغان ولسمشر هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د سولې راتګ حتمي ده، مګر په دې برخه کې باید په تدبیر ګامونه واخیستل شي او د بیړې پرځای تدبیر ته اړتیا ده، ځکه که بیړه وشي، نو خدای مکړه د سولې برابر شوی فرصت به هم ضایع شي او د سولې په نوم به یو بل ناورین په افغانانو وتپل شي. د دوحې راتلونکې غونډه د دې لپاره چې مطلوبې پایلې ولري، نو د امریکا متحده ایالات او وسله وال طالبان رسماً له دولت څخه وغواړي چې د دوی پلاوی هم د مذاکراتو لپاره ورشي او د سولې په اړه خپل بحثونه پیل کړي.

طالب مشران هم نور باید د وخت د ضایع کولو پرځای افغان سولې لپاره غاړه کېږدي، او کوم مسایل چې لري هغه له افغان حکومت سره شریک کړي، ځکه طالبان باید دا په کلکه ومني چې جګړه نه د حل لاره ده، نه د ولس انتخاب دی او نه هم د جګړې او زور له لارې څوک واک ته رسېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply