د تاریخي هویت پېژندلوپه اړه د ولسمشر غني ټینګار

0 611

محمدبشیر یوسفزوی

د څلورو لسیزو جګړو موږ له خپل تاریخ، روښانه ماضي، ارزښتونو او پخواني تمدن څخه نهایت لیرې کړي او پردي کړي یوو، حتی زموږ ځوانان فکر کوي چې افغانستان او دوی د دغې جګړې محصول دي او د هیواد له تېر او ځلانده تاریخ څخه یا هیڅ او یا هم په ډېر ندرت خبر دي.

مګر افغانستان اوږد او ځلانده تاریخ لري، ځکه موږ په سیمه کې د تمدن مرکز و. دلته هغه مهال جنګ، نارامي، ناامني، بې ثباتي، اختتاف ، فساد او نورې ناوړه کړنې او جنایتونه هیچا هم نه پېژندل. هغه مهال غلا شرم او بې ننګي وه. غله د ولس په منځ کې ځای نه درلود، منفور و، خلکو به ورڅخه کرکه کوله او لیرې والی به یې ورڅخه اختیاراوه.

ولسمشر غني د نوي ښوونیز کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: ”افغانستان  په زرګونو کلونو کې د تمدنونو په څلورلاره کې واقع وو. دغه خاوره د مدنیتونو د ودې زانګو او د فکرونو د تبادلې ساحه وه. موږ باید زده کوونکو ته خپل تاریخي هویت وروپېژنو او دا ورته ووایو چې ایا دفاعي هویت غواړئ که ارتباطي هویت؟

دا ډېره مهمه ده چې زموږ ځوانان د خپل تېر په اړه واقعي معلوماتو ته لاسرسی ولري او دوی په هغه اړه وپوهول شي. دا ځکه مهمه ده چې دوی ته د مالکیت حس ورکوي او دوی په دې پوهوي چې د جګړې نه، بلکې د یو ډېر ځلانده او روښانه ماضي او تمدن زېږنده او نسل دي چې بدمرغه جګړو یې پر ژوند وزرې غوړولي دي او دوی باید تېرو تجربو په لوستو او له هغو څخه په ګټه اخیستو داسې وروزل شي چې څنګه بېرته له جګړې څخه همغسې حالت ته ځانونه ورسوي.

د دې لپاره دا ډېره مهمه ده چې د نصاب او ښوونځیو په کتابونو کې دغه مسایل ځای کړای شي او د هغو دتدریس له لارې د زده کوونکو په ذهنونو کې ځای ونیسي او په دې ډول به دوی د جګړې له ناوړه اغېزو او د کمترۍ له حس څخه خوندي شي.

ولسمشر غني وویل،” اوس که د خپل تېر تاریخ برعکس، ځانونه منزوي کړو او له شاوخوا نړۍ سره ارتباطات قطع کړو، نو په خپل لاس به مو د خپلې ودې او سوکالۍ مخه نیولې وي. دا ملک په خپل زرین تاریخ کې د ارتباطاتو ملک وو او دې ملت د خپل هېواد له جغرافیایي موقعیته ډېره ښه استفاده کوله. لکه څنګه چې تاریخ او خپل جغرافیایي موقعیت راته وایي، زموږ آینده زموږ له ګاونډیو سره ده او له همدې کبله دا ډېره ضرور ده چې په علمي مرکزونو کې خپل ګاونډي، خپله سیمه او خپل نړیوال همکاران وپېژنو او له نورو سره په خپلو توپیرونو او اشتراکاتو پوه شو.

موږ باید خپل ځوان نسل داسې وروزو چې خپل روښانه راتلونکی په انزوا کې نه، بلکې له ګاونډیانو او نړۍ سره د ښو مناسباتو لرلو کې وویني او د دغسې وضعیت د رامنځته کولو لپاره هم ذهنا چمتو وي او هم یې هڅه وکړي، ځکه نړۍ د یو کوچني کلي په څېر په راکړه ورکړه ، ښو اړیکو او مناسباتو چلېږي.

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply