د مودي پر ژوند فلم ټرېلر خپور شو

0 746

د هندوستان د لومړي وزیر نرېندرا مودي پر ژوند د جوړ شوي فلم لومړۍ ویډیو خپره شوه چې نريندرا مودي پاکستان ته وايي، که مو بيا په موږ لاسونه پورته کړل؛ نو لاسونه به در پرې کړو.
دغه فلم چې «پي‌اېم نريندرا مودي» نومېږي لومړۍ ويډيو يا ټرېلر يې په يوټوب خپور شوى دى چې په لږ وخت کې ډېرو خلکو خوښ کړى او ټاکل شوی چې د روان کال د اپرېل په پنځمه نېټه به د هند په ګډون په نوره نړۍ کې هم نندارې ته وړاندې شي.
په دې فلم کې د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د ژوند کيسه ښوول شوې ده چې څنګه یو چاى خرڅوونکي د هند لومړي وزير شو. په فلم کې فلمي نوموتي ستوري وويک اوبراى د نريندرا مودي کردار لوبولى دى.
دا فلم اومنګ کمار جوړ کړى دى چې د وويک اوبراى سربېره بومن ايراني، منوج جوشي، درشن کمار، پرشانت ناراين، زرينه وهاب او برکا بيشت سنګ ګوپتا هم کار کړى دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply