د حامد کرزي چپنیز ایتلاف

0 1,278

له څلورکلنې بې‌واکي او کور ناستي وروسته د پخواني ولسمشر ټلواله د پراخېدو او غوړېدو په درشل کې ده چې ټول بې‌واکه شوي پکې د سولې تر شعار لاندې را غونډ شوي دي. په دوی کې د تېرو ۱۵ کلونو د ناخوالو نږدې ټول لو اول لاس چارواکي د حامد کرزي په دربار کې کته پورته کېږي او د هغو طالبانو په دیدار د مشرف کېدو شېبې شماري چې نه یوازې دوی، بلکې ان د هغوی کورنیو ته یې د امریکا بې ۵۲ الوتکې، بمونه او زندانونه خوښول. ځینو یې د سویل شاهین پراوږو د لاسونو د اچولو او سیلفي اخیستو په هیله ځان ته نوي کالي او درېشۍ جوړې کړې دي.
یو شمېر نور یې په افغان رسنیو کې د دوحې په چکر د تلو خوښي لمانځي او د طالبانو د لیدلو، جوړ پخیر او د خبرو اترو پر مېز د وړاندې کوونکې مداحیې لپاره د کلیماتو په راغونډولو او زمزمه کولو بوخت دي. د حامد کرزي د نوې ټلوالې غړي د وروستیو دوو، دریو لسیزو په ګڼو ټلوالو کې لوبېدلي، غورځېدلي ، څنډې ته شوي، په یوه او بله سوړه ننوتي او د واک او ځواک په تنده کې د دوست او دوښمن له ګرېوانه ډېر سر را ایستونکي شامل دي.
په نوې ټلواله کې، چې دوحې ته یې د تلو موزې په پښو کړي داسې کسان هم شته چې د همدې طالبانو پر سر یې د غټو غټو بمونو د غورځولو، ګوانټنامو ته د استولو، په شخصي زندانونو کې د ځورولو، له امریکايانو سره د خپلو شخصي ګټو په موخه د تړونونو په لاسلیک کولو او د ډالرو او پروژو د ترلاسه کولو لپاره یې پر طالبانو هر ډول نادودو ته څڼې اچولې.
دوی چې دربارونه یې له لاسه ورکړي او د ناز او غرور له کلک محرومیت سره مخامخ شوي هڅې کوي چې دا ځل په مخامخ ویناوو ځانونه سوله خوښي وښيي او د طالبانو رنځونې خاطر ور خپل کړي. ښاغلي کرزي همدې موضوع ته تېره میاشت په مسکو کې ښکاره اشاره وکړه او د ټوکو په انداز کې یې خپلو بېولو ملګرو ته وویل چې طالبان پخوا یوازې دده وروڼه بلل کېدل، خو دا دی اوس د ټولو وروڼه شول. د ماسکو په ناسته کې پر نورو سربېره طالبانو ته محقق، نور او ان پدرام د وروڼو خطاب کاوو او د حامد کرزي اشاره هم همدغو څو غورځېدلو پرځېدلو په نوم سیاستوالو ته وه چې پر هغه یې څه باندې لس کاله نیوکه درلوده چې طالبانو ته ولې وروڼه وايي. په بله وینا د طالبانو سکني وروڼه د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي او که حالات همداسې روان وي لیرې نه ده چې یوه ورځ ښاغلي عطا نور، محقق، قانوني، او زاخېلوال تر نورو ډېر د سهیل شاهین د ملګرو برادران شي، خو ما اورېدلي و چې بده ورځ ورور نه لري.
د ولسمشر کرزي تر چپنې لاندې را غونډو شویو څېرو چې په افغانستان کې د نوي ځوان نسل کار او پروګرام ولید؛ نو خپل پخوانی بابا یې بېرته وهڅاوو چې د سولې په نوم یوه داسې ټلواله جوړه کړي چې طالبان یې په پخوانیو کړنو سترګې پټې کړي، ملت یې سوله خوښي وبولي او په راتلونکي کې د حکومت په دسترخوان ور شریک او یوه مړۍ دولتي ډوډۍ ور ورسېږي.
د ښاغلي کرزي چپن رښتیا هم په ‌ډېرو برابره ده او هر خفه او پخلا یې په اوږو وړلای او ځان پکې را نغاړلای شي. د سولې د سیاسي پلاوي تر چتر لاندې را غونډ شوي واړه او زاړه غواړي ټولې هغه څېرې یوه او بل ته لاسونه سره ورکړي چې د ولسمشر غني له خوا یا رټل شوې او یا له حکومته خفه شوي دي. هم‌مهاله دوی له هغو قومي او ګوندي ټېکدارانو سره په لاس یو کولو بوخت دی چې له تېرو۳۰ کلونو راهیسې یې په مختلفو نومونو د افغانستان د واک تر لاسه کولو او واک ساتلو لپاره په هر ډول نا متجانسو ایتلافونو کې د ملت پر وړاندې جنډه پورته کړې. په نوي چوکاټ راغونډ شوي د اوس لپاره د سولې د بیرغ د پورته کولو په سیالي کې له یوه او بله ځانونه مخ ته کوي، خو د دوی کړنو ته په کتو سره یې ډېر د قدرت او ثروت په تنده کې تیندکۍ وهي، چې کېدای شي د خپل سیاسي ژوند او زور پای ته په خپلو لاسونو لار هواروي.
سره له دې چې دوحې ته ور وران ډېر په دې هم پوهېږي چې د ټلوالې جوړولو له ناکامو غورځو پرځو پرته نور څه نه دې ورپاته چې ورځ پرې تېره کړي او دوی ټول هغو اوبو وړو ته ورته دي چې د شګو هرې وړې او غټې ډېرۍ ته لاسونه ور اچوي او په خړو اوبو کې د نه ډوبېدو په هیله نیم ژواندې پښې ښوروي. ډېرو سر له اوسه د ولسمشري د ټاکنو په روڼتیا شک ښوولی او باور یې دا دی چې پر ځای دې یو داسې موقت دولت جوړ شی چې دوی او طالبان یې مهم اړخونه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply