په بډو اخستو د عطانور اعتراف او جګړه 

0 740

محمد نقیب تره خیل ـ

۱- په مزار کې د ۱۰-۱۵زرو تنو قومندان وم. پرېمانه امکانات مې لرل.

۲- غني د حکومت له عایداتي څوکيو نه زموږ کسان ګوښه کوی خپلو کسانو ته یې ورکوی.

۳-غنې را سره سند لاس لیک کړي چې د مزار امنیه قومندان او د جنایی امر به زما کسان وی.

عطا نور دوه لسیزې پخوا نه ډېر ځمکه لرله ،او نه مال، نه سوداګر وه او نه شتمن. نه يې مسلکي ذده کړي کړی،اونه اکادومیکې .تر۱۲ ټولګي یې ښوونځي لوستې،او ۴۱کاله پخوا د خپل پلا رنې کلې په ښوونځۍ کې یو کال ښوونکې پاتې شوی. څه سپینه خبره وی هغه د خپل د کلي یو بې وسه بې قدرته او عادی کس وه.همدا اوس دعطانور د کلي دهغه د ولسوالۍ د ولایت او ان نږدی د ټول هېواد د اوسېدونکو د ژوند حالت همهغه د پخوا په څېرد نیستۍاو مظلومیت ژوند دي.خو د وروستیو ۱۸کالو راهسۍ دعطا شخصي قدرت او ثروت میلون برابره زیات شوي.ثروت قدرت او طاقت هاغه داسې لېوني کړ چې پخوانې ولسمشر کرزی او اوسنې ولسمشر يې په کراتو مراتو کنځلي،ان دخپل هم فکره نږدې ملګرې او دحکومت اجرائیه رئیس ډبل عبدالله یې ګواښه لې وه چې زامه دې درماته وم. ویدیوګانې په یوتیوب کې پرتې دي.هاغه د خپل د ثروت او قدرت د ثبوت په نښه مدعي ده چې ډبل عبدالله ما اجرائیه ریس کړي او د کابینې نیم وزیران او سفیران مي تعین کړي او که میشت امریکایی پوځونه مداخله ونکړي په ۱۰ ساعتو کې ارګ نیسم،او د موجوده ثروت په اړوند د بې بې سې د پارسي خپرونې د ایراني خبریال سره په مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ویئلي چې د یونیم میلیارد ډالرو په اندازه نغدې او جایدات نلرم.خبریال؛ نو څومره به لري؟ ۶-۷میلون ډالر به نغدې لرم. او د مزار په ښار کې دوه کوره،یو د سودا ګرۍ مارکیټ،یو څو دوکانونه،یو د تیلو ټانګ او یو تلوېز وني چینل لرم. چې دا به دوه نیم-درې میلونو ډالره بیه ولري.هاغه ورله وائې همدا د تا ارقام به قبول کړم، افغانستان خوغریب ملک دی،نو دا لږ وډير۱۰میلونه ډالر دې له کومه او څنګه ګټلې؟ نفسي او ذهني غلام پدې شېبه کې لاسونه مروړي، وریځي پورته کشه وي او په جرءت پوښتنه پدې ټکو ځوابه وي؛زه خو په مزار کې د۱۰-۱۵زرو تنو د جبهې قوماندان وم،پرېمانه امکانات مې لرل.جاهل پدې نه پوهیږي چې د همدې لڼډې کرښۍ په ځواب کې په کړو کبيره ګناهونواو منافقت اقرار کوي،ړومبي اقرار دې دادی چې د مجا هدینو آمانت مال دې خیانت کړی دهغو د خوړو او جامواستحقاق دي غلا کړی،په وعده دې وفا ورسره نده کړې او دروغ دې وئیلي.چې دا يې د منافقت نښې دي،دوهم ته خو ځان مومن مسلمان اومجاهد ګڼي،دا حدیث خو به دې اورېدلې وي؛که هر مسلمان  یوه مړۍ حرامه خواړه وخوري تر څلوېښت ورځو ایمان ترې کوچېږي،ته خو دا څلوېښت کاله حرام خورې،نو ته د خدای د دین لپاره نه،د دنیا  په نیت جنګېدلی یې، ته خو فاسد مفسد ریاکار او حرامخور یې،حرام او ریا کبیره ګناه ده.

منافق بیا هم د تر سره کړو خیانتو او جنیاتو  په غوښنه برخه منکرشوی، پدې چې د هغه د ثروت او قدرت اصلی لومه او شومه بهره نیان دي.نه د مجاهدینو د وخت آذوقې او راشونونه،چې هاغه هم کرايې کښو پرخرو او کچرو له پاکستانه وروړې،دا شتمني هغه له روسانو هندوانو، ایرانیانو پنجابیانو او امریکایا نو دځان او د ملګرو د وفادارۍ د پلور په بیه اخستي،کنه ټولې نړۍ ته رسوا ده چې افغانستان ډېر وږي ملک دي. ټول اوسېدونکي یې په بخور نمیر ژوند کوي.هلته که د پوځ د یوې فرقې له میاشتنې اذوقې نه ۱۰۰۰ ډالره اختلاص وشي. پوځیان به د لوږي د شدت لامله د نیا په رسوايئ ونیسي.هغه هڅه کړې چي د خپلو خیانتو بهره نۍ  برخه باکل پټه وساتي.لیکن د هغه په پته دومره د غلا پلونه ورغلې څه یو پل پټه وي بل پل ښکاري.

  د پریمانه امکاناتو د لرلو مقصد یې همداده چې د ملو مجاهدینو دخوړو،جامو، درملو، وسلو، تجيزاتو ،ترانسپورت او د نورو لګښتو،حق یې ترې تروړلي.کنه د عطا او د هغه د ۱۵ زره تنو په لاسوکې خو بیل، کلند، چکوش اورنج نه وه، څه په کروند او فابریکو کې یې تولید کړی وي،او پر محصولاتو يې ۱۰میلونه ډالر ګټلي وي؟هغو خو دا ۴۰ کاله ټوپک چلوی،او ټوپک د سړی اوسپنې له ټوټې څخه اضافه نور څه نده، توپک چې د لښکرو په اوږو کې ځوړندي وي د کولمو لرونکو حیواناتو غوندې خوري، څښي تغذیه کېږي اوبس.د فاجر اوفاسق ځواب د هغه نورو لسهاوو جرمونو ته لار پرانیزی. څه خبره اوږده نشې ېوازې د یوه جرم په اړه ملت ترې وضاحت غواړي؟حقیقت خو څرګند دي چې تا ۵۰۰ تنه جنګیالي هم نلرل.خو د تا دروغ به ومنو چې ۱۵زره تنه جنګیالې د لرل، او یقیناً چې دا جنګیالي خو دغلامانو په څېر ېوازې د خوړو،جامو او د سرپنا  په اُجورې در سره مل شوی نه وه. دوی کټ مټ د تا غوندې خپلواکه جګړه ماران او ریا کاره مسلمانان وه.او د تا په څېر يې کورنۍ لرلې،څومره چې تا د راشن حق لره،دوی هم هومره لره،د غنیمت، د تاراج، دذولیت،د باج، دعشور … او د نور چور او چپاول په مالونو کې يې له تا سره سمه برابره برخه لرله.نو اوس ته مسلمان مجاهد اسلام ګټونکي قران منونکی د ملت حق غوښتونکي.خالق لاېزال ځانته حضور کړه، چې اوس به هرجنګیالي دې د تا د پانګې دوه سلنه پانګه ولري؟ايا د هغو ۱۵زره تنو ټولو جمعې شتمني به د تا د شتمنیو په برابر شي؟ یقیناً څه ځواب يې  مطلق نه ده، نو تا چې د خپل رب سره ریا او د هغه نافرماني کړي،د هغو ګناهنو سزا به لوی ذات درکوی .او د ملت مال دې چې اختلاص کړی باید دولت یې درنه واخلې، ویدیو دې په یوتیوب کې پرتې دي د روغتیا په حالت کې په خپله خوښه وایی چې د ۱۰-۱۵زرو تنو قومندان وم. پریمانه امکانات مې لرل،د ۱۰میلون ډالرو شتمنې نو څومره ده چې پر ما نیوکې کېږي؟حکومت او دولت مکلف دی چې عطا د فاسد مفسد او اختلا ص کونکی مجرم په نوم وپېژني بندي یې کړي او شتمن یې تري ذولت کړي،

د عطا د غلا دوهم اعتراف؛غني د حکومت له عاېداتي پوستونو زموږ کسان لری کوی. دغسې سفله خبره لوچکان یې په سماوارو ،عملیان يې په ساقي خانو قمار بازان يې په پرخانو او رشوت خواره یې په بنډارو کې کوی.خوعطا د ۱۳۹۷کال د حوت  په ۶مه د مزاري په لمانځ غوڼډه کې وکړه.د هغه له تعفنې خبرې را وروسته لیکوالانو ژورنالستانو د نظرخاوند انو اوموریخينو په سل هاؤ مقالې ولیکلې ،په رادیويئ او تلویزوني مباحثو کې په ساعتونو خبرې وکړې،خو هیچا یوه کرښه هم دهغه په ځواب کې ونه لیکله چې جنابه حکومتي څوکې  تولیدي نه بلکي مصرفي او خدماتي دي،هو د قانون په حکم ګمروکونه د وارداتو او صادراتو محصول راټولوي او ښاروالۍ او د مالېۍ څانګې د جایداتونو ماليه راغوڼډه وي هاغه د ملت روپۍ دي،نو باید بیت المال ته يې وسپاري،له هغو نه ېوه روپۍجیب ته کول حرام مطلق ده.او په ګردي مېزونو کې چا دا خبره ورته ونکړه چې ته خو میلونر یې، د سوداګرۍ شرکتونه لرې،کورونه،سرایونه،مارکېټونه او دوکانونه دې په کرایه تللي،د هغه پرځای به دې وئیلي وه،چې۵۲سلنه هېواد وال مې د فقر له کچې ټيټ ژوند لري، زه له هغو سره د مرستې په خاطر د ورځی ۱۲ ساعته بې مذده کار کوم،   د بلخ د ولا یت د امنیه قوماندان او د بډو په سر جګړه، باید تر ټولو ړومبی عطانور ته د هغه خپل هم فکرانو،مداحانو،غوړه مالانو،آوجرتي چکچکانو او نفسي غلامانو ورله وئېلي وه چې دا څوڅکه خوري مه کوه، تا خو وې، چې زه عقاب یم، که پر ځمکه وزرونه وټپه وم ان زر متره لرې کارغان او ټپوسان د وزرو له شدت  نه مې پر ځمکه غورزي،او که له اسمانه لاندې پر ګیدړانو یا شغالانو راغوټه شم  له وهمه به وریږدي او په کونه به کښېني،د تا دبابو پرموږ آثر وکړ،در باندې راغونډ شو، بیا په همدې وجه د نفسي هیلو د پوره کېدو په تمه در سره مله شو، موږ آبو مسلم خراسانې ونومولې چې کال وروسته به امپراطور شې، موږ به په عایداتې څوکيو کښينوي، پریمانه بډې به اخلو، د تا غوندې به د سرو او سپينو څښتن شو، خوته اوس د پخن کورني چرګ غوندي شوی یې، د بې موره چرګوړو په مرغانچه کې مښوکه وهي، نو د چرګوړو له مرغانچې به موږ ته څه را بود شې، ځه څېره دې ورکه شه او همداسې تېر اېستل شي لکه مونږ چې دې تېر اېستلو.

حنیف آتمر چې له پرچمي ژنیتک نه د کارمل په رحم کې نطفه شوی.او د پرچميانو په اقتدار کې خوارځواکې پاتې شو،د شر او فساد په زوؤ ئې وده وکړه، بیا انګلینډ ته کډوال شو د هغو استخباراتو لوی او پرانچه کړ،بیا هغوی د امریکایانو له یرغل سره ګډ افغانستان ته دیسانت کړغټ شو،غبرګ شو جګړن وه سیخ وزیر شو،اوس د اجنبیو په مرسته د دولتمشرۍ مدعي ده.د دولتمشرۍ هوس د حق او عدالت پر وړاندي دومره ړوند او کوڼ کړې چې د عطا او د هغه په شان د ورته غلو ګټونکي شوی، تمه لری چې د هغو په اوږو سپور ارګ ته دننه شی.هر افغان چې ځان بشپړه انسان ګڼي،نو انسانیت تري غواړي چي  دې رسوای عالم شرمیا نو او غلو ته سوک په خوله ورکړي، نه د دولتمشرۍ رایه،حضرت عمر ض وئیلي د ظالم بښل له مظلومانو سره ظلم دي.نو ظالم له ځانو مه جوړه وۍ.                                                                                                                                                                                                                                          محمد نقیب تره خیل                      ۷-۴-۲۰۱۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply