سیا ست او سیاستوال د ټولنیز فساد تومنه ده

0 1,015

 محمد نقیب تره خیل ـ

مفکرآبوعثمان مغربي خپلو سیالانو ته ویلئ،څه تاسو به هاله په څیز پوه شې چي د هغه څيز په ذات او خصوصیت وپوهېږې.لکه اخلاص به هاله وپېژنې چې په ریا  پوه سی.زموږ د بحث موضوع سیاست ده، کس چې سیاست کوی هاغه بیا سیاستوال نومیږي،سیاستوال یاني حاکم،د حاکم په مفهوم هاله پوهېږو څه د هغه مقابل څېز وپېژنو،دحاکم مقابل کس غلام او رایت ده.په معاصر تاریخ کې چې سیاست انسانانو ته دهېوادو د چارو تنظیموکونکي، چلونکي او حاکمان د سیاستوالو په نوم ورپېزندلي،خو پخوا سیاست همدا حاکمان رایت ته د فرعون،د قیصر،د پاچا،دخلیفه،د سلطان،اوآ میر په نومو ورپېژندلی وه.

د پاچاهي ماڼیو ته د پخوانيو او اُوسنيو زوروروسېدل لږ ظاهري توپير سره لري.پخوا به زورور کسان په پوځې زور حاکمان کېدل،اوس په اقتصادي زور،پخوا حاکمیت د زورورو په کورنیو کې میراثي وه اوس په کې دوراني ده،په ټاکنو کې خو د زورورو بریالي کېدل حتمي وي،خو سیاست عوام  هسې تېر باسي چې دا خو تاسو پخپلو رایئو دوباره واکمن کړل.خو په باطني ذات کې ئې یوه ذره توپير نده کړای، ځکه چې پخوا هم دا درې قوي،پيسه،وسله او ولسې معتقدات د پاچایانو د جوړېدو د بنسټ ډبرې وی نن هم دی.ټول سیاستوال په باطن کې پر مادیاتو معتقد وي خو په ظاهره عقیده په هغه څه اظهاره وي، پر کوم څه چې ولس ایمان ولري.د ولس له وېري ځکه پرهمهغه څه ځآن معتقد ښئي،چې ولس يې د محلحد په نوم  پر ضد بغاوت ونکړي.معاصر فیلسوف غني خان د پاچا په نظم کې پاچا د حېوان له لکۍ سره تشبیع کړی وایی چې هر څه ئې سیخ وې نه سمیږي،مدعي ده څه باچاهۍ هاغه څوک کوای سي، چې ډير خلک ووژني،له ډيرو خلکو څیزونه واخلي اوځانته ډېرڅيزونه پرې جوړکړي.روایت دي چې خلیفه هارون رشید ېوه پلا له بهلوله وپوښتل،چې د اوبو ځناور خو نهنګ دي،راته ووایه چې د وچې ځناور څه ده؟ بهلول ورله ووې، پر وچه به کوم ځناور دا جرءت وکړي چې ځان له ښاغلي حاکم نه لوړ وګڼي،د روایت مقصد دادي چې نهنګ په اوبو کې واړه کبان ګړوته وي،پر وچه حاکمان ضعیفه انسانان خوري، مفکرین معتقد دي.چې پر انسان ذاتاً،حب ذات حاکم ده،حب ذات بیا په انسان کې د زه یم،حس زېږه وي.او هاغه بیا په کې د لذت د منفعت او د قدرت د موندو احساس پیاوړی کوی.بیا حب النفس انسان د حق په وړاندې ړوند او کڼه وي.د نورو خلکو په نسبت پر سیاستوالو دا حېواني صفت ډېرحاکم دي، پر هغوی خپله ماضي شاهده ده،چې هغوي ټول زه یم او ټول د نفس مریان دي.او په همدې سبب ریا،حسد، بخل، بدګمان ي،غلا، زنا، ظلم،استبداد،تعصوبات او نورې ټولې فاسدې کړنې هم کوي او هم یی زېږه وي، مولانا جلاالدین بلخې په ټولنه کې د انسان دعمل د تیتېدو په آړوند ډېر ښه مانیز نظم ویلئ دی.موږ انسانان چې یوعمل وکړو،د کار د پای په شېبه کې فکر کؤ چې وظیفه او مسئولیت مو پای وموند.خو مولانا وایی څه نه،په آخري شېبه کې چې دا کس لاسونه څنډي او وایی چې کار نه خلاص شوم ،له همدغې شېبې نه وروسته د کس عمل په ټولنه کي په کار پیلوي اغېز او آثر زیږه وی او د نورو د خلکو د ورته کړونو سبب کېږي.

این جهان و آن جهان  زاید  آبد         هرسبب مادر آثر زاید ولد

چون آثر زاید ان هم شد سبب         تا بزاید او آثر هم عجب

این سبب ها نسل بر نسلست لیک    دیده اې باید منور نیک نیک

د نظم پيغام دادی:چې په ټولنه دعمل کونکي فعل،د سبب او دآثر له وجې نوي زېږګون کېږي،بیا هغه نوی زېږد پخپله فعل کېږي،همدا نوی فعل بیا سبب اوآثر د نوی نسل کیږي، بیا هاغه پخپله د بل فعل سبب او د نوی د زېږېدو سبب کیږي،بیا هاغه پخپله  فعل کېږي،بیا د هغه اغیزه او سبب د نوی نسل د زېږېدو لامل ګرځي او دا لړۍ همداسې ور پسۍ دوام لری اوپسې اوږدیږي.د مولانا وړاند وینه په افغاني ټولنه کې سل سلنه ريښتیا سوې،زمونږ ټولنه چې مبتذله شوي،لامل یی د سیاستوالو د زشتو او رذیلانه اعمالو،د مکررو سببواو دهغو دمکررو زېږدېدو له وجې سوي.نن چې په هېواد کې په يوه ورځ کې د وژنو د تښتونو د غلاؤو دقاچاقبریو داختلاصونو دبډو داخستو په نرو او ښځو د جنسي تیریو دعام المفعه شتمنیو د ورانولو  پېښې چې کېږي.۴۰ کاله پخوا چې ټولنه سیاسي شوې نه وه،په لسوکالو کې هومره پېښې نه کېدې.هاغه وخت په ټولنه کې تعصوبات ممکن ۵ سلنه وه،لیکن نن ټولنه ۶۰-۷۰ سلنه متعصبه سوي.دهمدي تعصب په سبب هزاره قام د محقق،دخلیلي،اُوزبک قام د رشید دوستم تاجک قام د ربانی،مسعود،عطا،قانوني او پښتون قوم د ګلبدین،سیاف،د کرزی اوهغو ته د ورته د تش په نامه دجهادیانو او دکرایی جنګیالېو ملاتړي سوي،او هرقوم دخپل دټبر هاغه ډېر فاسد متعصب او بېرحمه جنګیالی ته د اتل او ملي اتل لقب ورکړي.

تاریخ وائی چې ژان ژاک روسو په ونیز کې د فرانسې له سفیر سره د منشي په حیث نوکر وه او له هغه سره اُوسېده، ډېره موده وروسته ئې ترې تنخوا وغوښته، سفیر ورله په مذد کې د ستایني څو الفاظ او يوه خوله مسکا ورکړه، بیا هغه د حق آخستو په تمه د فرانسې حکومت ته عارض شو هغوی یی حق  ومنه خو ورته یی وانخیست روسو سیاست ته په غچ کې وویل په هغه ځاي کې چې سیاست پل کېږدی هلته رېښتنولی اوشرافت تښتي.

حضرت علې رض دا پنځه څيزونه دعقل ځوال نومولي.۱مال۲ ځواني ۳قدرت ۴علم ۵ستاینه،که انسان د مال دځواني او د قدرت د لرلو په وخت کې پخپل نفس حاکم نه وي نو بیا یاد څېزونه یی د مستۍ سبب کېږي،او که له علم نه ناوړه ګټه وکړي هاغه بیا شر زېږه وي،او ستاینه انسان مغروره وي.له سیاسيونو څخه د قدرت په وخت کې ترې عقل تښتي،هر څه احساسات پرې کوی وي.احساسات يې دمال دځوانۍ او د قدرت په لذتو مستوي،هغوی بیا پرملت باندې د زیات آثر د آچولو په مقصد د الفت صیب خبره ځانته مه ټټيان یا مداحان کرایه کوی.چې ځان لا نور لوړ وګڼي،حاکمانو او سیاستوالو هيڅکله د ثروت او د قدرت په لذتو بسنه ندي کړي،د لا ډېرو او د نویو خوندو د څکلو په پار د ډېرو انسانانو ککرۍ په خاورو منډلي.

 تاریخ وایی چې په ۱۶مه پېړۍ کې د انګلینډ پاچا اتم هنري د اوتوپیا د کتاب ليکونکي،د سلطنت لوی قاضي او فیلسوف توماس مور پدې وجه پاڼسي کړ،چې د پاچا د اصراف او دهوس خڼډ سوی وه.د اصر اف د خڼډ وجه دا وه چې د پاچا د زوي په واده کې د ۹۰۰۰۰زره روپیو لګښت  یی له ملت سره خیانت بللی وه.او د هوس د مخالفت علت یی دا وه چې پاچا مشره ملکه طلاقه او د لذت لپاره یې له ځوانې او ښکلې ان بلن سره واده شو.ټوماس سیاستوالو ته ويلئ باید پاک زړونه او تش جېبونه ولرئ.

د یوعالم وینا ده څه سیاستوال سیندونه سیندونه وینې څښي او لښکر لښکر انسانان ګړوته وی خو نه یی تنده ماتيږي اونه یی ارګمي تريو ويږي.سیاست د هغه ادعا په افغانستان،پاکستان،یمن،سومالیا عراق،ليبیا ،سوریی اوکراین او دنړۍ په هر ګوټ کې عملي کړې.سیاستوالو پدې۴۰کالو کې د ۳میلونو افغانانو وینې وڅښلې او هډونه یی وخوړل لا هم یی نه تندن ماتیږی او نه یی لوږه کمیږي.که له آدمه تر دې دمه د بشر د مرګونو د مسببانو احصایه وشي یقیناً څه د سیاستوالو د قتلونو کچه د طبیعې او آفتي مرګونو نه ډېره ده.

سیاست د پاکي پرځای ناپاکې د ترحم پر ځای بې رحمي د ښېګڼېې پرځای شر بهتره ګڼلی. بشر ته وایی لېوه سه انسان وخوره تر څو د مال دولت او د سلطنت څښتن سې،دهغه دا ذهنیت ده چې ځان زورورو ته او کمزوري ځانته غلام کړي،او له عزت او عفت نه دولت او شهرت ښه ګڼی.

په لسو کالو کې به د ټولې نړۍ کارګاران بزګران کاسبان هنرمندان د ټولو مسلکو افراد به دومره دروغ ونه وائې،هومره دروغ چې سیاستوال په يوه ورځ کې وايی.سیاستوالو دروغ ویل دپلوماسي نومولي ده، دروغ ویل دهغوي عادت سوی، سیاستوال له ملت سره د ټولنیز عدالت اومساوات  ژمنه کوي،خو دا ژمنه ېي بالکل نه عملي کېدونکي پدې ده .چې عدالت او مساوات یو دبل دښمن دی.یو څه راځي بل به تښتي.راځۍ څه له ځان سره ېوه شېبه ذهني ټولنیز تحلیل وکړو،چې آیا ېو شیخ الحدیث به په ټولنیز حیثت کې مولوی،ملا او چړې به د ځان سیال وګڼي؟ډاکتر به له مامور له کارګر سره په عین کاري مذد قناعت وکړي؟او قاضی القضات به مفتی او مستنطق ته لکه د ځان غوندی ارزښت قایل شي؟آیا هغه څوک څه په کار کې لاس  تڼاکې او وچپېلی په خولو لنده وی؟له هغه کس سره څه د بډو دغلا د قمار او د قاچاقو په روپیو جلد په کریم او دماغ په عطرو تازه ساتې د برابر درنښت وړ وي؟آیا د جهادي سیاستوالو لخوا د ملت او د بیت المال پر شتمنیو په نا اعلان شوؤ چورو کې هغو خپلو جنګیالېو ته لسمه سلنه چور کې برخه ورکړه ؟ مساوات په دوه وجو ناشونی دي ړومبي داچې د انسانانو استعداد یو برا بر خلق شوی ندی دوهم  دا څه په نابرابره اندازه او مختلفه طریقه یي په کار اچوي.د مارکس لارویانو دا نظریه په پخواني شوري جمهوریتو،په شرقي اروپا اوپه افغانستان کې په ډېره لوړه انساني او مالي بیه ناکامه تجروبه کړه.

سیاست د رایو ورکولو په ورځ مساوی حق عوام ته ورکوی،په تولید کې د ګډون پوره برخه ورکوی خو د محصول په وېش کې نه.د واکمنۍ په وېش کې هم نه،د نورو د اصلاح لپار قوانین وضع کوی خو د ځانو لپاره نه.ناپلیون په کنایه د سیاستوالو دبابو ته دا غوږ وهنه کړې،که هر چا د خپلې پوهې په آندازه د خبرو کولو حق لره په نړۍ کې به څومره چوپتیا وه. که سیاست موکل ته دا قانوني حق ورکړي څه د پارلمان وکیل،لومړي وزیر او ولسمشر د کمپاین د وخت ۱۵ سلنې ژمنې په ړومبي کال کې عملی نکړی موکلان یی د رایېو د بيرته  اخستو او د انتقال حق لري،او کولای شی چې هغوي د درغجنو او دوکمارو په نوم محکمې ته وروپېژنی .یقیناً څه بیا به هیڅ درغجن مفسد خاین کس د بازخواست له وېرې نه ځان  کاندیدوه او نه به بیا فساد زېږېده.

د پرمختللو هېوادو اتباع په کار ډېر بوخت دی او د وروسته پاتې هېوادو هاغه بیا په سیاست، زه  په ۲۰۰۳یم کال کې له فرانسوي ژبې بلجمۍ سره د هالندي ژبې د زده کړې هم ټولګیوال وم ،هغې یوماښام  د درس په جریان کې د ښووني د ریاست د مقام د هغه دوه تنو د رالېږل شو کار کونکو د پو ښتنو په ځواب کې وویل،که امریکا  په عراق حمله کوی او کنه، زموږ نظر د هغوی دریز نشی بدلوای،۸ ساعته مې د ورځې کار کړی او اوس مې د سبق وخت دی زما  سیاست نه خوښیږې موږ پرېږدې چې سبق ووایو.

د سیاست جراثیم  پرته له ژبې نور ټول وجود بې شومې کوي دلاسو او پښو قوت او طاقت ژبې ته ځی لېکن ژبه خبرې کوي نه مادي تولید. په خبرو نه تن پټېږې او نه نس پرې مړیږي نه رنځور پرې رغیږی او نه له سړې او تودې هوا پرې بچیږي همدا د څیزونو کمښت بیا انسان فساد ته اړ باسي تر هغه به انسانان همداسې  په فساد کې ډوب وې تر څو چې د سیاست  پرځای په کرونده او فابریکه کې کار کوي.

وسلام

محمد نقیب تره خیل  ۲۵/۴/۲۰۱۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply