صبور الله سیاسنګ او ناشناس

0 591

صبورالله سیاسنګ د ۲۰۱۶ کال په ډيسامبر کې د «پژوهشی بی همتا» په سرلیک، د پښتو ژبې دنامتو او لوی صوفي شاعر رحمان بابا په اړه یو ښکنځلیک خپور کړی وو او هلته يي دعوه کړې وه چې درحمان بابا په دېوان کې يي داسې کلمې او مفاهیم کشف کړي چې تر رحمان بابا مخکې، حافظشیرازي  پخپلو شعرونو کې کارولي او بیا يی د همدې لیک «پژوهش» په پای کې ژمنه کړې وه چېبله لیکنه به يي د پټې خزانې او علامه عبدالحی حبیبي په اړه وي.

هغه مهال د سیاسنګ «پژوهش بی همتا» د هېواد د نامتو لیکوالو او رسنوالو د داسې«بی همتا» نیوکو او نقد لاندې پریوت چې سیاسنګ څو کلونه له ډګره وتښتید او تر څلورو کلونو وروسته يي دا دیسر د ناشناس له ګریوانه راووت. هغه مهال د لیکوالو یوه څرګندونه دا وه، رحمان بابا که خپلو شعرونوکې ځینې کلمې او مفاهیم  چې له هغه مخکې حافظ یا نورو شاعرانو کارولي دي، نه یوازې تېروتنه اوغلا نه شمېرل کیږي، بلکې په شعرونو کې جمال او کمال ګڼل کیږي چې هر شاعر يی کارولي شي.

د حافظ شیرازی په تړاو ایرانیان وايي چې «حافظ هفتاد در صد در اشعار خود ازخواجوی کرمانی متاثر ګردیده است». له کرماني سربېره يي عطار نیشاپوری اونظامي ګنجوي څخه هم اخیستنې کړې دي.

خو سیاسنګ د خپلې ژمنې خلاف چې بیا به هم خپله سنګر ته راوځي او پټه خزانه او علامه حبیبی به دتېر «پژوهش» پشان تر پژوهش لاندې نیسي، خوارکی او بېخبره ناشناس لکه د قربانۍ ګډوریرامیدان ته کړ، خپله د غونډۍ پر سر نندارې ته کیناست او د ناشناس په ژبه يي پټه خزانه او علامهحبیبي تر ښکنځلو لاندې ونېول!

البته ناشناس ته يي د داسې ښکنځاوو په بدل او قیمت کې لا د مخه «ناشناس، ناشناس نیست» خپلتازه لیکلي کتاب د رشوت پتوګه ډالۍ کړی او نوموړی يی دمخه چمتو کړی چې د ده (سیاسنګ) پرځایبه د مقابلې ډګر ته راوځي، پټه خزانه او علامه حبیبي به کنځي او دا ځل به لوی واکمن احمدشا باباهم ور سره غاړه کوي.

ناشناس هم بې له دې چې اوبه وویني بې ګودره په سیند ورګډ شو، که BBC سره يي په وروستۍ مرکهکې لږو ډېر د ځان سپیناوی نه وای کړی؛ صبور الله سیاسنګ، ناشناس په اوبو لاهو کړی وو او اوسبه سیاسنګوالو د هغه مړی هم په پښتنو ورتاوان کړی وای!

د سیاسنګ د دې کتاب په اړه د هېواد نامتو تاریخپوه ډاکټر اعظم سیستاني پوښتنه کوي: «هدف ازرونمایی کتاب ناشناس، تجلیل از ناشناس است یا تذلیل او؟ نوموړی زیاتوي« من ویدیویرونمایییادی برایم فرستاده بودند دیدم.

آنچه برای من حایزاهمیت بود، معرفییقیی جوانان علاقمند به موسیقی خیلی با ارزش تلقی میشود. پس چرا از ایی رونمائیی از اهل مجلس در بارۀ آن صحبتیییاه سنگ در بارۀیت قرار دارد، با شور وهیجان در لندن و هالند وآلمان محافل رونمای برگزارگردییدن برای آن آمادگی گرفته میشود ؟

علتش به نظرم اییخواهند توسط ناشناس، هنرمندی شناخته شده از جامعه پشتون، به دانشمند سترگ پشتون علامه حبیبی اتهاماتییان آنرا دریین محفلی نداشتند. وآقای ناشناس باوجود ادعای خود آگاهی، سخنان غیر مستند ونا آگاهانه ای در مورد تاریی دیرینه دشمنان این زبان وفرهنگ را برآورده ساخت

ناشناس خپلو څرګندونو کې درې ډېرو مهمو او حساسو مسلو ته په خورا بې پروايۍ او بې نزاکتۍ ګوته نېولي. نوموړي د پښتنو په ټولو واکمنانو کې لوی احمد شا بابا تر ګوزار لاندې نیولی او دا ځکهچې بابا د افغانانو لپاره یو هېواد، افغانستان په میراث پریښی او بیا يي د احمدشا بابا په دېوان کېدا شعر «د ډهلې تخت هېرومه چې رایاد کړم +++ زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه » چې د باباد دېوان منځړی او منځپانګه جوړوي او افغانانو ته د هېوادپالنې تلپاتي شتمني او زده کړه ګڼل کیږي. همدارنګه پټه خزانه د کوم شاعر د شعرونو دېوان نه دي، بلکې هغه د پښتو ژبې او پښتنو تاریخيشتمني ده چې په هیڅ شان ټوکې ور سره نه شي کېدای او هغه څوک چې ټوکې ور سره کوي، پښتنوکې ځای نه لري. علامه حبیبي خو په دې ګنا پړ دی چې ولې يي د پښتو ژبې او د پښتنو هویت لپاره کارکړی!

که پښتنو سره څوک دوښمني پالي، نوموړې درې خبرې د دوښمنۍ لپاره بس دي!

دا ډېره وروسته او د پراخ غبرګون په پای کې ده  چې د BBC  پښتو څانګې د مشر ښاغلي داووداعظمي سره په مرکه کې ناشناس، خپلو خطاوو او تېروتنو ته متوجه شوی. ناشناس که غواړي بیرتهپښتنو کې خپل ځایګی پیدا کړی، لومړی باید ټوله هغه توطیه چې د سیاسنګوالو لخوا ده سره په ګډه پهکار اچول شوې، افشا کړي او بلخوا په ښکاره بخښنه وغواړي.

که چیری څوک په خپله تېروتنه او خطا اعتراف کوي او بخښنه غواړي، دا په دې مانا ده چې تېروتنه اوخطا په عمدي توګه او لویلاس نه ده ترسره شوې، خو که څوک خپله خطا نه اخلي او ښکاره بخښنه نهغواړي، دا په دې مانا ده چې په خپله تېروتنه او خطا کلک ولاړ دی او دا هر څه يي په لویلاس او قصديترسره کړې دي!

د سیاسنګ او ناشناس په اړه مې یوه ټوکه را په یاد شوه چې له فیسبوکه مې رااخیستي:

یو سپينږیری پیریانو نیولی وو، زامنو يي د کلي ملا ته یووړچې د پیریانو علاج يي وکړي. د دود سرهسم ملا سپينږیری څو لښتې وواهه چې پیریان يي والوځي. دې وخت کې د سپينږیري باد پرې شول؛زامن يي وشرمېدل، ملا ته يي وویل چې ټيز پیریانو واچاوه، ملا وویل هو ټيز پیریانو واچاوه، خو کونه دبابا وه!

د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۵ مه

سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply