ستونزه شعر ویلو کې نه ده، درد له بل ځای دی!

0 905

سرلوڅ مرادزی/

ویل کیږي، ولسمشر غني وړمه ورځ«افغانستان ګهواره ی زبان فارسي – دري» تر سرلیک لاندېسیمنار کې د خبرو په ترڅ کې د مولانا بلخي کوم شعر په اشتبا سره ویلی دی او د ځینو په ګومان، بویهنه بخښوونکې تېروتنه يي کړې ده. دې لړ کې یو تن ولسمشر ته د «مشوره مفید» په نوم د لارښوونو اوسپارښتونو لوی لیست وړاندې کوي، له دې لیست څخه څو جملې دلته د بېلګې په ډول رااخلم، نوموړیلیکي«ی را باتغیی مفهوم وبی وزن وبی قافیه نسازد ودیگر شعر نخواند»!

کېدای شي څوک په خبرو او یا شعر ویلو کې اشتبا وکړي ولسمشران، پوهان، لیکوالان، شاعران او نورهم له داسې تېروتنو مشتثنا نه دي او تېروځي، خو نه ښای دا نه بخښل کېدونکې ګنا وګڼل شي او دګټورې نېوکې پرځای په بې سروبوله کلمو او د کوڅې په ژبه وغندل شي.

تر کومه ځایه چې د «مشوره مفید» لیکونکي له نږدې پېژنم، نوموړی نه شاعر دی، نه ادیب او دا دواړهادعاوې د هغه په یادو جملو کې هم له ورایه ښکاري. ادیب او شاعر په داسې شډله او شاړه ژبه نېوکهنه کوي، هغه هم د هېواد پر ولسمشر!

په پوخ باور، دلته سیاسي او نورې موخې دي چې لیکونکي يي د ولسمشر په وړاندې د کوڅې ژبېکارولو ته اړکړی دی!

که چیری ولسمشر پښتوژبی نه وای او بل څوک وای، هیڅکله به د «مشوره مفید» لیکونکي نه وایلیکلی چې ولسمشر« استعداد خواندن اشعار را ندارد….. ودیگر شعر نخواند»!

جیګپوړي چارواکي ډېر دي چې هره ورځ هذیان وايي، خو غرضي لیکوالان يي مداحي او ستاینه کوي،اپلتو او ورانکاریو ته يي لاهڅوي!

د ۸ صبح په نوم رسنۍ هم په یوه مقاله کې ورته لیکنه کړې، د مقالې لیکونکی لومړی په بېلا بېلو پیرونوکې افغاني ټولنه کې د شعر په ارزښت غږېدلی او بیا يی له دغو اوږد سفر څخه پر ولسمشر باندې دګوزار لپاره له «واو» څخه «بو» جوړکړی او په پای کې يي ولسمشر ته سپارښتنه کړې چې «جبرنیست، شعر نخوان»!

د ۸ صبح او د «مشوره مفید» لیکونکو د ناروغه اوغرضناکو څرګندونو که تېر شو، ولسمشر غني پهنوموړي سیمنار کې په سیمه کې د درې ژبې د ځای او دریځ په اړه بېسارې لارښوونې کړې. ولسمشرپه سیمنار کې بیخي نوي مسایل وړاندې کړي چې افغان روڼ اندي باید پرې ژور غور وکړي او دپلیتوب په برخه کې د حکومت همکار واوسي.

ولسمشر وايی«دري ژبه، د پامی فردوسي د فارسي د رسا او ساده ژبې نه د بېدل ترغرونو رسېدلې او پر دغو سیمو یې د فرهنګ سیورۍړی دی. د ژبپوهنې پیاوړي څېړد دغې ژبېد روزنې او پالنې ځای او زانګو، نننی افغانستان ګڼي. ازادی راډیو»

پکار دا ده چې د مولانا د شعر د څرنګوالي او په دې اړه د غرضي نېوکو پرځای، د ولسمشر غني پورتهڅرګندونو ته پام شوی وای او له هغو هر اړخیز ملاتړ شوی وای.

ولسمشرپه سیمنار کې زیاتوي«ضرورت دا دی چې په هغه اندازه چې پراقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو پانګېږي، د دې وخت را رسېدلی چي په خپل فرهنګ هم پانګونه وشي. دري ژبه د فارسي د لویې سیمې د رامنځېدو وسیله ده چې افغانستان په ‌دغه سیېګډ لید ونه ‌لرو، هر ډول اقتصادي وده مو نه‌ شي یوځایییت سره چې مخ یو، مرمۍ ورته ځواب نه وايي، اساسي ټیید لوری دی.»

ولسمشر په خپلو یادو څرګندونو کې ډېرو مهمو ټکو ته اشاره کوي، له هغې ډلې:

ــ د فارسي ـدرې ژبې د روزنې او پالنې ځای او زانګو نننی افغانستان دی

ــ ګډ فکري لیدلوری

دلته باید، ټولې هغه لارې راوسپړل شي او اړین ګامونه واخیستل شي چې زموږ ټولنه يي ناخوالو اوانقطابونو سره مخ کړې ده.

افغاني ټولنه کې له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې سمتي، ژبني، مذهبي او قومي مسایلو ته لمن وهلشوې او افغانان يي د یووالي پرځای، توپيرونو او شخړوته کېنولي. بېلابېلو توپيرونو له افغانانو د نظرګډ لوری اخیستی دی. ولسمشر همدې ته په اشارې سره وايی که د افغانانو په ګډ فرهنګ او ګډ تاریخډډه ونه شي، که د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ ګډ فکري لید لوری رامنځته نه شي، که په اقتصادياو مالي ډګر کې وده هم وشي، موږ د یوه ملت پتوګه په سیمه کې هغه ستونزې چې مخې ته پرتې دي نهشو حلولای او هغه دندې چې ور سره مخ یوو، نه شو ترسره کولای.

که ماڼۍ او ودانۍ هر څونه لوړې او ښکلي جوړې کړو، که د پرتوګ پرځای پتلون واغوندو او نیکټاييوتړو چې فکر بدل او اصلاح نه شي په پلازمېنه، کابل کې به د «فرخندې» د ژوندۍ سیځلو پشان هرهورځ ناورین زیږوو!

پر ولسمشر غني نېوکګر، د مولانا کلام د خپلو شومو موخو لپاره د یوې پلمې پتوګه کاروي، که نه د دویاصلي موخه د مولانا کلام نه، بلکې د ولسمشر یادې څرګندونې دي.

ایران زموږ پر ځینو لیکوالو، شاعرانو او په اصطلاح روڼ اندو دومره اغیز کړی چې چمتو دي خپل ټولملي ارزښتونه او شتمنۍ د هغه هېواد په پښو کې کیږدي او د ایران د سر نذرانه يي کړي. دوی چمتو نهدي دغه تاریخي حقیقت چې درې ژبه د افغانستان او بلخ څخه لویدیځ خوا، ایران ته تللي او هلتهفارسي شوي، ومني. کله چې ویل کیږي درې ژبه د فارسي د لويي سیمې د رامنځته کېدو وسیله ده،غوږونه يي بوڅیږي او د ځان او افغانستان پرځای يي پر ایران پیرزوینه او لورنه هڅیږي. د فرهنګ پهبرخه کې چې کوم رول لرغوني افغانستان په سیمه او د فارس او اوسني ایران په لور لوبولي، دوی ييبابیزه ګني او د دوی په اند یوازې پخواني فارس او اوسني ایران دی چې افغانستان او سیمه ييخړوبه کړې او نور ملتونه او قومونه هیڅ!

په سیمنار کې ولسمشر غني افغان پوهان او په تېره بیا د بلخ پوهان او روڼ اندې نویو دندو ته رابولي. ولسمشر د افغانستان او د بلخ د تاریخي برم د بیرته تازه کولو په اړه غږیږي.

ایران چې د افغانستان د ژبو او فرهنګ په غلا کولو يي صرفه نه دی کړې او د افغاني فرهنګ او تاریخدښمن ګڼل کیږي، غواړي د بلخ د عظمت او لویا او د افغاني فرهنګ د غوړېدا او ځلا مخه ډب کړي.

کېدای شي ځیني افغانان په لویلاس نه، بلکې له هغه ځایه چې ایرانیزم يي په ځان او اروا کې ریښېځغلولي او پوخ ځای يي نیولي، داسې خبرې له خولې راوباسي.

همدارنګه ځيني کسان د ولسمشر د خبرو د منځپانګې او ماهیت  پرځای، ظاهري بڼې اوشکلونو تهارزښت ورکوي چې د دې دواړو تاوان هم بابېزه نه شي ګڼل کېدای!

که طالبان د افغانستان او کابل پرځای، پنجاب او اسلام اباد ته په خدمت بوخت دي، ایران پلويافغانان بیا د کابل او بلخ پرځای، د تهران او قم  مزدورۍ کوي، د ایران په خدمت کې لاسونه تڼاکېکوي او د ایراني فرهنګ لپاره تندي خولې کوي!

د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۱ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply