زموږ “ناسمه لهجه” / خان زمان کاکړ

0 868

که مو لهجه “سمه” وای نو کله به دې هم نه وای وئيلي چې “خبره سمه” کوي.

دا د “ناسمې لهجې” زور وو چې د استعمار بنيادونه يې ولړځول.

دا همدغه “ناسمه لهجه” وه چې د جنګځپلو او ربړېدلو پښتنو ارمانونو ته يې انعکاس ورکړ.

همدغه “ناسمه لهجه” وه چې يو محکوم قام يې د خپل اشتعال او غبرګون له قووې سره پېوند کړ.

د يوې “ناسمې لهجې” په مرسته مو د لوی سيمه ايز بدمعاش مخ ور تور کړ.

د يوې “ناسمې لهجې” په برکت د مهار کړل شوو لهجو سياسي کلتور ته کاري ضربه ورسېده.

همدې “ناسمې لهجې” د رياستي او دفتري بيانيې برلاسيتوب مات کړ.

دا “ناسمه لهجه” د يو محکوم قام لهجه ده.

دا د يو جنګځپلي اولس لهجه ده.

دا د بې کوره شوو خلکو لهجه ده.

دا د معيوبيونو لهجه ده.

دا د شهيدانو د کورنيو لهجه ده.

دا د روش ضميرو خلکو لهجه ده.

دا د ننګيالي علي وزير لهجه ده

او دا د بل هر پښتون په ډول زما لهجه ده.

د قام لهجه, د قام پرستۍ لهجه ده.

زه ددې لهجې د تحفظ ننګه کوم ځکه چې ددې لهجې په دوام کې زما خپله يوه وړه شعوري برخه

شامله ده.

حکمران زموږ د لهجې په هکله د ږغېدلو پر ځای بايد زموږ سوالونو ته ځواب ووايي;

پاکستان زموږ کورونه ولې ونړول؟

زموږ قبرستانونه يې ولې زموږ تر ښارونو پراخ کړل؟

د کوم قانون, کوم اسلام مطابق زموږ ښارونه په ډېرانونو بدل کړل شو؟

د چهاوڼيانو لمنې زموږ تر غرونو پورې ورسول شوې؟

زموږ قامي سياسي قيادت د کوم جرم په سزا تر منظمو يرغلونو لاندې وساتل شو؟

دوه نيم زره ځايي مشران د قبايلو ووژل شول۔

په همدغومره تعداد سياسي کارکنان د عوامي نېشنل ګوند ووژل شو.

دا ولې؟ ددې حساب به نه وي؟

فضل حميد داوړ ته د کومې “ناسمې لهجې” سزا ورکړل شوه؟

بشير بلور, ميا مشتاق, ډاکټر شمشېر, عالمزېب خان, حاجي جېلاني خان, راشد حسېن, اشرف خان

کومې “ناسمې لهجې وخوړل؟

زما د کوټې د وکيلانو يوه پوره نسل ته آخر د کومې “ناسمې لهجې سزا ورسېده؟

زما د اې پي ايس, باچاخان پوهنتون او ايګريکلچر اينسټيټيوټ حساب؟

زما د مينا بازار, د ګلونو د ګوريستان پېښور, دوزخي سوات او سوځول شوي وزيرستان حساب؟

زما د کورمې او تيراه حساب؟

د تيراه اوبه دې وڅښې خوی دې نور شو

اپريدي غوندې خبرې د ولجو کړې

زموږ لهجه سمه ده که ناسمه خو پنجابۍ لښکرې به خامخا له افغان وطنه ټولېږي.

زموږ لهجه که پر چا ښه لګېږي که بده خو موږ په خپل وطن کې د جنګي اقتصاد دا پراخه امپراتوري

نور نه منو.

موږ په آزاد افغانستان کې د پاکستاني پوځ مداخلت غندو او هم يې مخنيوی کوو.

لهجه مو سمه ده که ناسمه خو مدعا مو دا ده چې د خلکو جمهوري خپلواکۍ به په هر قيمت خوندي

ګرځول کېږي.

د يو انسان په لاس د بل انسان استحصال په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی.

موږ د قامي نابرابرۍ په ضد سياست کوو.

موږ ضد استعماري خلک يو.

موږ قام پرستان يو.

هو, تاسو ته ځکه زموږ لهجه ناسمه ښکاري چې موږ کرپشن خپله مسئله نه ګڼو.

موږ سياست او سياستوالو ته ښکنځل نه کوو.

موږ د طالبانو دفتر مفتر په پښتونخوا کې نه منو. موږ د يوسفزو د “شېخ ملي دفتر” منو, د خپلې

خاورې د ملکيت د ساتلو په هنر پوهېږو او سياسي دفتر مو اوس هم ولاړ پر اساس د “سردرياب”

دی.

پښتون ته ژوندون غواړو”, “خپله خاوره خپل اختيار – نه منو د بل اختيار”, “يه جو دهشت ګردی

هے – اس کے پيچهے وردی هے”, او “لروبر يو افغان” —- زموږ په دې لهجه که ستا ملک نړېږي,

و دې نړېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply