د “پښتون ژغورنې غورځنګ” يو کال پوره شو / خان زمان کاکړ

0 1,048

د “پښتون ژغورنې غورځنګ” يو کال پوره شو.
پي ټي ايم څنګه جوړ شو؟
په تېر يوه کال کې يې کومې لاس ته راوړنې ولرلې او څه ډول غبرګونونه يې راوپارول؟
د پي ټي ايم مستقبل به څه وي؟
ما پنځه مياشتې مخکې يوه ويډيويي لړۍ پېل کول وغوښتلدا لاندينۍ وېډيو مې وکړه خو نورې ويډيوګانې ځکه و نه شوې چې په پي ټي ايم کې دننه د سياسي پروګرامتګلارې او تنظيمي جوړښت په هکله هيڅ ډول توافق رامنځته نه شو.
له سياسي ګوندونو سره به د پي ټي ايم کاري تعلق څنګه ويپه دې هکله لا کومه پاليسي ترتيب شوې نه ده.
د پارليمان او غېر پارليمان بحث به پوره وضاحت غواړي او ښايي چې د پي ټي ايم د تاسيس د ورځې په دستوره کې دا کار وشي.
د پي ټي ايم سلسله مراتب او سلسله قيادت به آيا په هم دې ډول وي چې څنګه ښکاريکه نه کوم جمهوري ډايناميزم به رامنځته کېږي او کوم پراخ بنسټه ماډل به معارفي کېږي؟
پي ټي ايم به د يوې احتجاجي څپې په ډول خودرو پاته کېږيکه نه اوږمهالې موخې به لري؟
پي ټي ايم به په رياستي ساخت کې همداسې تاوېږي که نه د کوم انقلابي ادراک دپاره به پکې څه منظم نظرياتي کېډر هم تشکيلېږي؟
د پي ټي ايم د مبارزې ساحه به يوازې او يوازې “يه جو دهشت ګردی هےاس کے پيچهے وردی هےپورې محدوده پاتېږيکه نه د رياست او ټولنې نورو تضاداتو ته به هم اوږدېږي؟
دا او داسې يو شمېر نورو سوالونو ته به اوس ځواب وئيل ضروري ويهر باشعوره پښتون ته پکار ده چې په دې هکله سوچ وکړي ځکه چې پي ټي ايم د لسو پنځلسو کسانو د ذهنونو حاصل نه دی بلکې دا د ټول قام د شريکو صلاحيتونو او ارمانونو مظهر دی.

افغان جرګه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply