د پاکستاني استخباراتو له خوا ورکړ شوی نوم

0 933

_سید عبیدالله نادر

نظر محمد مطمَین یا ذبیح الله مجاهد ، د پاکستاني استخباراتو له خوا ورکړ شوی نوم

میان زاهدِ خشـــک ، کمـــــــــتراهل دل بیني

به هرجا استخوانی هست ، مغزی درمیان دارد

کلیم

نظرمحمد مطمئن يا ذبیح الله مجاهد د پاکستاني استخباراتو له خوا ورکړشوی نوم چی په دي باندی ویاړي هم،او د کلنو راهیسي د طالبانو ویاند هم دی ، داسی زړه بګنونکي انتحاري حملي به نه وي چې نظر محمد مطمًن چې مستعار نوم یی چې د (آی،اس،آی) له خوا ورکړ شوی ، چې د داسو وحشتناکواو خطرناکوحملو مسوولیت ده د خپل ګروپ په آسازیتوب په غاړه نه وي اخیستی ،هغه انتهاری ترهکریز حملي چې نه یی جومات لیدلی ،نه مکتب،نه عامه ګڼه و ګوڼه ،په هر ځای کې دوی انتحاری حملي تر سره کړي ،او نظر محمد مطمًن په ډير اطممینان او ویاړ سره یي پړه په ځان منلي ده ،او اوس عجیبه د سولي د پروسي په غونډه کې په بر سر کې ناست وي ،او د سولي د پروسي غړی دی ،د بادارانو یی هم دا هیر شوی چې دا کار به دوی ډیر خوار و ذلیل و ښایی ،سوال دا دی چې دی چا راوستو،د دي لوبی د پردي شاته څوک دي ،ظاهرأ خو داسي ښکاري چې چا چې راوستي دي د سولي په پروسی ریشخند وهي ،او په افغاني چارواکو هم ریشخند وهل دي ، ځکه دلته یواځي د (آی،اس،آی) د تعلیم مسله نه ده ، چې دوی ته تعلیم ورکول کیږي ، او ښودل کیږي ، بلکه (آی،اس،آی )ته هم د یوخوا څخه هدایت او لارښودنه کیږي ،هغوی چې طالبان یی مینځ ته راووستي او د سیاست میدان کې یي ګډوي ،لوی لاس د هغو ورسره دی  ، مطلب د لیکني نه دا دی چې ټول هغه واقعي غمخواران د وطن چې د وطن په حالاتو ځوریږي ،او سولي د پاره کوششونه کوي هغوی باید دي ټکو ته پام وساتي ، او ځان بیداره ونیسي ،ځکه مونږ د حضرت سنایی علیه الرحمه په وینا داسي دیوانو سره مخ یو چې د انسان په صورت کې دي ، او کوم صدق او صفا چې په دین کې ده تر هغي ناخبره دي ،لکه څنګه چې وايي:

همه از راه صدق بی خبرند

آدمی صورتند و لیک خرند

مکتب شـرع را ندیده هنوز

بر دَرِی عــقل ناریده هنوز

همــه دیوان آدمــــی رویــند

همـه غولانِ،بی رهي پویند

په اصل کې دوی د پردو له خولي ، یو څه زده کړي ، چې هماغه طوطي واره تکراروي او غږیږي ، بیا هم د سنایی علیه الرحمه شعر دی چې وايی :

همه باز آشیــــان ،شاهین خشم

همه طوطی زبان ګرګس چشم

په حقیقت کې طالب خو په خپل واک کې نه دی ،چې له یوی خوا د سولي پروسي ته کښیني او د بلي خوا د جنګ اعلان وکړي ،په دي کار باندی د دوی د اسرارو نه هم پرده اوچتیږي ، داسي نه ده چې د طالبانو نه یواځي سهوی کیږي ، د دوی بادران هم سهوی کوی ،او ورځ تر بله ځان رږښانه او واضحه ښایي ،په دي ملت کې داسي کورنۍ به نه وي چې د طالب په انتحاري حملو کې به یي یو تن د لاسه نه وي ورکړی ، نو زه نه پوهیږم ، ملت خو یي ټول خپل دښمن ګرځولی آیا دوي په زور غواړي دا قدرت تر لاسه کړي ، او که څنګه ؟ د بلي خوا په دي وروستیو کې ،کوم ۲۵۰کسیزو هیت په هکله هم دوي خپل غږ جګ کړي چې دا خو څه واده په هوټل کې نه دی، چې دومره کسان دي ګوندی دي پروسی ته راشي ، دلته هم د دوي خورا بی سوادی او د معلوماتو نشتون ښايي ، ځکه افغانستان د مساحت له لحاظه د دنیا د څلورو قدرتونو څخه لوی دی ، چې د (جرمني،فرانسه،جاپان،انګستان) د دي ملکونو څخه په کافی اندازه لوی دي ، نو دا حق دی چې ډیر آستازي د دي پروسی د پاره د حکومت له خوا ورشي ،که څوک دا ادعا وکی چې دا بی ځایه مصارف دي هغوی سهوی کوی ، په داسي ځایو کې مصارف ضرور وي ، که طالب د دي ویره لري چې د آستازو په زیات والي سره په د دوي دلایل او برهان ضعیف راشي ،او د یوی لوی اجماع فیصله او نظریات به غښتلي یا قوی راشي ،دا د دوی د دي خبرو څخه ښکاره کیږي ، او انسان ګمان کولای شي ، چې د دوی اصلي مطلب به همدا وي، او شاید څه نور مطلب هم ولري ، خو په ظاهره دغه څه چې ما ولیکل د دوي د کړو وړو څخه ډیر ښکاري ، چې د قدرت د پاره ډیره هڅه کوي ، پاکستان د کومی ورځي چې مینځ ته راغلی او انګلیسانو جوړ کړی ، دهمغی ورځي نه تر ننه پوري ، د انګلیسانو څخه نطر اخلي ، او طالبان هم انګلیسانو مینځ ته راووستي ، نو په کار ده چې زمونږ چارواکې ، په زړه بیداره اوسي ،او داچې دوی ځان آخوا دیخوا تیروی د دي دپاره چې د ملت پام بل خوا واړوي ، او دوي سره د تیرو کلنو د انتحاري یرغلونو حساب ونه شي ،او یا به نور مطلب ولري ، کوم چې بادارانو ورښودلي دي ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply