افغان سوله او جګړه؛په دې لوبو کې ګټه د چا او تاواني څوک؟

0 673

که څه هم د افغان سولې په اړه د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه هلې ځلې روانې دي او تر بل هر وخته یې د افغانانو ډېرې هیلې هم راټوکولي، خو د تېر په څېر د پسرلي موسم په راتلو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو هم زور اخيستی چې له کبله یې هره ورځ لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. 
په دغو بریدونو کې هره ورځ د طالبانو د وژل کېدو تر څنګ، افغان ځواکونه او ملکیان هم شهیدانېږي.
د سولې ولسي حرکت پرون په ننګرهار کې لاریون وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې جګړه پرېږدي او خپلې ستونزې او مخالفتونه د سولې له لارې حل کړي.
لاریونوالو پر وسله‌والو طالبانو هم غږ وکړ چې د قطر او مسکو پر ځای په افغانستان کې له افغان حکومت سره د سولې مېز ته حاضر شي او په هېواد کې روانه جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي.
سره له دې چې افغانان نور په هېواد کې له روانې پردۍ جګړې ستړي شوي، هره ورځ لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنوي او په یوه غږ جګړه نه، سوله غواړي، خو وسله‌وال طالبان لا هم د ګاونډیانو او د سیمې یو شمېر هېوادونو په لارښوونه پر خپل دریځ ولاړ دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پروړاندې جګړې ته زور ورکړی دی.
دوی چې جګړه په هېواد، خو سوله په بهر کې کوي، د پردیو په اشارې نه غواړي له جګړې او د افغانانو له شهیدولو لاس واخلي، بین‌ الافغاني خبرو اترو ته حاضر شي او نور هم خپله ارام ژوند وکړي او هم نور ژوند کولو ته پرېږدي.
په افغانستان کې له روانې پردۍ جګړې له دوام سره د پردیو، په تېر بيا زموږ د ځینو ګاونډیانو او د طالبانو د هغو مشرانو چې په اسلام‌اباد، قطر او ځینو نورو هېوادونو کې ارام ژوند لري او بچیان یې په مهمو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي، ګټې تړلې دي، خو زیان یې هېواد او افغانانو، په تېره بيا هغو ته رسېږي چې هره ورځ یې بچیان پکې ژوند له لاسه ورکوي او پر جنازو یې یوازې ویر ته ناست دي.
برعکس د افغان سولې په راتلو کې بیا د افغانانو ګټې او راتلونکی خوندي کېږي او د ګاونډیانو او هغو کسانو، ډلو او هېوادونو ګټې پکې زیانمنېږي چې اوس یې په بېلابېلو نومونو د یو شمېر افغانانو په وسېله په افغانستان کې جګړه توده ساتلې، عملاً یې سیاسي، نظامي او مالي ملاتړ کوي.
خو سوله د افغانانو تر منځ د شته ستونزو او اختلافونو د حل او د روانې پردۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازنۍ حل‌لار ده چې باید په خپلو کې سره کېني او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
افغانان جګړه نه‌، سوله غواړي او دا نه یوازې د دوی تر ټولو لویه غوښتنه او هیله ده، بلکې د هېواد راتلونکی هم ورسره تړلی دی؛ نو د جګړې ښکېلو خواوو، په تېره بيا طالبانو ته په‌ کار ده چې ژر تر ژره بین ‌الافغاني خبرې اترې پیل او په هېواد کې روانه جګړه چې زیان یې افغانانو، خو ګټه یې نورو ته رسېږي، پای ته ورسوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply