د موقت حکومت مساله / ايمل جلال

0 690

د اتمر په مشري د ټاکنو ۱۱ نوماندانو « دې باريکي ته ښه متوجه شئ!» « د ټاکنو ۱۱ نوماندانو» تر جوزا وروسته اوسنی حکومت نامشروع بللی او د موقت حکومت غوښتنه یې کړې. راځئ په سړه سینه يې را وسپړو. دا مساله دوه اړخونه لري. قانوني مشروعیت او سیاسي مشروعیت. یو خو به ته دا ثابتوې چې حکومت قانوني او یا سیاسي مشروعیت نه لري. دا هم کافي نه ده. ته به دا هم ثابتوې چې د چا په استازیتوب موقت حکومت غواړې؟
قانوني یا حقوقي مشروعیت؛
۱. د اساسي قانون د ۶۱مې مادې دویم پاراګراف کې داسې راځي؛ « د جمهور ریس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.»
که مو پام کړی وي، اساسي قانون وايي چې « تر انتخاباتو وروسته» د پنځم کال جوزا. که انتخابات نه وي شوې؛ نو بیا به څه کېږي؟ تر هغه پورې به خپل کار ته دوام ورکوي چې انتخابات وشي.
۲.بیا هم د پورتنۍ مادې پر اساس اوسني حکومت خپل کار په ۲۰۱۴ کې تر ټاکنو ۶ میاشتې وروسته پيل کړ. يانې د اساسي قانون له مخې پنځه کاله یې نه پوره کېږي.‎
۳. د ټاکنو ځنډول د هغه کمېسیون پرېکړه ده چې همدې ۱۱ نوماندانو معرفي کړي دي. دلته حکومت هيڅ ډول صلاحیت نه درلود. دا نو څنګه چل دی چې دا عالي جنابان د کمېسیون پرېکړه نه مني، یو چل ممکن دا وي چې کمېسیون د اتمر او ۱۱ نوماندانو سره په همغږي قصداً دا کار کړی وي تر څو اوسنی حکومت تر فشار لاندې راولي.
۴. که مو پام کړی وي د اوسني حکومت د قانوني مشروعیت مساله د ۶۱مې مادې په تفسیر کې ده. يانې اتمر او ۱۰ نوماندان د دې مادې له ناسم تفسیره سوی استفاده کوي. د اساسي قانون د تفسیر صلاحیت د سترې محکمې سره دی. ستره محکمه به پرېکړه کوي چې د ۶۱مې مادې مطلب څه دی؟ دا پرېکړه نهايي ده او حتا ولسمشر یې هم د رد صلاحیت نه لري. که فر‍ضاً ستره محکمه ووايي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې دا حکومت قانوني مشروعیت لري، اتمر او ۱۱ نور به څه کوي؟ بیا به کومه بهانه کوي؟
سیاسي مشروعیت؛
سیاسي مشروعیت په دې مانا چې ته د ملت په استازیتوب موقت حکومت وغواړې او د ملت استازي د ټاکنو له لارې انتخابېږي. اوس درته د موقت حکومت غوښتونکيو نومونه لیکم او پوښتنه کوم چې په دې کې کوم یو د ملت استازی دی؟ یا حد اقل تاسې یې څو کسان پېژنئ؟ حنیف اتمر، فرامرز تمنا، احمد ولي مسعود، رحمت‌الله نبیل، عنایت‌ الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، محمد ابراهیم الکوزی، محمد حکیم تورسن، محمد شهاب حکیمي، نورالرحمان لېوال او نورالحق علومي. رښتیا دا څوک دي چا ټاکلي دي او د کوم ملت په استازیتوب خبرې کوي؟ اتمر، نبیل، علومي او مسعود ممکن درته اشنا وي خو له خدایه ځار شم تورسن هم ځان ته دا حق ورکوي چې د موقت حکومت غوښتنه وکړي! څوک یې په کلي کې نه پرېږدي عالي جناب وايي چې خر مې د خان په غوجله کې وتړئ. دا خو په دې نه شوه چې ټاکنو ته نوماند شوې؛ نو حق لرې چې د ملت په استازیتوب خبرې وکړې.
اوس اصلي کیسه چېرې ده؟
اصلي کیسه دا ده چې د موقت حکومت د طرحې ماسټرماینډ اتمر دی. د اتمر په ګډون ټولو مخکې له مخکې منلې ده چې که ټاکنې وشي غني یې ګټي. دوی ټول اصلاً د ټاکنو د کمپاین لپاره برنامه نه لري، ځکه خو حتا تورسن هم په موقت حکومت کې خپله راتلونکې ګوري.
که زه د غني د ټیم د کمپاینرانو پر ځای وای، یوازې مې دې ته کمپاین کاوو چې ټاکنې وشي. دې ته ضرورت نهشته چې په ټاکنو کې غني ته کمپاین وکړم، ځکه رقیبانو یې لا له پخوا ماتې منلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply