حمید حسن په راتلونکي نړیوال جام کې لوبېږي

0 860

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي، د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره یې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن هم غوره کړی دی.
د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې پورې په بریټانیا کې کېږي.
په یاده پنځلس کسیزه لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدران، حضرت‌الله ځاځی، رحمت‌شاه، اصغر افغان، حشمت‌الله شهیدي، نجیب‌الله ځدران، سمېع‌الله شینواری، محمدنبي، راشدخان ارمان، دولت ځدران، افتاب عالم او مجیب ځدران شامل دي او په احتیاطي لوبغاړیو کې بیا اکرام علي‌خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد غوره شوي دي.
د غوراوي کمېټې مشر دولت‌خان احمدزی وايي، ټول لوبغاړي له شپږ میاشتني چمتووالي وروسته غوره شوي او یوازېنۍ موخه مو هم په نړیوال جام کې د ډېرو ښو لوبو کول دي.
د هغه په وینا، له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکیو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنېس او پیاوړتیا ارزوو.
حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی چې د انګلستان په کلپونو کې يې هم لوبې کړي او ستايل شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی و او د ۲۰۱۱ کال د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره یې لوبډل‌مشر ټاکلی و. حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخېستې وه چې ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply