زه د شیخ د مرګ په نیت استخاره کړم / اکبرپیمان

0 737

د رسول دغه حدیث به نن پوره کړم

ته نن شپه (۲۰۰۵ کال د مارچ لسمه) راشه بانډار به وکړو شیخ صاحب هم له کراچي څخه راغلي دي په ځینو مسایلو به بحث هم وکړو.

بیا غواړي ما له مذهبه واړوي؟

نه نه تر دیوال دي نه اړوم بي غمه اوسه. خو سړي باید خپله فکر وکړي دا د دنیا او اخرت مسولیت دي، که همداسي ناخبره مړه شو خدای ته به څه ځواب وایو. خدای فکر راکړي دي عقل يي راکړي دي، پوهنتون مو ویلي دي چې زما او ستا او د هغو کسانو چې د پلار او نیکه دین يي کلک نیولي دي فرق ونه سي، دا خو ډیره بده خبره ده. زه او ته باید خدای په کتاب او سنتو عمل وکړو او نور خلک هم تشویق کړو چې دا د حق لاره ومني او عمل ورباندي وکړي. په دي خبره کې ما او تاته هم عظیم اجر دي. هم به مو دنیا سمه شي او هم به په اخرت کې کامیابه یو.

ښه نو غواړي چې بیا تر سهاره بحث وکړو؟ ټوله شپه په سر واخلو او سبا به بیا ټوله ورځ خوب راځي. تاسي ټول بیا تر سهاره راته حدیثونه وایاست ځکه تاسو اهل الحدیث یاست.
نو ته حدیث نه مني، یعني ته اهل الحدیث نه يي؟
نه زه حدیث منم خو ستاسو په څیر اهل الحدیث نه یم
نو ته څه شي يي، حنفي يي
زه اهل القران یم
چټیات مه وایه قران او حدیث یو شي دي. که اوس درته ووایم چې راشه چې نن شپه فلم وګورو، بیا خو نو مشکل نه شته تر سهاره به درې فلمونه وګورو، خو د خدای او د رسول خبرې ته دې ملا ماته ده. زه درته وایم چې عقیده دي سمه کړه، زه ستا په قبر کې نه بیدیږم او نه هم ستا برخه عذاب او ثواب ماته راکول کیږي، خو صرف زما دا مسولیت دي چې تا د یو مسلمان ورور په صفت حقي لاری ته دعوت کړم.

دل ني دسترخوان بوجايي- دعوت عشق هي دعوت عشق هي (https://www.youtube.com/watch?v=Gm_coTmSnIs ). سمه ده زړه مه خوره درځم، نور څوک دي؟

یو هغه مفتي صاحب دي او یو هم زموږ او ستاسو یار مولوي صاحب او نور موږ او تاسو یو.
سلام علیکم، علیکم سلام څنګه یاست، جوړ په خیر څه حالات دي ژوند څنګه تیریږي، په خیر راغلي ښه يي جوړ يي دوستان او انډیولان ښه دي. هو ټوله ښه دي خیروخیرت دي د الله فضل دي.
تور چای خوري که شین؟
شین چاي.
بوره درواچوم؟
نه زه ترخې چای خورم، مننه
شیخ صاحب څنګه یاست له کراچۍ څخه په خیر راغلئ؟
په خیر اوسئ الله دي اجرونه درکړي. بس زه او څو ملګري راغلو څو ورځې به دلته یو بیا به کابل ته ځو، هلته هم ځینو ملګرو تینګار کړي دي چې خامخا به راځي که خیر و او د الله رضا وه بیا ځو کابل ته.

ډیر ښه، هو لاړشي، کابل هم وګوري اوس ښه خوند کوي هوا ډیر ښه ده دلته خو ګرمي ده خو کندهار بیا جلا ځای دي په کابل کې ډیر بیروبار وي ټوله ورځ سرکونه بند وي ته وا د چین ټوله نفوس په دې ښار کې راټول شوي دي.

زما یوه ملګري کیسه کوله، ویل يې یو پیر پرست و چې خپل پیر يې نعوذو بالله له خدایه سره برابر ګاڼه. ویل يې یوه ورځ پیران پیر او خدای په غیږ سره ورغلل دوه واره يې پیران غوزار (څملاواه) کړ او یو وار يې خدای. دا پیر پرستان داسي د مشرک زامن دي خپل پیران خدایان ورته معلومیږي.

هو والله، له خدای سره شریک نیول تر ټولو لویه ګناه ده او بخښل کیداي هم نه سي. دا خلک دومره بې عقل دي چې عادي انسان ته دومره لوی مقام ورکوي. زموږ او ستاسو فرض جوړیږي چې باید له عقل څخه کار واخلو اوخدای او د هغه رسول ته مراجعه وکړو. د خدای او د رسول په لاره ولاړسو. موږ او تاسي پوهیږو چې خدای او رسول موږ ته قران او احادیث پریښي دي او همدا زموږ د نجات لار ده.

کله چې د خدای کلام او حدیث موجود وي موږ حق نه لرو چې په بل شي فیصله وکړو. ښه مثال يې امین باالجهر دي. ډیر زیات قوي حدیثونه موجود دي او صریحآ په دې دلالت کوي چې پیغمبر امین په زوره ویلي دي.

هاهاها خو احناف بیا وايي چې امین دوعا ده او دوعا باید کرار وویل شی. نو د خدای د رسول د حدیث په مقابل کې د عقلي دلیل راوړل ډیر غلط کار دی.

ګوره په نکاح هدایه کې راغلي دي چې که له خرې سره زنا وکړه غسل نه ورباندي اوړي. دا د احنافو لوی کتاب دی. ځکه موږ باید په دې مذهب مذهب پسي نه ګرځو، ځکه یوازیني او حق لاره د پیغمبر صحيح حدیثونه دي.

دوی داهم وايي چې یا محمد، یا مرچ اغا، یا پیرانه پیره، یا رسول الله د ا ټولي د شرک کلمې دي او که سړی دا کلمې ووايي نو له دینه وځي. خو زموږ او ستاسو خلک همیشه دا کفریات وايي. په دې برخه کې صریح ایاتونه موجود دي قلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (الٲحقاف4). ددي ایات په اساس پورته کلمي ویل سم و دم شرک دي.

نو موږ خو زیارت ته د دې لپاره نه ورځو چې له زیارت څخه مرسته وغواړو، موږ خو وایو یا رسول الله معني دا نه ده چې له خدای سره شریک نیسو. ته د الحمد لله رب العالمین په معنا پوهیږې. یعني ټول ثنا او صفت صرف الله لره دي او نو که زه د خدای د رسول صفت کوم او یا وایم چې یا رسولله دا د خدای په خاطر وایم، که زه پیر ته ورځم د خدای په خاطر ورځم که زه د پیر صفت کوم نو مطلب يې دا دی چې دي پیر د خدای ښه بندګي کړې ده او دا هر څه د خدای په خاطر کوم، چې همدا د الحمد لله اصلي معنا ده. تاسو خبره بلي خوا ته وړي او هر څه ته شرک وایاست. د کفر ټاپه در سره ده او هر کله چې څوک ستاسو له نظریاتو سره مخالف وي په تندي ورته د کفر ټاپه وهي.

که تاسو عقل نه منئ، ساینس نه مني نو بیا دا تلیفون ولي کاروي، فیسبوک ولي کاروي په موټر کې ولي سپریږی؟ دا شیان خو نه په حدیثونو کې او نه په ایاتونو کې راغلي دي. تاسو چې امین په زوره وایاست او واياست چې په دي برخه کې حدیثونه موجود دي زه درسره کومه ستونزه نه لرم خو تاسو باید زموږ ورو امین ویلو ته درناوي وکړي. څلورو امامانو د اسلام له پاره ډیرزیات زحمتونه ګاللي دي، ددي له پاره چې اسلام سره ونه پاشل شي دا طریقي يې ایجادې کړي. که زه او ته خو دا استعداد نه لرو چې له هر ایات او هر حدیث څخه د شریعت طریقي راوباسو. امامانو موږ ته لاره اسانه کړې ده او موږ ته د خدای د عبادت او ژوند کولو سمه طریقه راښودلې ده. او بیا تاسو دومره اخلاق خو باید ولري چې د امامانو درناوی وکړي. خو تاسو ته ټول خلک کافر معلومیږي او یو ځان درته اهل جنت ښکاري.

ته ګوره د ایات او حدیث په مقابل کې احساساتي خبري نه چلیږي. زه نه وایم چې امامان غلط دي خو کیداي سي امامانو ته ځیني حدیثونه نه وي رسیدلي. کله چې ما او تاته حدیث ورسید باید په خپلو کارونو له سره غور وکړو او د پلار او نیکه دا زاړه رواجونه پریږدو. نورباید د امام او امامانو په خبرو پسي ونه ګرزواو هره فیصله باید د ایات او حدیث په اساس وکړو. زموږ د کامیابي لاره همدا ده چې د خداي او رسول په لاره ولاړ سو او د خداي او د رسول لاره د هغه کتاب او سنت دي.

ته اوس په کتاب او سنت ښه پوهیږي که امام اعظم صاحب؟ ته ځان د نړي د میلیونونو مسلمانانو له امام څخه هوښیار يي؟ هغه امام چې د خپل وخت نابغه وو، او د نړي میلیونو مسلمانانو ته یو مذهب جوړ کړي دي. تا دوه حدیثه زده کړي دي او اوس غواړي ټول مذهب او تاریخ چلینج کړي. ته دومره ظرفیت لري چې دا ټول ایتونه او حدیثونه وګوري او یوه مسله ځیني را وباسي؟ هیڅکله نه ته که په هر حدیث عمل کوي زه کومه ستونزه نه درسره لرم خو ټول مذهبونه (څلورمذهبونه) توهینول او د هغوي غلط ګڼل ستا له سويي څخه ډیره پورته خبره ده، او دومره غټي خبري کول د سړي خوله شکوي نو ځکه زه د یو ورور په صفت دا خبره درته کوم چې په لویو سیوچونو ګوتي مه وهه چې برق دی نیسي. د خلکو د کلونو کړي عبادت مه ورباطلوه ځکه دا خبر ستا له صلاحیته ډیره لوړه ده.

زه به یوه خبره درته وکړم. کله چې سنیان او یا شعیه ګان په جماعت کې پر لمانځه ولاړ وي او یو بل مسلمان راځي او پر لمونځ کوونکو ډزي کوي، لس ګونه کسان وژني او د خداي د کور دیوالونه د انسانانو په وینو او غوښو لړي. په دي وخت دي د غرب او شرق میډیاوي دا ټوله صحنه په ژوندي توګه خپروي نو هغه غیر مسلمان چې په غرب کې ناست دي د اسلام په اړه به څه فکر وکړي؟ که ته د هغه پر ځاي يي نو څه فکر به وکړي چې د خداي عبادت کوونکي په خپلو وینو کې د خداي په کور کې لامبي. حتما به همدا فکر وکړي چې اسلام معنا وحشت او بربریت. ته پوهیږي چې ددي بدنامي مسول څوک دي. ددي ټولي بدنامي مسول ته يي، هغه ته چې نن د څلورو مذهبونو توهین کوي، هغه ته چې نن دي څو حدیثونه زده کړي او د خلکو د پیړیو کړي عبادت باطل ګڼي او هغه ته چې ځان جنتي او نور دوزخیان ګڼي.
ما خو درته وویل چې اهل القران تر اهل الحدیثو ښه دي هاهاها.

وره ته په هر شي کې ټوکې مه کوه، دا استهزا ده او سړي ډیر ژر له دینه وزي.
فقد کفره، بیا دي په تندي ټاپه راته ووهله. عجبه خبره ده چې زه تش په خبرو کافر کیږم او تاسو د انسانانو په وژلو بیا هم مومنان یاست، دا نو بیا کوم منطق دي؟ زه درته وایم چې دانسان عقل تر ټولو لوي نعمت دي، همدا د انسان عقل دي چې نن يي د طبعیت (ساینس) رازونه کشف کړي دي او نړي ته يي یو نوي ژوند راوړي دي. نن د ساینس او عقل په برکت د نړي څخه یوکلي جوړ شوی دي، نن د انترنیټ په مټ ټوله نړي یو له بله وصله ده او نن د پرون ناممکنات ممکنات شوي دي. نن د مور په نس کې د ماشوم جنس (هلک او نجلي ) معلومیداي شي، نن دا خبره ډیر اسانه ده چې په کومه مځکه به باران کیږي او چیري به وچکالي وي او نن حتي ډاکتران ستاسو د مرګ نیټه تعینوي او درته ویلای شي چې تاسو به څو نور کلونه او یا میاشتي ژوندي پاته شي. خو تاسو د بي عقل لمسیان په دي کې یاست چې څنګه یوبل کافر کړي. څنګه خلک دوزخ ته ولیږي او خپله په جنت کې پاته شي، څنګه د خلکو عیبونه ولټوي او څنګه خلکو ته ستونزي جوړي کړي. ټوله ورځ او شپه مو په دي تیریږي چې کوم مذهب سم او کوم ناسم دي. تاسو که خپل ټول عمر په دي بحثونو تیر کړي کومي نتجي ته نه رسیږي ځکه تاسو مخکې له مخکې له ځان سره پریکړه کړي ده چې تاسو سل په سلو کې پر حق او نور ناحقه دي. نو که ټولي دنیا منطق ، دلایل او کتابونه درته راوړي ستاسو فکر به یوه زره هم تغیر ونه کړي. تاسو دلته ددي له پاره نه یاست راغلي چې حقیقت ومومي بلکه تاسو ددي له پاره ژوند کوي چې نور غلط ثابت کړي. څو چې دا مځکه اسمان وي تل به دا افغانستان وي. ستاسو سره کښیناستل د وخت ضایع کول دي. سبا به همدا ستاسو په اهل الحدیثو کې داسي کسان پیدا شي چې ځیني حدیثونه به مني او ځیني به نه مني او تاسو يي شاهدان چې بیا به همدا اهل الحدیث یوبل سره وژني. تاسو پوهیږي چې په عراق او سوریه کې همدي خلکو د همدي حدیثونو په مټ څه وڅه ونه کړل. چې عقل يي کم ورکړ تل یي غم ورکړ.

خداي خو دین دیته راکړي چې دنیا اخرت سم کړو- زموږ دین خو اي یارانو دواړو کونو ته بلا شوه
ته خوبيخي داسي خبري کوي چې خداي خبر که ستا ایمان سلامت وي.

هو زما ایمان ځکه سلامت نه دي چې له عقل څخه کار اخلم. زما مغز غلام نه دي زه د سالم عقل خاوند یم. ما مطالعه کړي ده ، ما ځان پوهي کړي او زه نور په دي شیانو نه تیروزم. ستاسو جهالت او ضدیت ددي خاوري دوښمنانو ته دا فرصت ورکوي چې ستاسو ملک ستاسو په واسطه وران کړي. تاسو سره وجنګوي، نیمايي مو کافران کړي، یوه برخه مو اهل سنت کړي، یوه برخه مو اهل الحدیث کړي او یوه برخه مو شیعه ګان کړي. وروسته مو په قومونو سره وویشي بیا دوي د خیر په ِغونډی کښیني او تاسو بیا پخپله لکه د ګور چنجي یو بل سره خوري او ډیر ښه سره خوري. زه به خود کافر یم چې ستاسو په شان ړوند نه یم او ستاسو په شان چټیات نه وایم. نن د علم د زده کړي وخت دي، نن د ساینس او تکنالوژي وخت دي او نن د پرمختګ زمانه دي خو تاسو الحمدلله لکه چې واست هماغسي به یاست ځکه په کوپړي کې دي واښه ښکاري جانانه.

تاسو نن ټوله شپه، وګوره اوس دوي بجي دي، بحث وکړ څه شي مو تر لاسه کړل او کوم حقیقت ته ورسیدي؟ که تاسو کلونه او حتي پیړي دا بحث وکړي تاسو کومي نتجي ته نه رسیږي.

ولي نه رسیږو د بزرګ جمیل لمسیه ته خو ځان په هر شي پوه ګڼي؟

ډیره ښه پوښتنه ده اوس غوږ شه چي ځواب درکړم. ته وګوره د مجاهدینو اوه تنظیمونه په پاکستان کې او اته تنظیمونه په ایران کې جوړ شول، دوي ټولو ځانونو ته پاخه مسلمان ویل خو دوي هیڅکله سره جوړ نه شول. دوي خبره تر دي ورسوله چې یو دبل په ضد جهاد اعلان کړي او یو بل کافر وګڼي. ددوي څخه هر یو يي تاته ایاتونه او حدیثونه راوړي او ښه پاخه دلایل وايي چې هغه بل يي کافر دي. تاسو ورشي وګوري د حزب اسلامي عالمان او ښه پاخه عالمان د جمعیت ګوند کافر ګڼي او دا ټول په ایت او حدیث ثابتوي چې دوي کافر دي. او برعکس د جمعیت تکړه هو تکړه عالمان حزب اسلامي کافر ګڼي او خپله خبره په ایت او حدیث درته ثابتوي، حال دا چې دواړه يي کلمه وايي، لمونځ کوي او په سره اوړي کې روژه هم نیسي. همدا ډول نوري جهادي ډلي هر وخت چې وغواړي بله ډله درته کافروي او ښه یي پخه کافروي ددي ډلي څخه هره یوه يي ښه پاخه دلایل هم لري.

دا خبره خو دي رښتیا ده او دا هر څه موږ د سر په سترګو لیدلي دي. خو پوښتنه دلته ده چې سره ددي چې خداي مو یو دي، کتاب مو یودي رسول مو یو دي او ټول ځانونه مسلمان ګڼو بیا دا ټول اختلافات له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ او زه خو دي په والله چې په شک کې واچولم چې دا ټول کسان د خپلو ادعاوو د ثبوت له پاره ایاتونه او حدیثونه هم راوړي دا بیا څنګه کیسه شوه؟

داسي کیسه ده لکه څنګه چې کیسه وه هاهاها. زه خو همدا درته وایم چې نن شپه چې موږ سره ناست یو ټوله دلایل وایو او د ټولو دلایل له قران او حدیث څخه رااخستل شوي دي خو بیا هم موږ یو له بله نه سره جوړیږو. هغه جهادیان او عالمان پریږده موږ ولي نه سره جوړیږو. که لږ فکر وکړو هره ډله چې وغواړي د هر کار له پاره ځانته هر ډول دلایل پیدا کولاي شي. ځکه خو زه درته وایم چې مطالعه وکړي چې سر مو خلاص شي او کله چې مو سر خلاص سو بیا به زما څخه ډیري پوښتني نه کوي او د شپي تر ۳ بجو به خپل ماغزه نه خوري.
راځي د خوب وخت دي بیا سهار نه سو ویښیدلاي.

یاره ته خو ډیر کافر سړي يي موږ ټول دي په شک کې واچولو او ټول دي ګنګس کړو.
نو چي ګنګس نه سي او په شک کې ونه لویږي نو فکر به څنګه وکړي او که فکر ونه کړي نوسړي به څنګه سي
هاهاها اوس دي له سړیتوبه هم ویستلو
یاره بس کړه سهار سو چې لږ شیبه ارام وکړو
شپه په خیر شپه په خیر
محمد اکبر پیمان
د اپریل ۲۱ کال ۲۰۱۹ کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply