د بشپړ خوب سربېره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ لامل یې څه دی؟

0 801

پوهان په شپه او ورځ کې د اته ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو ځینې داسې کسان چې تر لسو ساعتو زیات خوب کوي خو بیا هم په مسلسل ستړیا، ستومانتیا احساس کوي او د ورځې په اوږدو کې پرې د فشار نښې ښکاري.

که چیرې یو انسان ددغې نښو ښکار وي او ټوله ورځ یې ستومانتیا له بدنه نه وځي نو د پوهانو د وینا سره سم دا د ځینو جدي ناروغیو نښې بلل کیږي، لاندې هغه ناروغۍ او لاملونه وړاندې کوو چې انسان د مسلسل ستومانتیا ښکار کوي.

بدن کې د وسپنې کمی

د همیشه ستړیا یوه نښه داده چې په بدن کې وینه د وسپنې له کمښت سره مخ ده، او پر هغه څه بد اغیز کوي چې د بدن د نورو حجرو له لارې د وینې حجرو ته اکسیجن لیږدوي، باید بدن کې د وسپنې کموالي معاینه وشي.

د ویټامن «بي۱۲» کمی

هغه نښې چې د وسپنې په کمښت کې وړاندې شوې د ویټامن «بي ۱۲» کمښت په حال کې هم رامنځته کیږي، دغه ویټامن په ځیګر، د ماهي غوښه، د غوايي غوښه، شیدې او ددې څخه جوړ شوي شیان، هګۍ او داسې نورو کې موندل کیږي، نو ځکه ویل کیږي هغه کسان چې یوازې پر سبزیجاتو خوړلو تمرکز کوي ددغې ناروغۍ ښکار کیږي.

شکر

همیشه ستړیا او ستومانتیا پرته له کوم څرګند لامل څخه د شکر ناروغۍ د ښکاریدو نښه ده، ځکه چې بدن د انسولین هرمون د کموالي پرمهال توان نه لري تر څو کاربوهایدرات په سمه توګه هغه خواړه چې انسان یې کوي بدن کې په ځواک بدل کړي، ددې لپاره اړینه ده د متخصص ډاکټر نه د شکر وینې معاینه ترسره شي.

کم حرکت کول

له بشپړ خوب وروسته ټوله ورځ په کاري دفتر کې کمپیوټر ته ناسته، یا ټوله ورځ تلویزون کتل چې د بدن حرکت ورسره په نشت حساب وي د مسلسل ستومانتیا لامل کیږي، ددې لپاره پوهان وايي چې غوره ده د دفتر کار پرمهال انسان هرې شل دقیقې وروسته ودریږي او یو څو قدمه واخلي، او همدا ډول د ورځې یو مهال په تازه هوا کې ورزش وکړي، په دې سره د ستومانتیا احساس له منځه ځي، ځکه چې وینه په بدن کې په چټکۍ سره تګ راتګ پېل کوي.

کمې اوبه څښل

پوهان په ورځ کې د اته ګیلاسه یا یو نیم لیتر اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو په هغه حالت کې چې انسان د یوې ناروغۍ ښکار وي، یا ورزش کوي، د ستومانتیا یا بېځایه ستړیا احساس کوي باید ډيرې اوبه وڅښي، ځکه چې دغه مهال د انسان د بدن حرارت درجه لوړه وي، او د اوبو کموالي پرمهال د بدن حجرې په سمه توګه کار نه کوي چې انسان د ستومانتیا ښکار کوي.

د الرجۍ ضد درمل

څوک چې د نشې پریښودلو لپاره، یا هم د بلې الرجۍ مخنیوي درمل استعمالوي، دغه درمل د خوب راتلو یا ستړیا احساس انسان ته ورکوي، ددې لپاره پکار دي چې د ورځې پر ځای دغه درمل د شپې لخوا وخوړل شي تر څو د خوب راتلو پر حال انسان ارام وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply