کوما څه ده؟

122

• کوما (coma) هغه حالت ته ویل کېږي چې ناروغ نه راویښېدونکی وي او د بهرنیو تنبیهاتو او د داخلي اړتیاوو پر وړاندې ځواب ونه وایي، سره له دې چې عکسوي او وضعیتي خوځښتونه ممکن شتون ولري.

سببونه
• د مرکزي عصبي سیسټم د جدي اختلالاتو د اختلاط په توګه
• اختلاجات
• هایپرټرمیا
• مټابولیک اختلالات
• په دماغ کې ساختماني اختلالات چې د دماغ د دواړو نیم کرو یا د reticular activating system د اختلال سبب شوي وي.
• په دماغ کې یو طرفه کتلوي آفات (mass lesions) چې د دماغ ساقه يې تر فشار لاندي نیولي وي.

#بېړنۍ_ارزونه_او_اهتمامات
• په کوما ناروغانو کې تشخیصیه او منجمنټ هم‌مهاله باید سرته ورسول شي. د تنفس او د فشار لپاره تقویتي درملني پیل شي.
• په هایپوټرمیا کې ټولې حیاتي نښې له منځه تللي وي؛ دي حالت کې مخکې له هر ډول ارزونو ناروغ باید لومړی تود کړای شي.
• ناروغ ته په ډډه وضعیت ورکړل شي، داسي چې د ناروغ سر لږڅه بسط حالت کې وي، مصنوعي غاښونه لیري کړای شي او د خولي افرازات د سکشن له لاري پاک کړای شي. د اړتیا په صورت کې airway تطبیق کړای شي.
• د وینې سمپل د ګلوکوز، الکټرولایټونو، کلسیم، شریاني ګازونو، کلیوي او کبدي او ټاکسیکولوژیک معایناتو له پاره واخیستل شي.
• ناروغ ته ډکستروز 50% (25 g)، نالوکسان (0.4-1.2 mg) او ټایمین (100 mg) د ورید له لاري پرته له ځنډه پيل کړای شي.
• د ناروغ له ملګرو څخه د ناروغۍ د سابقي، د کوما د پیل د چاپيریال او تعقیبیه پيښو په هکله معلومات واخیستل شي.
• د کوما بیړنۍ پیل کیدل په تحت عنکبوتیه ویني توییدني، د دماغ د ساقي وینه توییدني یا د دماغ دننه ویني توییدني ښودنه کوي، په داسي حال کې چې د کوما وروورو پيل کیدنه د دماغ په نورو ساختماني اختلالاتو او کتلاتو کې لیدل کېږي.
• د سر بېړنی CT scan له کانټرسټ پرته باید په عاجله شعبه کې سرته ورسول شي، ترڅو دماغي ویني توییدني، دماغي فتقونه یا نور ساختماني ناخوالي تشخیص کړای شي چې شاید غیر جراحي پروسیجرونو ته اړتیا ولري.
• د کوما میټابولیک علتونه که چیرې حاد intoxication یا هیجاني دلیریوم شتون ولري باید په نظر کې وي.
• په فزیکې معایناتو کې د دردلرونکې تنبه په وړاندي د ناروغ ځواب، حدقي او د رڼا په وړاندي یې عکس العمل، د معقمي پختي په واسطه د قرنیي تنبه کولو په وړاندي عکس العمل، د سترګو موقعیت او د سر له خوځښت سره یې تړاو او د سړو اوبو په واسطه د غوږونو تنبه کول او د ناروغ تنفس وارزول شي.

#الف. د دردلرونکې تنبیه پر وړاندې د ناروغ ځواب
• د دردلرونکې تنبه په وړاندي هدف لرونکې حرکات په دي دلالت کوي چې نوموړي غړي ته حسي او حرکې لاري سالمي دي.
• د بدن د دواړو خواګانو په تنبه کولو سره که چیري یوي خوا عکس العملونه معدوم وي د دماغ په قشري آفتونو دلالت کوي او که چیري دوه طرفه عکس العملونه شتون ونلري د دماغ د ساقي، د اهرامي لارو دوه طرف آفت یا په psychogenic نه عکس العمل دلالت کوي.
• د decorticate (قابضه) وضعیت د داخلي کپسول او rostral cerebral peduncle په آفتونو کې لیدل کېږي او decerebrate (باسطه) وضعیت د midbrain او rostral pons په آفتونو کې لیدل کېږي.
• د مټو decerebrate وضعیت او د پښو کمزوري یا کمزوري عکس العملونه د دماغ د ساقي په پراخو صدمو چې د trigeminal په سویه کې تر حدبي پوري رسیدلي وي، دلالت کوي.

#ب. د سترګو موندنې
1. حدقې
• په هایپوتلاموس کې مرضي پروسه د یوطرفه Horner syndrome سبب کېږي، په داسي حال کې چې دوه طرفه diencephalic اختلالات یا په حدبه کې تخریبي ناخوالي د کوچنیو حدقو سبب کېږي چې د رڼا په وړاندي ځواب وایې.
• د آفت د عین خوا حدقي توسع چې د رڼا په وړاندي ځواب نه وایې د دریم قحفي زوج د فشار لاندي راتللو په سبب رامنځته کېږي لکه uncal تفتق.
• په اکثرو میټابولیکو انسفالوپتي ګانو کې حدقي له نارمل اندازي څخه کوچنۍ وي او د رڼا په وړاندي غبرګون ښیې. د اټروپین او scopolamine په تسمم کې حدقي ثابتي او متوسع وي او د opioidونو په تسمم کې حدقي کوچنۍ (pinpoint) وي او د رڼا په وړاندي ځواب وایې.
2. د قرنيې عکسه
• د معقم ګاز یا پختي په واسطه د قرنیې په تنبه کولو سره سترګي په پټولو پيل کوي.
• د قرنیې عکسي د یو طرفه معدومیت د عین طرف د حدبي په صدمي یا د trigeminal په نقیصي دلالت کوي.
• د قرنیې د عکسي دوه طرفه له منځه تګ د حدبي په غټو آفتونو یا درملو په سبب په عمیقه کوما کې کې لیدل کېږي.
3. د سترګو خوځښت
• د دواړو سترګو یو طرفه انحراف د عین دماغي نیم کري آفتونو، د مقابل طرف حدبي آفتونو او د مقابل دماغي نیم کري په سبب د اختلاج د دوام په صورت کې لیدل کېږي.
• د mesencephalon ناخوالي لاندي خواته د دواړو سترګو د انحراف سبب کېږي. په کوما کې د سترګو غیر مزدوج انحراف د دماغي ساقي په آفتونو دلالت کوي، مګر داچې ناروغ لا مخکې داسي انحراف سترګو کې ولري.
• د سړو اوبو په واسطه د غوږ تنبه کولو په پایله کې Oculomotor غبرګون د سر د منفعل تدور په وخت کې سره اړیکه لري او د یوبل تکمیل کوونکې دي. داسي چې؛ قشري انحطاط په خفیف کوما اخته کسانو کې oculocephalic عکسه تشدید شوي او د دماغي ساقي په آفتونو کې دا عکسه نظر د آفت ساحي ته مختل شوي یا معدوم وي.
• په میټابولیک کوما کې oculocephalic او oculovestibular عکسي په لومړیو مرحلو کې حفظ شوي وي.

#ج. د ناروغ د تنفس ډول
• د cheyne-stokes تنفس (چې هغه کې عمیق تنفسونه د اپني صفحو په واسطه تعقیبېږي) د دوه طرفه دماغي نیم کرو په ناروغیو یا diencephalic ناروغیو یا میټابویک اختلالاتو کې لیدل کېږي.
• مرکزي عصبي فرط تهویه د دماغ د ساقي د tegmentum په آفتونو کې لیدل کېږي. apneustic تنفس (چې هغه کې د شهیق په پای کې ښکاره ځنډ لیدل کېږي) په حدبه کې د صدمي ښودنه کوي (د basilar شریان د انسداد په سبب). atactic تنفس (ډیر غیر منظم تنفس دی چې په دي وخت کې متناوب ډول عمیق او سطحي تنفس لیدل کېږي) د حدبي او بصلي د لاندنۍ tegmentum په آفاتو کې لیدل کېږي.

#د_دماغ_په_ساختمان_کې_د_اختلالاتو_په_سبب_کوما
• د supratentorial کتلاتو په سبب دماغي دندې مختل کېدای شي؛ چې لومړی ناروغ کې د دماغي نیم کري وظیفوي اختلال رامنځته کېږي (لکه یوه خوا فلج) او بیا د کوما په پرمختګ او عمیق کیدو سره دماغي دندي په پرمختلونکې ډول مختل کېږي او داسي نښي رامنځته کېږي چې د rostocaudal د تخریب ښودونکې وي. ناروغ لومړی ګنګس وي بیا stuporeus حالت غوره کوي او په پای کې کوما خواته ځي. د ناروغ تنفس د cheyne-stokes په بڼه، حدقي کوچنۍ او غبرګون لرونکې وي، لومړی د درد په وړاندي ځواب وایي بیا decorticated وضعیت غوره کوي. د عصبي حرکې اختلال په پرمختګ سره د ناروغ وضعیت decerebrated، تنفس یې central hyperventilation، حدقي متوسطي او ثابتي او oculocephalic او vestibulocephalic عکسي مختل یا له منځه ځي. په پای کې د ناروغ تنفس غیرمنظم او درېږي او حدقي متوسع کېږي.
• په subtentorial (د دماغ ساقه) ناخوالو کې د ناروغ شعور دفعتاً مختل کېږي. د دماغي ساقي فشار ورکوونکې آفتونه (په ځانګړې توګه دماغي ویني توییدني) له پرانیشیمي دننه پروسو سره د کلنیک له نظره د تفریق وړ نه وي.
• په عمومي توګه کله چې د دماغ په جوړښت کې ناخوالو ته مشکوک کېږو او کله چې نښي د موضعي آفت وي، مخکې له lumber puncture څخه باید لومړی CT scan ترسره شي؛ ترڅو د دماغي تفتق څخه مخنیوی وشي.

#د_میټابولیک_اختلالاتو_په_سبب_کوما
• په دي حالت کې ددي په ځای چې د دماغ په یوه ځانګړي سویه کې د دندو د له منځه تللو نښي شتون ولري، د اعصابو د ماوفیت پراخ او متناظري نښي شتون لري، که څه هم په hypoglycemia کې موضعي او یو طرفه نقایص رامنځته کیدای شي. د حدقو عکس العملونه معمولاً حفظ شوي پاتي کېږي.
• کوم په کوما کې پاته شوي ناروغان چې meningitis، encephalitis یا تحت عنکبوتیه ویني تویېدني ولري؛ لږ وخت موضعي عصبي نښي لري، اما له بلي د سحایاوو د تخریش نښي کله کله په کوما ناروغانو کې ډیر وصفي وي؛ په دي ناروغانو کې د دماغي مایع معاینه کول په دقیق تشخیص کې مرسته کوونکی دی.
• د دماغي اسکیمیا په سبب کوما کې په ۷۲ ساعتونو کې د رڼا په وړاندې د حدقې د عکسې نه شتون یا د قرنیې د عکسې نه شتون په خرابو انذارو دلالت کوي.
• د metabolic encephalopathy درملنه سببي علت پورې اړه لري؛ که چېرې سبب یې ناڅرګند وي، ټول درمل پرته له مهمو او اړینو څخه باید قطع کړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.