د ثور د ۷ کودتا د زړه بوږنوونکې لړۍ پیل / فضل حق مراد

0 767

د ١٣٥٧لمريز کال د ثور ٧مې خونړۍ کودتا له امله د افغانانو د وینې بهېدنې څپانده او  نه هیریدونکې لړۍ پیل شوه. داسې نادودې او ناورینونه یې رامنځ ته کړل چې ساری یې ډیر کم تر سترګو کیږی. د دومره لوی بحث درانغاړلو زغم به دا ليکنه ونه لري. دلته د ثور د اوومې پېښو ته لنډه اشاره شوې چې د تفصیل لپاره يې د مراجعو حواله د دې لپاره ورکړل شوې چې پر واقعيتونو د نوي افکار روښانه شـي او تیر اشتبـاهات او تیروتنـې ورته د عــبرت درس شي. وړاندې له دې چې د ثور د اوومې له امله په رامنځ ته شويو پېښو او ناخوالو باندې تم شو؛ د جمهوریت د دورې اصلاحاتو ته یو ځغلنده  نظر کوو:

سردار محمد داودخان چې دیوې سپینې کودتا په ترڅ کې يې قدرت ترلاسه کړ، د جمهوریت بنسټ يې  کیښود. دقوانینو په برخه کې يې  اساسي قانون يې  تدوین او دلويې جرګې له لورې تصویب شو.

د مطبوعاتو اساسنامه او ازادو مطبوعاتو د ودې لپاره يې  لازمه زمینه سازی وکړه. دهیواد ښیرازۍ په برخه کې يې اووه کلن ستراتیژيک پلانونونه چمتو کړل،  چې پکې د برېښنا بندونه، دریل پټلۍ، په کابل کې د موټر جوړونې فابریکې او یو لړ نورې رغنیزې پر‌‌‌وژې شاملې وې. که چېرته دعملي کیدو موقع ورکړل شوى واى، د هیواد اقتصادي حالت به د ژور بدلون شاهد وو.

د داود خان دحکومت په چارو کې دپرچمیانو ونډه ډېره زیاته وه، دچارو په پرمخ وړلو کې پرچمیانو د خپلو بادارانو (روسانو) ګټې لټولې، ځکه خو د داود خان حکومت په وړاندې ستونزې ډیرې وې، د داودخان دحکومت پر مهال  پرچمیان پوره په واک  کې وو، هغه مهال يې  داودخان ته د زغم کاسه ډکه شوه، کله چې په مسکو کې برژنف سردار داود خان ته وویل پخوا به دناټو متخصیصنو ته دافغانستان په شمال کې اجازه نه ورکول کیده اوس ددې تعامل نه پیروي نه کیږی [۱]

داود خان دا او دافرادو ګمارل دافغانستان په چارو کې دروسانو بربنډه لاس وهنه یاده کړه مجلس يې  ترک کړ، او هیواد ته راستون شو. محمد داودخان داسلامي هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړې او داسلامي هیوادونو دبلا عوضه مرستو ډاډ يې  تر لاسه کړ. دا او دکمونستانو ددندو دلرې کول چې روسانو ته دزغم وړ نه وو؛ نو ځکه  ۱۳۵۷  کال دثور په اومه خونړۍ کودتا وکړه چې په ترڅ کې يې  د داود خان دکورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول او دوینو بهولو پراخه لړۍ پیل شوه. ددې کودتا په لومړۍ ورځ په سلګونو افسران او عسکر ووژل شول، ددې کودتا  تر شاه  ستره موخه د روسانو دګټو ساتنه وه هغوى وکولی شول، چې دهیواد دچارو واګې پخپل لاس کې ونیسي.  د هیواد ترټولو ستر او نه جبیره کیدونکی زیان چې ترننه يې  موږ لالهانده کړي یو، دهیواد د استقلال لوټل وو چې هیواد يې  در په درد او دنه اټکل کیدونکو ستونزو سره يې مخ کړو. ددې کوتا وروسته دکمونیزم ایډیالوژي دخپرولو مبارزه په افراطي توګه پیل شوه. ددې ایډیالوژۍ نه منونکو څخه په افغانسان کې دژوند کولو حق سلب وو. پدې اړه دلایلو ته به لږ وروسته سر ورښکاره کړو: دا کودتا دروسانو په لارښوونه او دستور تر سره شوه.

په دې اړه استاد شهسوار سنگروال ((افغانستان د معاصر تاریخ په رڼاکې)) کتاب په ۴۹۸ ص کې لیکي: [ببرک کارمل چې کله د واک په ګدۍ کیناست دیوې هندۍ ورځپاڼې چلوونکي سره په مرکه کې ویلي دا انقلاب د روسانو غوښتنه وه، همدا راز د کى جي بي یو مامور چې په امریکا کې سیاسي پنا اخیستې د کودتا په اړه وايي:  کله چې محمد داود خان دخیبر د وژلو وروسته کمونستان ونیول، دوی دمسکو دسفارت سره اړیکه ونیوله سفارت ورته ویلي و که دوی په کودتا لاس پورې کړي مسکو به يې  مرسته وکړي[٢].

په دې اړه د ډیرو نقلي دلایلو د شتون تر څنک عقلي دلایل ګواهي ورکوي چې کمونستانو روسانو ته د خپل هیواد ورکولو او د هغوی دګټو خوندي کولو لپاره په هیواد کې دا اور بل کړ. دوى دا په ګوته کولى شي چې د هیواد لپاره يې کومه رغنیزه برنامه لرله؟ داودخان چې کومې طرحې دهیواد دښیرازۍ لپاره چمتو کړې وې هغه لکه د داود خان جسد تر خاورولاندې شوې، د تامل وړ بدلونونه رامنځ ته شول د هیواد اساسي قانون لغوه شو، ځاى يې داسې فرمانونو ونیو چې دټولنې دجوړښت سره يې په هیڅ صورت اړخ نه لګولو، دهیواد ملي بیرغ په سور رنګه بیرغ بدل شو، ملي سرود بدل شو، دښونځیو نصاب بدل شو ، په ښونځیو کې د نر او ښځو درقص او نڅا کنفرانسونه پیل شول، چې ګوندي کمونستانو به پکې لستوڼي ویستلي وو.

داسي نامناسب بدلونونه رامنځ ته شول چې هیڅکله دافغان متدین ولس ته دمنلو وړ نه وو، دلیلن کبیر کلمه چې هیڅکله افغانانو ته دمنلو نه وه د هرې بیانيې په سر کې استعمالیده: درود په لیلن کبیر او د اسلامي مقدساتو سپکاوی دوی ستر ویاړ د ځان لپاره ګڼلو، لمونځ ته سپورت وویل شو. د مسلمانانو سپکاوی يې کاوه ښځې يې دشرابو او دنڅا محفلونو ته وړلې او هرچا به چې ددوی په داسې محفلونو کې ونډه نه اخیسته، له هغه د اخواني، اشرار او فیوډال په تور تورنیده، بیانو دیو ناڅرګند برخلیک سره لاس او ګریوان وو. دملت په وړاندې يې  پراخه جګړه پیل کړه، په لومړی سر کې علمي او اکاډمیکو اشخاصو پیل وکړ، چې دهیواد د صدراعظم محمد موسى شفیق، سید وحید، عبدالله او وفیع الله په شمول يې  ۱۷۰ ارکان حرب او علمي څټو په وژلو يې دا لړۍ پیل کړه،   دجاندارم عمومي قومندان حضرت محمد ابراهیم يې  دکورنۍ د۱۷ غړو دماشومانو او ښځو په ګډون تري تم کړ[۳].

کمونستانو چې دملت وژنې لپاره کومې طرحې چمتو کړې وې، په پرلپسې توګه دماخذ دیادولو سره ترینه یادونه کوو: داګسا جاسوسي سازمان يې  دشکنجې په عصری وسایلو سمبال کړ،  دشکنجو او ربړونو لپاره يې   دولتي پخوانۍ جوړې شوې ودانۍ ځانګړې کړې، چې د صدارت، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، هوايي ډګر او د ۴۰۰ بستر روغتون زیرزمیني، چې په دې کې به له بندیانو په ژوندوني، څرمن ایستل کیده؛ نوکان به ترې ایستل کیدل او د روسي متخصصینو په ملتیا به له بندیانو څخه وینه او ګُردې ایستل کیدې او له پیک کیدو وروسته به مسکو ته استول کیدې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply