محمد رحیم قادری/ لیکوال:عبدالرحمن فرقانی

0 785

محمد رحیم قادری د وردگو ولایت د دایمردادو  ولسوالۍ په دالان کلي کې په یوه دین دوسته او علم پاله کورنۍ کې زېږدلی ؤ. د ځانگړی علمي او ادبی استعداد له کبله د ځوانۍ له مهاله په ادبی او علمي ډگر کې ديوه ځلانده ستوري په څېر وځلید. لومړی یې د لیکوالۍ له ډگره د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې خپلې ادبی او ټولنیزې لیکنې  دافغانستان د دردېدلي ولس د خدمت په پار خپرولې.. له کومه ځایه چې د لوړ ادبي ذوق خاوند ؤ، په لڼدو ادبي عبارتونو کې ژور او مهم مفاهیم بیانول .. محمد رحیم قادری په خپل ادبی انگړ کې د سپیڅلي خیال او انځور سره داسې مهال ژوند کاوه، چې په افغانستان کې د اسلامی فکر او د کمونيزم او سوسياليزم او نورو بې لاره او تير وتلو افکارو تر منځ د مبارزې ډګر مخ په توديدو وو، او د شوروی اتحاد سرو لښکرو په افغانستان باندې خونړی یرغل پیل کړ. او له همدی لامله، ده خپله دنده او رسالت، د نورو مجاهدو وروڼو سره يو ځای، نور هم لوی، دروند او حساس وموند. او سمدلاسه ئي قلم په ميړانه راپورته کړ، شپه او ورځ په هڅه کی شو چې له دې لارې خپل غیرتمن ولس ته خپل با ارزښته خدمتونه وړاندې کړي، د ادب له ډګره د اسلامی فکر او مبارزې ډگر ته راستون شو  او.د ليکوالۍ د ګرمې مبارزې سره يو ځای هغه، د عمل په ډګر کی د اسلامی مفکرينو او مبارزينو د صف د  پياوړی کولو په موخه خپلې هڅې او هاندې ونه سپمولې او شپه او ورځ به ئي د هغوی سره اړيکې ټينګولې، کړنلارې به ئي کاږلې او د پلی کيدو طرحی به ئي وړاندې کولې ..

محمد رحیم قادری، د داسو کارنامو او همت او شجاعت له امله، هميشه د بې لارو او ملحدو کمونستانو پام، د دوی په لاره کی د يوه خنډ په توګه، ځانته را اړولۍ وو، تر هغه چی د غويي (ثور) د کرغېړنې کودتا د سرته رسېدو سره، د کمونست رژيم د ړومبني يرغل او چپاو له امله مهاجرت ته اړ شو ، د مهاجرت په سختو شپو او ورځو کې یې هم په پوره امانتدارۍ او اخلاص خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه او د اسلامي تاریخ تر ټولو مهمه حماسوي برخه چې هغه مهال د افغان ځوانانو لپاره د جهاد په ډگر کې انگیزه خلق کوله د اردو ژبې وتلي او مشهور لیکول نسیم حجازي تالیف دی، د : قیصر او کسری ، معظم علی ، عقاب … تر سرلیکونو لاندې وژباړل او د مهاجرت په ډگر کې د افغانانو تر منځ خپاره کړل.

زما ښه په یاد ده، هغ ورځ چې محمد رحیم قادری  دحج د فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته راغلی ؤ، هلته هم د علمي او ادبي تلوسې له کبله د یوه داسې څه په لټه کې ؤ، چې افغانستان دردېدلي ملت ته د خدمت په توگه وړاندې کړي، ما هغه مهال د ابو الاعلی مودودی یو اثر د دینیات یا اسلامی ارزښتونو تر سره لیک لاندې په پښتو ژبه ژباړه یوه وړه برخه مې له ده سره شریک کړ د ابوالاعلی فکر او دريځ یې د یوه اسلامی مفکر په ټوگه ډېر خوښ شو او له ما یې غوښتل تر څو د هغه د لیکنو یو ټولگه ورسره شریکه کړم ، ما د ابولاعلي مودودی د رسالو یو ټولگه چې تقریبا لس مهمې رسالې وې شریکې کړي ، هغه رسالې ټولې دري ژبې ته وژباړلې او په خپل لگښت یې چاپ او په وړیا توگه یې په خلکو توزیع کړي، چې واقعا ډېره ارزښتناکه رسالې دي .

نن هغه زموږ په منځ کې نه شته، خو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د قول سره سم هغه ډېره نیکمرغه او بختور شخصیت ؤ، ځکه داسې علم ترې پاتې شو ، چې خلک تر ګټه پورته کوي او داسې صالح اولاد چې ورته دعا کوي او داسې صدقات جاریه چې تر قیامته به یې اجر ورته رسېږي..

له لوی خداي تعالی څخه غواړو چې د هغه د آثارو او رسالو چاپ ، خیر ښیگڼه عملونه..مسلمانانو ته د خير او ښیګڼې، او مؤلف ته دپر له پسې اجرونو منبع وګرځوي!   آللهم اغفر له و ارحمه و اجعل الجنة مثواه! آمين يا رب العالمين!.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply