كورنۍ جگړه

عبدالرحمن فرقانی

800

لاندې لیکنه د دکتور احمد زیدان د نوی کتاب ( له جهاده تر امارته.. د افغانستان اوږد مهاله میلمه)  څخه یو اقتباس دی، چې نوی چاپ شوی او ډېر جالب کتاب دی  دا برخه یې د افغانستان د اوسني وضعیت سره ډېر اړخ لگوي، نو ځکه مې تاسو درنو لوستونکو ته وژباړله:

كورنۍ جگړه

کورنۍ جگړې هغه جگړې دي چې د یوه خپلواک هېواد د جغرافیایی پولو په منځ کې  د بېلابېلو پرګڼو، گوندونو، ډلو او اوسیدونکو تر منځ د سیاسي، فکري، مذهبي، فرهنگی،  اقتصادي او ټولنیزو، ژبه نییزو او سیمه ییزولاملونو او شخړو له امله رامنځته کېږي. چې ډېری وخت ښکیل اطراف پکې د یوه بل په وړاندې  د خپلمنځي اختلافاتو د هوارولو او خپلو تصوراتو او باورونو د تپلو په موخه زورواکۍ، ترهگرۍ، وحشت او دهشت ته مخه کوي.

نوموړې جگړې که لاملونه او اسباب یې هر څه وي، خو له کومه ځایه چې د یوه هېواد د وگړو تر منځ پېښېږي او اور اخلي، نو پایلې یې د نوموړي هېواد د راتلونکې او اوس لپاره بې برېده زیان اړونکې وي او هېواد د یوې اوږدې مودې لپاره نه توانېږي، چې د ټیکاو او ثبات او پرمختگ خاوند شي.

انتقامي شخړې خپل تغر غوړوي. استبداد او ترهگري وده کوي. رشوت، فساد، بې نظمي او انارشېزم زیاتېږي. خلک د بې اعتمادۍ او وېرې له کبله د هېواد د پرېښودو په فکر کې لوېږي او عملا د امکان په صورت کې وطن پرېږدي. په هېواد کې د هر راز پرمختگ بهیر په ټپه درېږی. اخلاقي فساد، غلا، چور خورېږي. مجرمین او جنایتکاران خلاص لاس خپلو جنایتونو او جرمونو ته مټې رانغاړي..

موږ د دغه راز حالت او انځور شواهد په گڼ شمیر هغو هېوادونو کې چې د کورنۍ جگړو ښکار شوي دي لکه :یمن، سوریه، عراق، صومال، سوډان، لیبیا، الجزایر، لبنان او مصر.. موندلی شو.

د جگړې هر لوری د خپلو تصوراتو او باورونو لپاره خپل دلایل وړاندې کوي، تر څو دوی ملامت نه شي او آن خپل ځانونه د اتلانو په څېر معرفي کوي . خو په حقیقت کې دوی  خپل هېواد وطنوال وژني. ښکاره ده چې د جگړې په پایله کې د هېواد وگړي وژل کېږي. زیربنایی تاسیسات له منځ ځي. هېوادوال رټل کېږي. د پرمختگ بهیر په اړوندو ټولو برخو کې زیانمنېږي، که هغه تعلیم وي او که نظام جوړونه او یا اقتصاد جوړونه ډگرونه.. په ټول کې دېری وخت د جگړې د ښکیلو اطرافو دلایل د جگړې د جاري ساتلو لپاره  په هېواد کې د امن او د ټیکاو پر محور راڅرخېږي. او نوموړي شعارونه او دلایل د ښکیلو اطرافو تر منځ توپیر کوي.

د کورنۍ جگړې پایله:

په کار ده چې په هېواد کې بېلابېلې پرگنې، قومونه، گوندونه او نور ورته بهیرونه خپل اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د مسالمت آمیزه وسایلو څخه کار واخلي. او ټول د یوې ملي برنامې د تطبیق په موخه خپلو کې یو بل ته لاس ورکړي. ټول د هېواد د آبادۍ، سمسوتیا او ښېرازۍ لپاره گډ کار وکړي. تر څو د یوه پیاوړي نظام او حکومت خاوندان شي، داسې حکومت چې د قانون حیثیت پکې  خوندي او قانون د ټولنې چارې تنظیم کړي. د وگړو حقوق تامین کړي. امن او ټیکاو خور شي. خو که چېرې داسې نه کېږي، نو بیا د هېواد دننه کورنۍ جگړې لاندې نه جبرانېدونکې او خطرناکې پایلې لري:

لومړي: د نظام یا دولت په کچه:

  • د دولت موسسې او تشریعي، قضائیي او اجرایوي قوې له منځه ځي.
  • په ټولنه کې گډوډی او انارشېزم خورېږي. سیاسي ثبات او ټیکاو له منځه ځي.
  • جرم، جنایت او فساد په ټولنه کې عام کېږي.
  • په ټولو اړوندو صنعتي، زراعتي او تکنالوژي ډگرونو کې شته بنسټونه نړېږی. .
  • اقتصاد او ملي پولي ارزښت رالوېږي. بې روزگاري ورځ تر بلې زیاتېږي.
  • ښونه او روزنه ، روغتیا او نور اوړند خدمات له ستونزو سره مخ کېږي.
  • که چېرې کوم طرف په زور واک تر لاسه کړي، نو خپل سیال طرف به له واکه محروموي او په دې انتقامي کړنو سره عدالت له منځه ځي.
  • ګڼ شمیر بهرني اطراف د هېواد په مسایلو کې د خپلو مصلحتونو پر بنسټ لاسوهنه کوي. هغه څه چې جگړه اوږدوی او زیانونه یې زیاتېږی.
  • جگړه ییز حالت چې پرته له انفجار او نړولو بل مقصد نه لري، په هېواد باندې حاکم کېږی.
  • په هېواد کې شته حاکمیت په بهرنیو هېوادونو باندې پانگونه کوي.

دوهم: د ټولنې په کچه:

  • په بې گناه او مدني خلکو کې د مرگ ژوبلې کچه لوړېږی.
  • د درملو او روغتیایی خدماتو په نه شتون کې د نارغیو کچه لوړېږي.
  • د هېواد د ننه او د هېواده بهر د خلکو د وتلو گراف لوړېږي.
  • د وسلو سوداگرو ډېرېږي او د جکړو ښکیلو اطرافو ته وسلې او نور اړوند جگړه ییز توکي چمتو کوي، چې د په دې سره د جگړې اور تودېږي.
  • په هېواد کې د جگړه مارو ډلو شمیر زیاتېږی. او ډېرې هېوادوال له همدې لارې خپلو کورنیو ته د ژوند توکي چمتو کوی.
  • د ملت جوړونې امکانات او زمینې له منځه ځي او ملت د پاشلو لور ته حرکت کوي. سیمه ییز، ژبه نييز او نورو ورته تعصبونه زور اخلي.
  • ملوک الطوایفي په هېواد حاکمه کېږي.

دريم: د وگړو په کچه:

  • اخلاقي فساد عام کېږي. د ښځو، اطفالو او سپین ږېرو په وړاندې زور زیاتی زیاتېږي.
  • نشه یی توکي او رفتاری انحرافات خورېږي.
  • په ټولنه کې د خلکو رواني حالت خرابېږي.
  • د هېواد پالنې روحیه په خلکو کې ضعفېږي او خلک د هېواده نورو هېوادونو ته تښتي.

نږدې نیمه پېړۍ کېږي، چې افغانستان په جگړو کې گیر هېواد دی او لږ تر لږ یو نیم میلون وگړي یې وژل شوي. بې شمیر اوسېدونکي یې ټپیان او له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.  او تر اوسه پورې  د بې هدفه او بې ګټې کورنیو جگړو د اور په لمبو کې سوځي.  او تر اوسه پکې د جگړه ماران هماغه زاړه دلایل د جگړې د تداوم لپاره وړاندې کوي. تر څو خپل لیدلوري او د پردیو لیدلوري په خلکو وتپي.

د طالبانو په وړاندې موکه شته چې د افغانستان  د نورو سیاسي گوندونو  او حکومت سره د میز څنډې ته  د افغانستان په داخل کې پرته د بهرنیو منځگړو په خپل منځ کې  کېني ، تر څو خپله افغاني کشاله او شخړه په خپله د خبرو اترو له لارې حل کړی. او د کشالې ښکیل اطراف په گد تصور سره دې غمجنې او دردمنې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

خو په ټول تاسف سره کوم خبرونه چې د افغانستان څخه اورو داسې گمان کېږي چې د کورنۍ جگړې اور بیا ژبه ور کېږي. په داسې حال کې چې د افغانانو تر منځ داسې ډېر لاملونه او اسباب شته چې دوی په راټول شي لکه گډ دین، گډ تاریخ، گډه جغرافیه او ټولنیز دودونه..او هغه څه چې افغانستان یې د ثروتونو او معدنیاتو په برخه کې لري د گډې روحیې په بنسټ د ټولو افغانانو ژوند یوه داسې مثبت بدلون خوا ته وړلی شي، چې آن تر عربي بډایه هېوادونو به د دوی ژوند سوکاله او نیکمرغه وي.

نو آیا طالبان او د افغانستان د سیاسی معادلې ټولې خوا د کورنۍ جگړې په خطر او گواښ پوهېږی ؟ آیا په دې پوهېږي چې افغانستان به کورنۍ جگړه تر دې نور هم محتاج او خوار هېواد وگرځوي. آیا په  دې پوهېږي چې په افغانستان کې یو ځل بیا د کورنۍ جگړې اور د افغانستان د دښمنانو په ګټه تمامېږي ؟ او د جگړې ښکیل اطراف به د خدای تعالی په وړاندې مسوول او ځواب ویونکي پاتې کېږي؟.

عبدالرحمن فرقانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.