د هندواڼې له ګټو ځان خبر کړئ

0 505

هندواڼه د هغه (انتي اکسیدانو) تر ټولو بډایه سرچینه ده چې طبیعت یې برابروي، په زیاته کچه د اې او سي ويټامینونه لري، هغه چې دنده یې د بدن د دفاعي سيستم پیاوړي کول دي.

که غواړئ په وجود کې د اوبو د کمښت مخه ونیسئ نو د هندواڼې خوړل یې تر ټولو ښه، اسانه او ارزانه لاره ده. د هندواڼې تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیدا کېږي. که څه هم چې د هندواڼې اصلي فصل اوړی دی، خو پرمختللې کرنې دغه چاره هم اسانه کړې ده، کولی شئ د کال په هر فصل کې ورته لاسرسی ولرئ، خو یوه څه ته مو باید پام وي چې د اوړي هندواڼې د کفیت او ارزښت له مخې بې ساري دي.

د روغتیا لپاره د هندواڼې ګټې

۱- د نورو مېوو په پرتله یې ګټې ډېرې دي، خوراک یې هم کوم خاص هنر ته اړتیا نه لري، په هر ډول یې چې وخورئ په کې له شته ګټو یې برخمن کېدای شئ.

۲- هندواڼه د اې او سي ويټامینونو سرچینه ګڼل کېږي.

۳- دغه راز پخه او سره هندواڼه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه (کاروتن انتي اکسیدان) لري چې د (لیکوپن) په نامه یادېږي. (د انتي اکسیدان) دنده په بدن کې د ازادو راډیکالونو له منځه وړل دي، کوم چې شتون یې په بدن کې د خپلسرې ودې او دغه راز د سرطانونو د جوړښت لامل کرځي. (لیکوپن) چې هندواڼې ته سور رنګ ورکوي، د پروستات د سرطان مخه نیسي.

۴- په زړه پورې خو دا ده چې هندواڼه یوازېنۍ مېوه ده چې د نورو مېوو او سبزیو په پرتله په زیاته پیمانه (بتاکاروتن لري)

۵- هغه مواد لکه الکترولیت، سوډیم او پوتاشیم چې ډېر کله یې له بدن څخه د خولې له لارې له لاسه ورکوو، یوازې د هندواڼې په خوړو سره یې بېرته پوره کولی شو.

۶- هندواڼه د ویټامین بي منبع هم ګڼل کېږي چې د حیاتي انرژۍ لپاره اړین دی. د تغذیې د برخې متخصصین او څېړونکي په دې اند دي چې د بدن لپاره د ويټامین بي یو، ويټامین بي دوه او مګنیزیمو د لاسته راوړلو لپاره اسانه لار د هندواڼې خوړل دي. هندواڼه ۹۰ په سلو کې اوبه لري او د کالوري ارزښت یې تر ټولو مېوو لوړ دی.

۷- دا چې هندواڼه په زیاته کچه ويټامین، پوتاشیم او مګنيزیم لري نو د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت دوه برابره کوي.

۸- هندواڼه غوړ نه لر، خو د انرژۍ په تولید کې پوره مرسته کوي او نه پرېږدي چې د بدن د کومې برخې سلولونه تخریب شي، کوم چې تخریب شوي او له منځه تللي په بیا رغولو کې یې مرسته کوي.

د اوړي په ګرمو شپو او ورځو کې د تندې د له منځه وړو او د بدن د اوبو پوره کولو لپاره د هندواڼې ځای یوه مېوه هم نه شي نیولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply