د سولې مذاکرات دې څنګه او چېرې وي؟

0 492

مطیع الله سحر_

 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیل زاد غواړي چې په افغانستان کې روانه ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي. او په همدې هڅه کې دې چې ژر تر ژر افغانستان ته یوه تل پاتې او با ثباته سوله راولي. د دې لپاره یې د افغان جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواو دا غږ کړی چې نور باید په افغانستان کې جنګ ختم شي او سوله راشي. خو دا چې څوک سوله کول د خبرو له لارې غواړي هغه ته به د سولې ټول امتیازات ورکړل شي او هغه څوک چې د سولې لاره نه غوره کوي او جګړه ورته ښه ښکاري نو دوی به له سخت تاوان سره مخ شي او د افغان حکومت له خوا به سخت وځپل شي. 

ښاغلي خلیل زاد د افغان سولې لپاره هر هیواد ته سفرونه وکړل او د خپل سفر په ترڅ کې له ټولو هیوادونو دا غوښتنه وکړه افغانان نور له جنګه ستړي شوي دي او سولې ته اړتیا لري. د دې لپاره باید د سیمې او نړۍ ټول هیوادونه له افغان حکومت سره همکار شي، تر څو د روان جنګ جهت بدل او بالاخره د تلپاتې سولې لامل شي.

د افغان سولې لپاره له طالب استازو سره څو ځلي ليدنې شوي دي. او د دې ټولو ليدنو په پایله کې طالبانو د افغان سولې لپاره غاړه ایښې ، خو د سولې مذاکرات یې له امریکایانو سره پیل کړي دي. جنګ له افغان دولت سره دی، قرباني د جنګ افغانان دي، نو د سولې مذاکرات دې هم له افغان دولت سره ترسره شي، دغه مذاکرات دې د هیواد په داخل کې وي چې ټول ولس او نړیوال یې څارنه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد له طالبانو سره د افغان سولې شپږم پړاو خبرو لپاره یو ځل بیا د قطر په دوحه کې سره ګوري. په دې برخه کې د خلیلزاد په نیت هم شک موجود دی، ځکه هغه نه له طالبانو سره غوڅې او ښکاره خبرې کوي او نه هم ولسمشر غني ته هغه څه وایي په څه شي چې له طالبانو سره بحث او موافقه کوي، له دې امله د سولې مذاکرات په بن بست بدل شوي دي او له دغه بن بست څخه د وتلو لپاره حتمي ده چې وسله وال طالبان او افغان دولت مخامخ د سولې بین الافغاني مذاکرات وکړي، ځکه د سولې د مذاکراتو او پرېکړو واک او صلاحیت له افغان دولت سره دی .

افغان حکومت بار بار طالب استازو ته دا وړاندیز کړی چې راشئ په خپل هیواد کې له حکومت سره مخامخ خبرې وکړئ، او څه مو چې په زړه کې وي او د سولې لپاره څه چې غواړئ هغه له مونږه سره شریک کړئ. ان تر دې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورته د دې وړاندیز هم وکړ چې د هیواد هر ولایت کې چې مو زړه وي د ځان لپاره له افغان حکومت سره  خبرو لپاره   دفتر هم غواړئ مونږه به یې درته پرانیزو او ساتنه به یې هم افغان حکومت کوي او د سولې مشورتي لویې جرګې استازو له طالبانو وغوښتل چې د سولې بین الافغاني مذاکرات دې په هیواد کې ترسره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply